ولوله تنها  
Walwala Tanha

 

د زړه اواز

 

په زړه به لويه تيږه کښېږدم

 

چې پسرلى وو او نړۍ له رنگينو ډکه وه

 

چې توري ورځۍ وي او شړکنده باران اوریدى

 

په شنه چمن کي د گل بوټو په تنکيو پاڼو

 

دباران څاڅکي ځلېدل دملغلرو په شان

 

د تورو وريځو په لمن کي به د تالندي ږغ

 

په درزا راوست ناقرار زړگى مي

 

د دنگ چنار په غيږ کي ناستو ښاايستو کوترو

 

په خپل غمبر راته خبرې ستا د زړه کولي

 

دتوري وريځي له پلونه راوتليو وړانگو

 

درته زما دزړه صفا صفا حالونه ويل خو افسوس

 

چې زه اوته ديو اوبل په زړو خبر هم نه وو

 

گرانه باور دي راځي ؟

 

دومره مي يادکړي درپسې مي دومره

 

اوښکي توي کړې

 

چې څومره څاڅکي په هغه ورځ باران

 

دشنو گلانو په مخوو شيندل

 

زه وم په تمه مادي لارې دراتلو څارلې

 

ماويل ضرور به مي تر غيږي ځان راورسوي

 

لکه شمال په ديوالونو به را اوړې راته خو گرانه ،

  

 

له ډيره ډيره انتظاره وروسته

 

راته معلومه سوه چې

 

ستا دراتلو هيلي مي

 

دهغي ورځي دناترسه باران خړو اوبو

 

له ځانه سره ټولي په مخه کړلي

 

ولوله تنها
۲۳ اکتوبر ۲۰۱۳
کندهار

زنداني میرمني

د لوي زندان د دیوالونو تر شا ،

د لوي قلف سوو هسکو، هسکو دروازو تر شا،

په تورو خړو او لندو کوټوکي

وي څو میرمني زندانیاني ناستي

د چا تر څنګ وه څو وړوکي بچي

یوه کوچني د مورپر خوا منډه کړه

ماشوم په چیغو مور ته وویله

له دي زندانه کورته څه وخت ورځو

موري بابا او کلۍ کور یادوم

خپلي کوڅي او شورماشور یادوم

راته یادیږي راځه دواړه ولاړ سوو

د دي زندانه به په پټه ووزو

یابه د شپي یابه د ورځي ووزو

مور يي ور ږغ کړه زویه مه ژړیږه

زما د بند دي څو کلونه پاته

زما له لاسه یو خطا سوي ده

ستا د خور کي مي ځوان خاوند وژلۍ

زه ګناهکاره یم سزا به وینم

ور باندي هیڅ کله پښيمانه نه یم

د خپل ضمیره مي نفرت سوي دی

ما انساني ضمیر په اور سوځلۍ

ماته د کور اجازه څوک را کوي؟

ما به په دي ګناه کي څوک وبخښي

وړوکي زوۍ ورڅخه بیا وپوښتل

موري بابا مي هم زندان ته راځي؟

آه داسي مه وایه زما ګران بچیه

خداي دي زندان ته هیڅوک نه راولي

خداي دي زندان په هیچا هم نه ویني

د بند محکومي وي په زړو غمجني

چه څه وخت ووزي له دي لوي زندانه

دوي بیلا بیلي قضيي لرلي

سختي پښيماني وي پر خپلو جرمو

ویل توبه توبه زندان، زندان دي

پر دي دنیا لکه سور اور خزان دي

ویل توبه مو ده له هري ګناه

د هر چا ښه غواړو پر دغه دنیا

وه نورو خلکو ته محکومو ویل

هیچا لپاره ظلم مه خوښوي

د بل پر حق مو سترګي مه پوټوي

دغه دنیا ده انساني ازمایښت

د ګوناهونو کوهۍ مه را کندۍ

د بل په پښو کي ځنځیر مه را پیچۍ

د نوي نسل ژوندون مه ورانوۍ

دغه مو وخت دي چي توبه وباسی

لږ خو زړه سوي کی ظلم مه خوښوۍ
ولوله تنها
۲۰- اکتوبر ۲۰۱۳
کندهار