پښتانه څوک دی ؟ 



 

پښتانه يو لوی قوم دی چه په جنوبي او مرکزي اسیا کي ژوند کوي . جمله شمير یي پنځه څلوېښت میلیونه ته رسیږي چي له هغې جملې نه یې ۱۶ میلیونه  په افغانستان کي ژوند کوي . دافغانستان د نفوسو په پرتله یي شمېر له ۵۰ نه تر ۶۰ سلنه پوري رسیږي . (دقیقه احصائیه مالومه نه ده .)

د پښتنو د استوګني سیمي  :
د پښتنو زيات شمیر تقريباً ۲۶ ميليونه د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کي ژوند کوي  . د پښتنو کلتوري او ژبني شريکي سیمي »پښتونخوا« په۱۸۹۳کی د انګريز دمستعمرې د سياست له مخي ویشل شوي چه دغه د وېش ليکی ته د »ډورند کرښه« وايي . يو لږ شمير پښتانه په استرالیا ، افريقا او جنوبی امريکا کي ژوند کوي . په تيرو درې لسیزو کي د افغانستان د کورنۍ جګړو له امله زیات افغانان اروپا ، امريکا او استرالیا ته مهاجر شول . اوس په انګلستان کی۸۸۰۰۰کورنۍ ، په المان کي۱۰۰۰۰۰کورنۍ اوپه فرانسه کي۵۰۰۰۰کورنۍ ژوند کوي .

د پښتون نوم :
د افغان نوم نن ورځ د پښتون لپاره ډير کم کارول کیږي . دا ځکه چه د افغانستان ټولواتباعو ته افغان ويل کيږي . له همدې کبله د افغان کليمه د پښتون پر قوم دلالت نه کوي ، او هم پښتانه پخپله د قوم په اړه د افغان نوم نه خوښوي او غواړي چي پښتون وبلل شي . په هندوستان او د پاکستان د پنجاب په برخو کي پښتون ته پټان وایي ،چي دا نوم هم پښتانه نه خوښوي . د پښتون نوم د پکتيان له لغات نه سرچینه اخلي چي په نني پکتیا او پکتيکا پوري تړاو ور کول کيږي . د پښتون نوم د لمړي ځل لپاره په اراکوزیا کي چه نن ورځ کندهار نوميږي منځ ته راغلی دی .

د پښتنو سر چينه :
د پښتنو سرچينه مالومه نده . داسي یو کتبي یا لیکل شوې سر چينه شتون نلري چي دهغه له مخي د پښتون سر چینه ثبوت شي . د پښتنو په اړه زیاتي پلټني شوي دي . داسي اټکل کيږي چي پښتانه له يفتليانو نه سر چینه اخلي . يفتلیانو په خپله زمانه کي د ايران ختيځ خواوي اود هندوستان لمړۍ نيمايي د افغانستان په ګډون تر ولکې لاندي راوستلي وه . د یوه روسي پلټونکي »ګانکوسکي« د پلټنو له مخي دابدالي قوم د »يفتالي« کليمې نه سرچینه اخلي .
کوم وخت چي یفتليانو ته د ساسانیانو مشر خسرو په بخارا اوهندوکش کي ماته ورکړه  

  له دغه نېټې نه د یفتلیانو او همدا شان دپښتنو تاريخ ورک شوی دی . نو ځکه د پښتنو نوم په یفتلیانو پوری تړاو ور کول کیږی .

بعضی پښتانه ادعا کوي چي دوی داسرا ئيلو په هغه لسمه خټه پوري تړاو نيسي کومه چي ورکه شوې ده . بارکزي ، اسماعيل خيل او يوسفزي خپل خټین نومونه په عبرياني ژبه کي (دیهودیانو ژبه) په بارک ، اسماعیل او يوسف پوري تړي . دپښتنو سرچينه د اسرائیلو په اړه په »مخزن افغاني« کي دقيق تشريح شوي دي .

د پښتنو کلتور:
د پښتنو زیاته برخه سني مذهبه دي او ټولنیز ژوند يي پر قومونو او پښتونولي ولاړ دی . پښتانه په عام ولس پوري ځان تړل نه غواړي او قومونو ته زيات اهميت ورکوي . هر پښتون د خپل قوم پر اړخ ولاړ دی او نور قومونه پردي بولي . له همدې کبله د نولسمي پيړۍ تر پایه دراني او غلجي يو له بله دښمنان وه . ددوی پخلاینه د شلمي پیړۍ په پیل کي منځ ته راغله .

د پښتنو خویونه :
پښتانه لکه څنګه چي په نړۍ کي ځانګړي قوم دي ، په همدي ترتیب یې خویونه او رواجونه هم ځانګړي دي . دپښتنو خویونو،عاداتو او رواجونو ته پښتونولي ویل کیږي .

پښتونولي :
پښتونولي د پښتنو د خویونو ،عاداتو او رواجونو نه یوه مجموعه ده چه پښتانه زيات اهميت ورکوي . پښتونولي نه يواځي په پښتنو کي بلکه په ټوله نړۍ کي د پښتنو د سپیڅلو رواجونه په نامه شهرت لري . په پښتونولي کي دا لاندي رواجونه شامل دي :

»» بدل ( دهر بد کار په بدل کی جرمانه ورکول )
»» ميلمستیا (ميلمه پالنه که څه هم ميلمه لوی دښمن وی )
»» کورنۍ ( د ژوند په هر پړاو کي د کورنۍ او ښځي ساتل)
»» ننواتی ( پښتون باید ددښمن ننواتي ومني اوهغه ته د ژوند په هر پړاو کي پنا ورکړي)

»» جرګه ( د پښتنو یوه ټولنه ده چي د یوې خاصي موخي لپاره راټولیږي )
»» غیرتمند ( هغه څوک دی چي زړه ور وي ،ښه خویونه ولري ، سخاوت او مېړانه ولري )
»» ننګ ( هغه افتخار ، غیرت او مېړاني ته ویل کیږي چي د کورنۍ سر په لوړ وي )
»» شرم ( څوک چي حیا ولري ،سپکو سپورو نه ځان ژغوري او ښه اخلاق ثابت کړي )
»» ناموس (هغه څه دي چي خپله میرمن له هرو ناخوالو نه وساتي او د هغې 
   هیڅ سر ښندني نه دریغ ونه کړي )   په ساتنه کي
             
د پښتنو ژبه:

د پښتنو ژبي ته پښتو ویل کیږي . د ا ژبه دختيځ ايران د ژبونه يوه ژبه ده چي داوسني ايراني ژبي نه توپیر لري . دتاريخ په بهير کي په پښتوژبه کي زیات بدلونونه راغلي دي . څنګه چی پښتو یواځی د پښتنو ژبه ده او نور قومونه پدي ژبه خبري نه کوي نو ځکه دا ژبه په پښتنو پوري تړاو لري او دايران د ژبنی کلتور نه پرې کړې تلقي کيږي . که څه هم پښتو ژبه له تاريخي اړخ نه په ایراني ژبي پوري تړل کيږي ، خو زيات تړاو يي په هندوستاني او اردو ژبه کي ليدل کيږي . ددې ما نا داده چه پښتو ژبه زیات په هندوستاني ژبو پوري ارتباط نيسي .

د پښتنو قومونه :

پښتانه په عمومي ډول پر زیاتو ښاخونو ویشل کیږي چي هر ښاخ یې په زړه پوري کیسې لري چي دلته د ټولو کیسو لیکل ممکن نه دی ، خو »ټول افغانستان« وېبپاڼه زیار باسي ،ټوله قومونه یاد کړي او د هر قوم په اړه لنډ مالومات وړاندي کړي . که کوم محترم لوستونکئ د کوم ځانګړي قوم په اړه پوره مالومات وغواړي ، هیله کیږي چي د »ټول افغانستان« وېبپاڼی سره په برېښنا لیک کي اړیکي ونیسي او خپل د خوښي قوم یاد کړي . ددې وېبپاڼي پښتو څانګه به هرو مرو هغوی ته پوره مالومات ولیږي .

 

د پښتنو قومونه دادي :

 

طوطاخیل

۱۰۷

دو تاني

۷۱

پوپلزي

۳۶

ابدالي

۱

علي خیل

۱۰۸

دوړ

۷۲

ترکاڼي

۳۷

ابراهیم خیل

۲

عمر خیل

۱۰۹

دولت خیل

۷۳

تره خیل

۳۸

اپریدي

۳

عیسي خیل

۱۱۰

دولت زي

۷۴

ترکي

۳۹

اتمانخیل

۴

غلجي

۱۱۱

دینار خیل

۷۵

ترین

۴۰

اتمانزی

۵

غرغښت

۱۱۲

رتن زي

۷۶

تڼي

۴۱

اټوال

۶

غرشین

۱۱۳

رڅړ

۷۷

توخي

۴۲

احمدزي

۷

غوریا خیل

۱۱۴

زاخیل

۷۸

توري

۴۳

اڅکزي

۸

کاسي

۱۱۵

زمښت

۷۹

جبارخیل

۴۴

ادریمزي

۹

کاکازي

۱۱۶

زیرک

۸۰

جدون

۴۵

ادوزي

۱۰

کاکړ

۱۱۷

زیرماني

۸۱

جلال زي

۴۶

ادین خیل

۱۱

قلندرخیل

۱۱۸

زیړاني

۸۲

جلواڼي

۴۷

اسماعیل خیل

۱۲

قوال خیل

۱۱۹

ساپي

۸۳

جمړیاني

۴۸

اسحق زي

۱۳

کړوخیل

۱۲۰

سالار زي

۸۴

ځاځي

۴۹

اکاخيل

۱۴

کرلاڼي

۱۲۱

سهاک

۸۵

ځدراڼ

۵۰

الیاس خیل

۱۵

کسایي

۱۲۲

ستانکزي

۸۶

څولیزي

۵۱

امرخیل

۱۶

کوټي

۱۲۳

ستانيزي

۸۷

څينزي

۵۲

اوریا خیل

۱۷

کورم خیل

۱۲۴

ستوریاني

۸۹

حسین خیل

۵۳

الکوزي

۱۸

ګاړي

۱۲۵

سدوزي

۹۰

خاښي خیل

۵۴

علي زي

۱۹

ګبري

۱۲۶

سرکاڼي

۹۱

خاکواني

۵۵

اندړ

۲۰

ګګیاڼي

۱۲۷

شیرواڼي

۹۲

خټک

۵۶

اورکزي

۲۱

ګنډه پور

۱۲۸

سريپال

۹۳

خدوزي

۵۷

اورمړ

۲۲

ګوربز

۱۲۹

سر بڼي

۹۴

خرڅین

۵۸

بابړ

۲۳

لالي وزیر

۱۳۰

سلطانخیل(غلځي)

۹۵

خروټي

۵۹

بابیان (بابي)

۲۴

لواڼي

۱۳۱

سلطانخیل(نیازي)

۹۶

خلیل

۶۰

بړیڅ

۲۵

لودي

۱۳۲

سلیمانخیل

۹۷

خوږیاني

۶۱

بنګښ

۲۶

لودین

۱۳۳

سنټیا

۹۸

خوندي

۶۲

بنوڅي

۲۷

ماکو

۱۳۴

سنځر خیل

۹۹

خیسوري

۶۳

بېټني

۲۸

مومند

۱۳۵

سوري

۱۰۰

خیشکي

۶۴

بابکر خیل

۲۹

هوتک

۱۳۶

سادات (سیدان)

۱۰۱

داودزي

۶۵

بختیار

۳۰

نورزي

۱۳۷

شلماني

۱۰۲

داوي

۶۶

څمکني

۳۱

محمد زي

۱۳۸

شملزي

۱۰۳

درمان

۶۷

فرملي

۳۲

نیازي

۱۳۹

شیتک

۱۰۴

دري کوټي

۶۸

پړبه

۳۳

وزیر

۱۴۰

شیراڼي

۱۰۵

دله زاک

۶۹

پړانګیان

۳۴

سواتي

۱۴۱

شینواري

۱۰۶

دستو خیل

۷۰

پڼي

۳۵

د ټولو پښتنو قومونو په اړه پوره مالومات دلته په پی ډي ایف کي کتلای شي :

د ټولو پښتنو قومونو په اړه پوره مالومات
latifyada.pdf
PDF-Dokument [1.5 MB]

Empfehlen Sie diese Seite auf:

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Diskussion geschlossen
  • Bashir (Samstag, 25. Juli 2015 09:26)

    پښتو ژبه په فارسي او يا په کومه بله ژبي جز ندۍ بلکې دفارسي ژبې په ګروپ کي راځې چه پدې ګروپ کې دهند دژبې هم دې.

  • abdulwali (Samstag, 01. August 2015 21:46)

    سلام علیکم سلام نه بد عرض ده دی چه مه حو په دب پیج کی دی محسود قوم سجره نه کړه پیدا

  • احمد (Sonntag, 16. August 2015 08:37)

    په لیست کی مو بارکزی چه یولوی قوم دی نه سته؟

  • ajmal khan (Sonntag, 29. November 2015 20:16)

    دآکاخیلو قوم ّپه اره پوره معلومات رکری مننه

  • سلیم ناصری (Freitag, 18. Dezember 2015 14:29)

    د پختو لوی قوم ناصریانو نوم ولی نشته؟

  • عبدالصبور میاخیل (Montag, 11. Januar 2016 15:01)

    من متعلق به قوم یا فامیل میاخیل هستم اما در لست اقوام پشتون دیده نمیشود ، لطفآ برایم وضاحت دهید.

  • شوکت حيات (Freitag, 01. April 2016 18:01)

    زما سوال دی چې ستاسو په دي قونونو کې محسود قوم ولې نشته او که محسود قوم پښتون نه دی