20.09.2012

دافغانستان تجزیه د بل کلینټن په واکمنۍ کي پلان سوې وه

احمدالله رحمانی 

د افغانستان د تجزې پلان د ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱ د مخه د بیل کلینټن په واکداري کي جوړ شوی وو
په دا وروستیو ورځو کي وطنوالو د ګران افغانستان د تجزیی او خدای مکړه د ټوټه کیدو په اړه له مختلفو رسنیو نه څه ناڅه واوریدل او ویې لوستل. خبره پر همدې ځای تمامه نه شوه . دشیطان لکۍ ترهغه چي وطنوال یې فکر کوي ، نوره هم اوږده ده او ورځ په ورځ د افغانستان د دښمنانو، که کورني دي او که بهرني ، داسي ناشوني پلانونه ښکاره کیږي چي د افغان بې وسه ولس به خوب هم نه وي لیدلي . د کره ثبوتونو له مخي د افغانستان تجزیه تر کال
۲۰۰۱ د مخه د امریکا پخواني ولسمشر بیل کلینټن د واکدارۍ په دوره کي ترتیب شوې وه .
دا لاندي لیکنه وګوری ، د امریکا او دافغانستان پر حکومتونو قضاوت وکړی :
د کال
۲۰۰۱ د سپتامبر د یولسمي نيټې نه تقریباً۱۰ میاشتي مخکي د امریکا د هغه وخت ولسمشر بیل کلینټن د افغانستان د ټوټه کیدو پلان د دیموکرات پارټی سناتورانو په ګډون جوړ کړ. دا پلان امریکا پداسي حال کي جوړکړچی د القاعدې د تروریستۍ فعالیتونه او کړني د نړۍ په هر ګوټ کي د امریکا پر ضد  خپل اوج ته رسیدلي وې . پلان په نظر کي لرل چی په لمړي ګام کي به په افغانستان کي طالبان له واکدارۍ نه لیري کیږي ، بیا به القاعده له منځه وړل کیږي اودوخت په تیریدوسره به نور پلان عملی کیږي . د امریکا حکومت هغه وخت دا پلان د روسیی ، ازبکستان او پاکستان حکومتونو ته وړاندی کړ . روسیی په ډیر کم وخت کي موافقه وکړه ، داځکه چی روسیه تر اوس مهال پوري له طالبانو نه په ډار کي ده . پاکستان اساساً پلان رد نه کړ،اما امریکا ته یی خپل تشویش ور په ګوته کړ چي دداسي ګامونو په مقابل کی به پاکستان له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي . د پاکستان تشویش پدې خاطر وو چي هغوي هیله درلوده چی ګوندي افغانستان دطالبانو دواکدارۍ په وخت کي د پاکستان سره یو شي او یو ائیتلافي حکومت منځ ته راولي . ازبکستان د امریکا پلان فوراً رد کړ او ویې ویل چي د طالبانو لیري کول د اوږد مهاله جګړی سره تړلې کړنه ده او امریکا به زیات وخت د ازبکستان له خاوری نه پر افغانستان بریدونه کوي ، چی دا کار ازبکستان ته د منلو وړ نه دی .
د بیل کلینټن پلان په نظر کي لرل چي په لمړي ګام کي به طالبان له واکه نه لیری کیږي ، بیا به په افغانستان کي یو داسی حکومت منځ ته راوستل کیږي چی دامریکا دوست وي ، او که پښتنو د طالبانو سره لاس یو کړ او د امریکا په مقابل کی ودریدل ، نو بیا به د پښتنو اود شمالي قومونو تر منځ خط کش شي او امریکا به په هغه خواکي ځان ټینګ کړي چي د امریکا پلوي کوي . خو کوم وخت چي ازبکستان د کلینټن پلان رد کړ ، امریکا مجبوره شوه چي خپل پلان د څو مودې لپاره شاته واچوي . کوم وخت چي القاعدې په یولسم د سپتامبر
۲۰۰۱ پر نیویارک او واشنګټن بریدونه وکړل ، د امریکا بانه جوړه شوه او په ازبکستان یې پر افغانستان بریدونه ومنل . د امریکا بریدونه پر افغانستان لا چالان وه چي په دغه وخت کي د بن په پیترسبرګ کي دملګرو ملتونو په ګډون د افغانستان په اړه کنفرانس جوړ شو. پدی کنفرانس کی ۲۰ امریکایي پلاوي ، دري اسلامی پلاوي او د افغانستان پاچا غوښتونکي پلاوو ګډون کړی وو. تر زیات لړیو وروسته د افغانستان لپاره دامریکا په زور یو حکومت جوړ شو او حامد کرزی چی له زیات وخت نه راپدېخوا یې د سي آی اې سره اړیکې لرل ، د افغانستان لنډ مهاله  صدراعظم په توګه وټاکل شو . څنګه چی د کرزي حکومت په افغانستان کي په رسمیت نه وو پیژندل شوی او کرزی له هره پلوه په خطر کي لیده کیده، نو هغه افغانستان ته دلمړي ګام په سرکي د یوې پیاوړي امریکایي ساتونکي ګروپ له خوا کابل ته بدرګه او هلته له هره خطره وساتل شو . دا ده امریکا لپاره بله بانه وه چی خپل نظامي ځواکونه هلته ټینګ کړي . له همدې شیبې نه وروسته افغانستان د امریکا اوناټو نظامي تمریناتو اډه وګرځیده چی هلته د امریکا نوي اختراع شوي وسلې ، نوي تیپ بې پیلوټه الوتکي ، د فرانسې نوي جوړي شوي میراج الوتکي او د المان نوي اختراع شوي زرعدار ټانکونه امتحان شي . څنګه چي د سپتامبر د یولسمي برید دامریکا د پلان نه پر خلاف وشو اوبیا پر افغانستان د امریکا په بریدونو کي ناټو شامله شوه چي دهغې په چوکاټ کي نور زیات هیوادونه هم ښکیل شوه ، نو د کلینټن هغه اولنی پلان شاته پاته شو .
حامد کرزی په کال
۲۰۰۲ کي د پیترزبورګ د کړنلاري سره برابر د یوې لویي جرګې په بهیر کي د افغانستان ولسمشر وټاکل شو. دا ټاکنه هم بیله درغلویو سر ته ونه رسیده . د رایو د شمیرنو وروسته جوته سوه چی ۲۴ رایی د لویي جرګې د غړو تر تعداد زیاتي صندوق ته  اچول شوي وې . خو پر دې درغلیو امریکا او کرزي خوله پټه کړه . درغلۍ پر دغه ځای تمامه نه شوه . د لویي جرګې د رسمي غونډي مخکي امریکا د ۱۰ میلیونو ډالرو په بدل کي د کرزی په ګټه رایي رانیولي وې . دا کار امریکا ددی لپاره وکړ چی د کرزي ټاکنه حتمي شي . د رایي درانیولو د تصمیم په وخت کي د ملګرو ملتونو پلاوی ، داروپا پارلماني استازی او د امریکا مخصوص سفیر زلمی خلیل زاد هم حاضر وه . دا ټوله تصمیمونه یا دکرزي په دفتر کي او ياد امریکا په سفارت کي نیول کیدل . ټولو استازو د زلمی خلیل زاد په شمول د امریکا د حکومت پلانونه په پټه خوله تائید کړه او خپل شخصي د نظر استقلال یی تر پښو لاندی کړل .
په
۲۴ د جون ۲۰۰۴ په استانبول کي د ایساف قوماندو جوړه شوه او افغانستان پر څلورو سکتورونو تقسیم شو. ددی سکتورونو په جوړولو د ملګرو ملتونو د نظار صلاحیت او دافغانستان خپلواکي له منځه یوړه شوه. د افغانستان د خپلواکي له منځه وړلو نه دامریکا مطلب داوو چی وکولای شي په افغانستان کي زیاته موده پاته شي . د شمال ټلوالي د امریکا هر ذلت راوړونکي ګامونه ومنل ، سرونه یی کښته واچول او د بهرنیو په چوپړ کي ودریدل . څنګه چي د پښتنو په خټه کي پر افغانستان د پردیو باداري د نه منلو وړ کاردی ، نو ځکه د طالبانو غورځنګ بیا په ښور راغی . امریکا د لمړي ځل لپاره په کال ۲۰۰۵ کي له کرزي نه وغوښته چی د امریکا سره اوږدمهاله ستراتیژیکي قرار دادونه امضأ کړي . کرزي هم ددې لپاره چي د افغانستان ولس ته یی ښکاره کړې وي چی ولسمشر هره پریګړه د ولس په مشوره کوي ، د خپلو پلویانو په ګډون یی یوه غونډه جوړه کړه او دا مسئله یې له هغوی سره شریکه کړه . په کال ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کي د امریکا سره ستراتیژیکي قرار دادونه امضأ شول او امریکا بالاخره و خپلوهغو هدفونو ته ورسیدل چی د افغانستان نه د همیشه لپاره نه ډوبېدونکې الوتکه وړونکې کښتۍ جوړه کړي او له دې ځایه د افغانستان نه بهر و هر پلو ته الوتني وکړي . څنګه چي د افغانستان کابینه ۵۰ سلنه له امریکایي افغانانو څخه تشکیله وه او پاته کسان یا اروپایي افغانان وه او یا خپل سري جنګسالاران وه چی فقط دډالرونو لپاره یی کار کاوه ، امریکا ته مشکله نه وه چي په خپله ګټه ستراتیژیکي قرار دادونه په افغانستان ومني . دا خو مالومه خبره ده چي په قراردادونو کي همیشه ضعیف پلو د قوي پلو تابع وي ، هیڅکله نه پیښیږی چه قوي پلو دي د ضعیف پلو تابع شوی وي . نو دافغانستان او امریکا په قراردادونو کښی هم افغانستان د امریکا تابع دی او هر څه چی هغوی غواړي افغانستان به یې کوي .
په دا تیرو لسو کلونو کي امریکا په افغانستان کي داسي سیاست ولوبوی چي د افغانستان اقتصاد یې قصداً له ځمکي سره برابر کړ. امریکا د افغانستان پر حکومت ددیموکراسي په بانه زور راوست چی تجارت په پوره اندازه ازاد کړي . د کرزي حکومت هم دسیاسي بې تجریبګۍ له امله د افغانستان دروازه دنړۍ پر مخ خلاصه ودروله . پایله یې هغه وه چي افغانستان ته له هري خوا ارزن قیمته او بې کیفیته  مالونه را واردیدل او په مقابل کي یې کورني تولیدات صفر شوه . په عین وخت کي امریکا د نشه یي توکو بازارپه غیر مستقیم ډول ګرم وساته. دنشه یي توکو مافیا چي ددې لاري نه یې پیسې لاس ته راوړلې ، د بهرنیانو لپاره په لوکسو هوټلونو ، لوی ماڼیو او یا اروپایي او امریکایي خوراکي موادو ولګولې او د وطن بیا رغونه شاته پاته شوه . د کابینې غړو او جنګسلارانو خپلي پیسې بهرني هیوادونو ته انتقالولې . د هغه وخت د ولسمشر لمړی مرستیال احمد ضأ مسعود د ډوبی په هوایی ډګر کی د
۵۰ میلیونه ډالرو سره چي په یو بکس کي یې له ځانه سره لرلې ، ونیول شو . د تجارت پخوانی وزیر ښاغلی فرهنګ ۱۹ میلیونه ډالره اختلاص کړه او بیرته المان ته ستون شو . محمد اسحق الکو ته اوس لا هم د حکومتي واکدارانوپه غرونو غرونو د دادری فساد دوسیې پرتې دي .
په افغانستان کي چي نن ورځ هره ناخواله منځ ته راځي د امریکا د پلان سره سم راځي . له کومي ورځي نه چي ناټو او امریکا د بهرنیو سرتیرود وتلو ورځ مالومه کړیده ، هره ورځ په میلیونونو ډالرونه له افغانستان نه  بهرنیو بانکونو ته انتقال کیږي . ناټو په یوه کنفرانس کي اقرار وکړ چي په کال
۲۰۱۱ کي له افغانستان نه ۴ میلیارده ډالره بهرني بانکونو ته انتقال شوي دي . او ددې خبر په بغل وایي چي موږ دداسي اعمالو مخنیوی نه شو کولای دا ځکه چي په افغانستان کي دیموکراسی او ازاد اقتصاد چلیږي . اما که په امریکاکي داسي کړني حکومت مشاهده کړي نو حتمي په یی مخ ونیسي . نو څنګه ؟ هلته خو هم دیموکراسي او ازاد اقتصاد دی .
له بله پلوه په افغانستان کي د خلکو ژوند ورځ په ورځ مخ پر خرابیدو دی . په جنوبی او شرقی ولایاتو کښی
۹۰ سلنه خلک بیکاره دي او د اولاد لپاره خوراکه نشي برابره ولای . همدا یې سبب دی چي په دغو ولایاتو کي زیات خلک د طالبانو پلوي کوي . دامریکا هدفونه په افغانستان کي له لویه سره دا نه وه چي افغانستان بیا ورغوي او یا یې په اقتصادي لحاظ پرخپلو پښو ودروي . پداسي ترتیب خو بیا هغوی د همیشه لپاره هلته نشي پاته کیدای . د امریکا برملاشوی سیاست داسي دی چي له یوه پلوه نارې او سورې وهي چي اداري فساد زیاد دی او له بله پلوه په اداري فساد ککړو کسانو ته میلیاردونه ډالره دافغانستان د بیا رغوني په نامه ورکوي . که څه هم امریکا پوه ده چي دا پیسې شخص جیبو ته ځي . مثال یې دادی چي د کال ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۶ پوري افغانستان ته ۸۳ میلیارده ډالره د بیا رغوني په نامه ورغلي دي ، اما مصرف شوي فقط ۷ میلیارده ډالره دي . نور ي پیسې ټولي یا پخپله د امریکایانو حسابونو ته تللي دي اویا د افغاني فسادګرو په جیبو کي لویدلي دي .
اوس مهال امریکا پوه شوه چي په افغانستان کي د هغوی ورځ نوره تاریکه ده او نن سبا به مختوري له دې ځایه وزي ، نو بیا د کلینټن ، بلکویل او یا هم د ایلوډ پلانونه تازه شول . ددي لپاره چي امریکا وکولای شي ، داپلانونه عملي کړي ، نو یي په افغانستان کي ژبني او سمتي توپیرونو ته لمن وهل شروع کړه او دپښتون ، هزاره ، ازبک او تاجک په مابین کي یې توپیرونه و غوړول . هغه کسان چي په اصطلاح تر ویش په چور خوشحاله دي ،هغوی هم دا حالت غنیمت و ګاڼه او د امریکایانو سره یې لاس یو کړ . کرزی د خپلي سیاسي بې تجریبګۍ له مخي پر ځان څه د پاسه
۱۲۰ هغه سلا کاران را ټول کړي دي چي یا جنګي جنایتکاران دي ، یا د هیروئینو مافیا دي او یا د افغانستان د تجزیې لپاره کار کوي . دا هغه کسان دي چی باید ددنهاګ په محکمه کي محاکمه شوي وای  . خو څنګه چی امریکا په افغانستان کي د کلینټن او یا بلاکویل د پلانونو عملی کیدل غواړي او داکسان د هغوی د پلانونو پلوي کوي ، نو ځکه امریکا پر هغوی لاس راګرځولی دی او حمایه کوي یې . کرزي د خپل ولسمشري په اخیرو سلګیو کي د سمبول شکل نیولی دی . نه یې څوک خبره اوري او نه یې څوک ویني . دده چاپیریال له امریکا نه نیولې بیا تر مسعود او دوستم پوري ټوله په خپلو پلانونو مشغول دي . طالبان له یوې خوا تر کال ۲۰۱۴ وروسته د لوی جنګ تیاري نیسي او د شمال ټلوالي هلته په خپل منځ کي د شمال د ولایتونوویشل پر کاغذونو باندي پلانوي .  د لوی او پیاوړي افغانستان تاریخ په هر پړاو کي ښودلې ده چي داسي پلانونه همیشه له خاورو سره برابر شوي دي . زیات وخت به ونه نیسي چی د افغانستان ددښمنانو پرکاغذ لیکلي پلانونه به د هغوی سره یو ځای تر خاورو لاندي پراته وي .
و من الله توفیق