پوهنمل حاجي محمد نوزادی - ډنمارک 
Pohanmal Haji Mohammad Nawzadi - Danmark

 

پښتونه  

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

ته را وپاڅه پښتونه !           څو به کړی د مرګ خوبونه

دم قدم کی دی دامونه           ګرد چاپیره دی   رانغاړی

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

ګوره! دی نه به خبریږی         که ویښ نشوی نو ورکیږی

په تاریخ کی به شرمیږی         کنه سمی دی کړه چاری

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

سره ټول وړونه خپلوان کړه       هر یو پوه په دا جریان کړه

په کیسه د ایوب خان کړه           د ملالی دی کوکاری

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

سره یو دی دښمنان شول           د پنجابه تر تهران شول

توراو سپین په یوه شان شول       ته تربور ته نیسی لاری

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

ستا کښتۍ په ډوبیدو ده           ساه دی وینم په وتو ده

په حساب د ثانیو ده               ته یی پروت د ګور پرغاړی

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

سترګی پرانیزه بیدار شه         اخر پاڅیږه هوښیار شه

لږ له حاله خبردار شه             بیا پرځان به تو کړی ناړی

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

ته اتل د اولسو وی               قهرمان د معرکو وی

تل معمار د تاریخو وی         کړی دی خپلی چاری شاړی

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

اوس په رډو سترګو خوب کړی       په هوښیاره لیونتوب کړی

د پردیو مرئیتوب کړی                 غلامانو کی دی شماری

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

لږ خو ځانته فکر وکړه           تاریخ پاڼی در په زړه کړه

شا او مخ ته نظر وکړه           بوری میندی درته ژاړی

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

زه دی ستړی په نارو کړم         ستا کڼو کڼو غوږو کړم

په کوکارو غلبلو کړم               د زړه وینی وهی داری

د وطن ورانی   ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

 

یا به ویښ کړم دا خوب وړی         غاړی هسکی شملی لوړی

یا دی پریوزی لکه مړی               نوزادی بل څه نه غواړی

د وطن ورانی ویجاړی

وایی پاڅه ، کړه تلواری

ډنمارک ـ ۲۰ / ۵ / ۲۰۱۳