» دټول افغانستانویب پاڼي تګلاره « 

»ټول افغانستان»ويب پاڼه يوه نا پېیلې او خپلواکه خپرونکې پاڼه ده چی په هيڅ قومي ، ژبني او مذهبي اړخ پوري تړاو نلري او د افغانستان ټول اوسيدونکي پښتون ، تاجک ، هزاره ، ازبک ، نورستاني ، ايماق ، پاړسي وان ، هندو ، سيک او نور قومونه چی د قلم نه پاته وي د ګران افغانستان اوسيدونکي او ټول يو افغان بولي .

»ټول افغانستان»ويب پاڼه  ټول هغو ژبو ته احترام لري چی په ګران افغانستان کي د نا شميره کلونو راپديخوا کورنۍ بلل کيږي اويواځنۍ غوښتنه يې د ټولو ژبو وده ده . خو څنګه چه د ويب پاڼي مطالب او مضامين په خاصه توګه دټولو افغانانو لپاره خپريږي اوموږ پوه يو چی هر افغان په پښتو او دری ژبه واکمن دی ، نو ځکه هڅه لرو چی ټول مطالب په دې ژبو چي د افغانستان رسمی ژبي بلل کيږي خپاره کړو  تر څو هر يو افغان له هغه نه بهره مند  شي .

»ټول افغانستان«ويب پاڼه له هيڅ کومي ټولني ، کوم ګوند ، سياسي شخصيتونو او يا کوم ځانګړي اهليت نه کوم مالي او اقتصادي ملاتړ نه تر لاسه کوي ، فقط او فقط پر افغاني بنسټ ولاړه  اود ټولو افغانانو د زړه خوالي چه پر افغانيت ، افغاني کلتور او دافغانانو پر سپيڅلي دودونو برابر وي ، خپروي .

»ټول افغانستان«ويب پاڼه و ټولو هغو د وطن مينانو ته چه دقلم خاوندان وي بلنه ور کوي ، چی خپلو دزړه خوالوته د ارامو احساساتو په چوکاټ کي په دري يا پښتوژبه د ليک بڼه ورکړی او »ټول افغاستان«ويب پاڼي ته يي راوليږي . موږ و هر ليکونکي ته وعده ور کوو چه دده دزړه خوالي چه د»ټول افغانستان«د کړنلاري سره برابر وي ، هرومرو خپرو.

»ټول افغانستان«تل زيار باسي فقط هغه مطالب خپاره کړي چی د ګران افغانستان ګټي ، د ملي قومونو احساسات او  ټولو ژبو ته د احترام په چوکاټ کي وي . »ټول افغانستان« ویب پاڼه اختيار او حق لری ، هغه مطالب چی پر پورته بنسټ ولاړ نه وي ړنګ کړي او يا يې له خپريدو نه ډډه وکړي .

هغه پردي مطالب ، مضامين او مقالې چی په»ټول افغانستان«ويب پاڼي کي خپريږي ،هغه يواځي او يواځي د هغه د موُلف نظر څرګنده وي . »ټول افغانستان«ويب پانه دپرديو مطالبو هيڅ نوعه مسئوليت پر غاړه نه اخلي . د متن مسئول د هغه مضمون موُلف دی .

»ټول افغانستان«ويب پاڼه هڅي کوي د نورو سايتونو سره اړيکي و ساتي او د هغوی لينکونه د دوستانو لپاره په خپله ويب پاڼه کي ځای کړي . ددغو سايتونو افکار او متن زموږ د کنترول نه بهر دی .  ځکه »ټول افغانستان«ويب پاڼه د پرديو سايتونو د متن مسئول نه شي ګڼل کيدای .

»ټول افغانستان«ويب پاڼه هيڅ ژبني ، کلتوري ، مذهبي او منطقوي بريدونه چه هدف يي د ملی يووالي ، ورورګلوي ، ملي پخلايني او يووالي په لار کي خنډوي ، نشي زغملای او په کلکه به د هغه په وړاندي خپل دريځ څرګند کړي .

په»ټول افغانستان«ويب پانه کي پر کوم شخص نیوکه کول ، شخصي نښو ته وده ورکول ، پر نورو تورلګول ، د کوم ګوند يا ډلي په ګټه پروپاګند کول او مذهبی تبليغاتو ته ځای نشته .

»ټول افغانستان«ويب پاڼه د افغانستان يووالۍ ، د ملی کلتور وده ، د افغاني سپيڅلي دودونو خپرول ، د افغانستان  ټولو مذهبونو او مليتونو ته په احترام کتل او د ملی تفرقي په وړاندي مبارزه کول خپلي لمړنۍ نښي بولي. راځئ چه دا نښي په ګډه سرته ورسوو او خپل مصيبت څپلی هیواد بيا پر پښو ودروو.

مننه

»ټول افغانستان«

 tolafghanistan, Dari, Pashto, ټول افغانستان پښتو