فريد اشرف خروټی 
  Farid Ashraf Kharoti

غزل

لکه چي اوښکي له ډيردرده له ليمه څڅيږي
داسي مي ويني له زړګې او لړمانه څڅيږي

دا مو قاتل له بخته نه و مونږ پخپله وغوښت
قطري قطري ويني يي ګوره له چاړه څڅيږي

خلک ګرمي له وجي تښتي زه يي نوره غواړم
د جانان کور مي له يو څاڅکې بارانه څڅيږي

نن دپښتون کوټه څڅوبي ده څڅيږي هر وخت
داله ازله نه وه داسي له بي ننګه پښتانه څڅيږي

عاشقي اشپزي دواړه راته يوشا ن مهارت دی
ډوډۍ ټولو پرې پخي کړي دفرياد په تناره څڅيږي

فريداشرف خروټی

 

Kommentar schreiben

Kommentare

  • Najib Ashraf Kharotai (Mittwoch, 16. April 2014 05:50)

    یا د بهار په رنګینو کی راشه یا د خزان په مړو بادو کی راشه
    که دی په ژوند نه وی قسمت د راتللو
    د قبر خواله می سلګو کی راشه
    نجيب اشرف خروټی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind