ښي لاس ته امیر محمد یعقوب خان په سپین لباس کي - چپ لاس ته کیوناري د ږ یري سره

28.01.2014
د ګندمک تړون

احمد الله رحماني 
کوم وخت چي امیر شیر علي خان په مزار شریف کي وفات شو او پر ځای یې امیر

محمد یعقوب خان په کال ۱۸۷۹ کي د افغانستان د امیر په توګه وټاکل شو ، په دې وخت کي انګریزانو پر افغانستان ددریو خوا یر غل راوړ . د خیبر له لاري ، د کرمې (خوست) له لاري او د کندهار سپین بولدک له لاري .

امیر محمد یعقوب خان چي د خپل پلار امیر شیر علي خان له خوا د هغه د ناسکه ورور پر سر په بالاحصار کي ۷ کاله بندتېر کړی او په رواني ناروغي اخته شوی وو ، هماغه د پخوا فکر یې نه درلود . کوم وخت چي امیر محمد یعقوب خان په هرات کي امیر وو ، امیر شیر علي خان د خپلي ګراني میرمني »عایشې« زوی عبدالله چي د امیر محمد یعقوب خان کشر نا سکه ورور  وو ، د ولیعهد په توګه و ټاکه . د ا کار د امیر محمد یعقوب خان احساسات را وپارول او د پلار پر وړاندي یې بغاوت وکړ . له همدې سببه امیر شیر علي خان هغه په بالاحصار کي بندي کړ . له بند نه تر خلاصیدو وروسته یې عقل او فکر د بعضي رواني ناروغیو له سببه کار نه کاوه .

کوم وخت چي انګریزانو له دریو لارو پر افغانستان هجوم راوړ ، امیر محمد یعقوب خان دې ته اړ شو چي د انګریزانو سره سوله وکړي . دا لنډ مهاله سوله د ګندمک په شرمونکي تړون را منځ ته شوه . امیر یعقوب خان د انګریزانو په غوښتنه د یوه هیئت سره د ګندمک سیمي ته ولاړ او هلته یې د انګریزانو سره یو تړون چي لس مادي یې لرلي ، لاسلیک کړ . دا تړون د افغانستان له خوا امیر محمد یعقوب خان او د انګریزانو له خوا کیوناري لاسلیک کړه . د تړون متن په لاندي ډول وو :

لمړۍ ماده :  امیر محمد یعقوب خان تصدیق کوي چي د سیالکوټ او د فوشنج سیمه تر کوږک پوري ،د کُرمې سیمه تر جاجي پوري ،د خیبر دره تر شرقي سیمي پوري ، هفت چاه او لنډی کوتل د تل لپاره د افغانستان له خاوري جلا د هندوستان په خاوره پوري ومښلي .

دوهمه ماده : د انګریز دولت ژمنه کوي چي ددې ځایونو مالیه چي له افغانستان نه جلا کیږي ،علاوه پر دولس لکه کلدارو چي افغانستان ته به ور کول کیږي ، شپږ لکه روپۍ نوري زیاتوي چي جمله اتلس لکه کلداري به امیر محمد یعقوب خان ته ور کول کیږي .

دریمه ماده : امیر محمد یعقوب خان قبلوي چي یو نفر د انګریز استازي به په کابل کي اوسیږي .

څلورمه ماده : امیر محمد یعقوب خان قبلوي چي د انګریز له خوا دوه نفره مسلمان استازي به په کندهار او هرات کي میشت وي او د انګریزانو د مامورینو امنیت به د افغانستان د امیر پر غاړه وي .

پنځمه ماده :  امیر محمد یعقوب خان ژمنه کوي چي د انګریز ددولت له خوا به د تلګراف سیم  د کرُم له پولی نه تر کابل پوري غزیږي .

شپږمه ماده : د تړون دواړه اړخونه ژمنه  کوي چي ددواړو خواوو سوداګرو لپاره به لاري خلاصي وي .

اومه ماده :  هغه قومي مشران چي په تېر جنګ کي يې انګریزانو ته خدمت کړی ، په امان کي وي او سردار ولي محمد خان به خپلي دندي ته  را ستنيږي او خپل حقوق به تر لاسه کوي .

اتمه ماده :  ټول هغه کسان چي  دانګریزانو سره یې په تېر جنګ کي مرستي کړي دي ، په امان کي  وي اود افغانستان امیر ژمنه کوي چي د هغوی ځان او مال به ساتي ، هر یوه ته به خپل حقوق ورکوي او په افغانستان کي به د خپل میشت لپاره ځای غوره کوي .

نهمه ماده :  هغه څوک چي وروسته د افغانستان امیر ته خیانت کوي او یا له خاوري شړل کیږي ،د انګریز دولت به هغوی ته معاش نه ور کوي . که هغوی دانګریز خدمت وکړي بیا به د خدمت حقوق ور کول کیږي .

لسمه ماده :  انګریز ژمنه کوي چي له افغانستان نه به وزي تر څو  امیر په افغانستان کي خپله واکمني ټینګه کړي او ددي تړون  شرطونه په پوره ډول تر سره کړي . د انګریز دولت ژمنه کوي چي ددولت د کارکونکو لپاره  او په هیواد کي د لازمه اصلاحاتو په موخه  به امیر ته له کاله شپږ لکه کلداري ورکوي .
لاسلیکونه
امیر محمد یعقوب خان او سر لویس کیوناري

 

پدې ترتیب د ګندمک شرمېدلی تړون په داسي حال کي رامنځ ته شو چي امیر محمد یعقوب خان په رواني ناروغي اخته وو او ددې تړون پایلي یې په پوره ډول نه سوای سنجولای . ددې تړون په لاسلیک کېدو سره افغانستان هغه ټولي سیمي چي د پېړیو پېړیو را په دېخوا په افغانستان پوري اړه لرل ،له لاسه ورکړې . دا تړون که څه هم د افغانستان امیر لاسلیک کړی وو ، خو افغانانو یې پر وړاندي پاڅون وکړ او د افغان انګریز دا د وهم جنګ د انګریزانو په ماته پای ته ورسېد .

پای

سر چینه :  د افغانستان سیاسي تاریخ  - تالیف سید مهدي – لمړی چاپ ۱۳۱۴ – دوهم چاپ ۱۳۷۱