حنيف باوري  
Hanif Bawari

هې !

دا،داسي دنـګه چي ولاړه يـې تـه چاتـه ګـورې ؟

ستـرګـي پـه نـاز نـاز اړوې اوبـيـا هــواتـه ګـورې !

ــــــ

کـږه وږه لـکه ښـارو يالکه زرکـه، قـدمـونـه اخـلې

هوسۍ پـه شاني کـله مخ او کله شـا تـه ګورې

ــــــ

بس که, ښايست اوخوشبويي پـرګـلومه ختمـوه

بيا پـه خالي لاسو او سـرو سترګوبه ماتـه ګورې

هې !

اوتـه که نـه وې دا ګلان بـه رنګ لـه چانه اخلي ؟

ټـول به سي مـړاوي او ښراوي به ئې ماته ګوري

ــــــ

له ډېره غمه به اوريځي تـودې اوښکي توئ کړي

برېښنابه اور واخلي غړومبئ به ئې فضاته ګوري

ــــــ

لـمـر چـي را وخـيـژي , پـه هـرلـوري بـه تـا لـټـوي

نـوته چي نه يې بيا پـه مـات زړګي به چاته ګوري

ــــــ

داسمان ستـوري بـه پـه هرلـور،ستا پـوښتنه کوي

چي ودي نـه مونـدي نـوچپ چپ بـه وماتـه ګـوري

حنیف باوري
۱۴ جون ۲۰۱۵
۲۴ جوزا ۱۳۹۴

تـمـنـا

چـي يـوازي زه اوتـه وائ

د مـرګي څـه لاپتـه وائ

او حساب دورځـونـه وائ

ـــــــ

چي هميش بهاربهاروائ

بـلبـلان پـه چـغـهـاروائ

آبشـارونـو شـرهــار وائ

ـــــــ

چي هيڅ نـه وږي کـيـد لائ

په ليدلويودبل چي پائيـدلائ

ـــــــ

کـه کـوم وخت کي تـاژړلائ

اوښـکي زمـاڅـه بـهيــدلائ

ـــــ

نـه کيسې دسيـاست وائ

نـه خـبـري د قـيـامــت وائ

ــــــ

چي دازما اوستاهيڅ نـه وائ

پــه يـوزړه اويــوه خـولـه وائ

ـــــ

تــه زمـا اوزه بـيـا ستـاوائ

يـود بـل لـه زړه آ ګاه وائ

ــــــ

څـه چي مافـکرکـولائ

ته له وړاندي پوهيدلائ

ــــــ

بس ته زه،اوزه بياته وائ

اوزه ته ،اوته هم زه وائ

 

حنیف باوري – المان
۸ فبروری ۲۰۱۴

الـلـه توبـــه

پـه مينـه وه راغلـې، ســوه يـودم خـفه خـفه

هيڅ نـه وپـوهيـدلـم چي پـرڅـه سـوله خفـه

ـــــــ

اصلي عمرئې دېرش دئ خوخبري د وړو کړي

په ټــوکـو،نـه پـوهـيـږي،پـه خـبـرو سـي خـفه

ـــــــ

حتمآ به ورته خانـدم که چپه راستـه ګويان وه

تپـوس بـايـد ونـه کـم کنې بيا بـه سـي خفه

ـــــــ

ملـګرو چـيـرتـه ولاړسئ ښـه تعـويـز ورلـره راوړئ

پيريان چي ئې کابو سي ګوندي نسي بيا خفه

ــــــ

سورسيخ راکړئ يارانوچي زه داغ داخپل تندئ کم

قسمت بـه مي خـراب وي چـي هميش ده داخفه

ــــــــ

ياځمه پخپل لاس ښه (مرګ موش) ځانته راوړمه

کـه چـيـرتـه بـيـا زه نـه وم چي يـاران نسي خفـه

حنیف باوري – المان
۵ فبروري ۲۰۱۴

Empfehlen Sie diese Seite auf:

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind
Es sind noch keine Einträge vorhanden.