شاه شجاع

02.02.2014

د شاه شجاع تړون

احمدالله رحماني

کوم وخت چي امیر دوست محمد خان په خپل زور د سدوزو له کورنۍ نه واک لاس ته راوړ ، داسي مالومېده چي د شاه شجاع واک په افغانستان کي پای ته رسیږي . کوم وخت چي د امیر دوست محمد خان  وروڼه په کال ۱۲۵۴ کي مړه شول او هغه د امیر په توګه پر تخت کښېناست ، هندوستان مجبور شو چي  دوست محمد خان ته ددوستۍ لاس اوږد کړي . څو موده وروسته امیر دوست محمد خان د روسیې د استازي  په وسیله له روسي حکومت سره اړیکي ونیول . د انګریزي هندوستان د امیر دوست محمد خان دا پریکړه خوښه نه شوه او ځان یې مجبور وباله چي د افغانستان په کورنیو چارو کي مداخله وکړي  او هلته داسي یو کس پرواک راولي چي د انګریز تابع وي . ددې کار لپاره انګرېزانو شاه شجاع چي له هره پلوه یې ماته خوړلې وه ، مناسب کس وباله . انګرېزانو په هندوستان کي مکناټن ته دنده ور په غاړه کړه چي د شاه شجاع سره اړیکي ونیسي او هغه و دې ته وهڅوی چي د انګرېز دحکومت سره د هندوستان د حکومت له لاري د راجا رنجیت سنګ په واسطه یوه معاهده لاسلیک کړي . په بدل کي به  انګرېز شاه شجاع په افغانستان کي پرواک ټینګ کړي . په دې ترتیب د ۱۸۳۸ د جون پر ۲۶ نېټه د شاه شجاع ، رنجیت سنګ او مکناټن تر مینځ په لاهور کي یوه معاهده په ۱۸ مادو کي لاسلیک شوه . ددې معاهدې پر بنسټ شاه شجاع د افغانستان بهرنی سیاست په بشپړه توګه انګرېزانو ته ور تسلیم کړ . افغانستان اجازه نه لرل د بهرنیو هیوادونو سره بیله د انګرېز د اجازي تړونونه لاسلیک کړي . معاهده په لاندي ډول وه :

لمړۍ ماده :
ټولي هغه سیمي چی د سند د رود پر دې غاړه او بله غاړه پرتي دي ،د کشمیر تر شرقي ، غربي ، شمال او جنوبي سیمي پوري ، د اټک اړوند سیمي ،پیښور ، یوسفزي ، کوهات ، د پیښور اړوند سیمي ،د خیبر تر درې پوري ،تانک ، کرانک ،کاله باغ ، ډیره اسمعیل خان د اړوندو سیمو سره ،ملتان او اړوند سیمي یي  د سدوزایي کورنۍ د مهاراجا رنجیت سنګ په واک کي ورکوي او د سدوزایي کورنۍ ټول راتلونکي نسلونه پر دې سیمو د ملکیت ادعا نه کوي او تر دې وروسته دا ټولي سیمي په مهاراجا رنجیت سنګ پوري اړه لري .

دوهمه ماده :
شاه شجاع ژمنه کوي چي هغه غله او سارقین چي شرارت او نا امني را منځ ته کول غواړي ، اجازه ور نه کړي د خیبر  له خولې نه د پښور خواته ولاړ شي . که مجرمین له یوې خوا نه بلي خواته ولاړ شي ،دواړي خواوي به یې یو بل ته تسلیموي . د خیبر لاره باید بنده نه شي او همیشه د تګ راتګ لپاره خلاصه وي .

دریمه ماده :
د سند له رود خانې نه دتیریدلو اجازه په مها راجا رنجیت سنګ پوري اړه لري . د مهاراجا رنجیت سنګ د اجازې پرته  شاه شجاع نه پریږدي چي څوک له رود خانې نه تیر شي . د رود خاني نه تیریدلو اجازه د برتانوي هند په مهاراجارا رنجیت سنګ پوري اړه لري .

څلورمه ماده :
د شکارپور او سند په ها خوا  د انګریز د کمپاني او مهاراجا په هره پریکړه شاه شجاع عمل کوي .

پنځمه ماده :
شاه شجاع هر کال د کابل او کندهار تر تنطیم وروسته  ۵۰ آسونه ، ۲۵ غاتري ،۱۱ ایرانۍ توري (شمشیر) ، ۱۰۱ سمورونه (پوستینونه)، زرین ټوکران ، ایراني غالۍ او د کندهار قسم قسم میوې د مهاراجا لپاره هندوستان ته  لیږي .

شپږمه ماده :
د لیکونو او مکتوبونو سر لیکي او عنوانونه د شاه شجاع او مهاراجا رنجیت سنګ تر مینځ په مساوي توګه لیکل کیږي .

اومه ماده :
سوداګر او تجاران چي د مهاراجا خاوري ته د آسونو د پلورلو لپاره ورتګ غواړي ، شاه شجاع یې ممانعت نه کوي او مهاراجا به هم  په همدي ډول د سوداګرو سره رفتار کوي .

اتمه ماده :
مهاراجا رنجیت سنګ به هر کال ۵۵ وړین ټوکران یا ۲۱ بنارسي ټوکران ،۲۵ توپه ململ ،۵۵ سپیني لنګوټې (دستار) شاه شجاع ته ور لیږي .

نهمه ماده :
هغه سوداګران چي د پنجاب نه افغانستان ته او له افغانستان نه پنجاب ته د سوداګري لپاره ځي او تر ۱۱ زرو روپیو پوري معامله کوي ،د دواړو حکومتونو له خوا یې امنیت ساتل کیږي .

لسمه ماده :
که کوم وخت د شاه شجاع سپایان  د مهاراجا د سپایانو سره په یوه ځای مخامخ کیږي ،شاه شجاع به د هغوي پروړاندي کوم خاص امر نه صادروي .

یولسمه ماده :
که شاه شجاع په کومه جګړه کي له مهاراجا نه مرسته وغواړي او د هغه کورنۍ له دې جګړې نه مالونه لاسته راوړي ، که ګېڼي ، جواهرات ، آسونه او یا وسلې وي ، نیمایي به شاه شجاع  مهاراجا ته تحویلوي .

دولسمه ماده :
هغه مامورین او استازي چي ددواړو خواوو له خوا په دندو ګمارل کیږي ، باید ددواړو خواوو په حضور کي هغوی ته ددندو هدایت ورکړه شي .

دیارلسمه ماده :
په داسي وخت کي چي مهاراجا رنجیت سنګ له شاه شجاع نه فوج وغواړي ، شاه شجاع به د خپل فوج نه مسلمانان د مهاراجا قوماندانانو ته ور لیږي او که مهاراجا پیښور ته راشي ،شاه شجاع به یو شهزاده د مهاراجا استقبال ته ور لیږي . مهاراجا به د شهزاده پر وړاندي له زیات احترام نه کار اخلي .

څوارلسمه ماده :
د انګریز ، رنجیت سنګ او شاه شجاع دوستان او دښمنان به یو وي . دوست به د ټولو دوست او دښمن به د ټولو دښمن وي .

پنځلسمه ماده :
دافغانستان د امیر په توګه د شاه شجاع پر تخت کیناستلو او د سپاه ور لیږلو ارزښت  دوه سوه زره روپۍ ټاکل کیږي . د انګریز د کمپاني د پریکړي په صورت کي به  پنځه زره سپاره او پیاده مسلمان فوج د شاه شجاع د تود هر کلي لپاره ور لیږل کیږي . که مها راجا رنجیت سنګ له شاه شجاع وغواړي  او د انګریز کمپاني پریکړه وکړي ، شاه شجاع به ټاکل شوي پیسې تحویلوي .

شپاړسمه ماده :
د سند سیمي د سند په آمیرانو پوري اړه لري . شاه شجاع او د هغه کورنۍ هیڅ وخت ددې سیمو ادعا نه کوي . د سند آمیران په کال کي شاه شجاع ته درې میلیونه روپۍ ور کوي . شاه شجاع ددې پیسو نیمایي مهار اجا ته ور کوي . د سند د آمیرانو له خوا ددې پیسو د ورکولو پریکړه به د انګریز د کمپاني له خوا پر خپل وخت وشي . د سند د آمیرانو سره د مهاراجا د پخوانۍ معاهده لغوه کیږي . د مهاراجا او د سند د آمیرانو تر مینځ نوري اړیکي پر خپل ځای پاتي کیږي .

اولسمه ماده :
کوم وخت چي شاه شجاع کابل او کندهار فتح کي ،هیڅ وخت به د خپل ورور د زوی چي د هرات حاکم دی ، په کارونو کي مداخله او یا پر هغه تعرض ونه کړي .

اتلسمه ماده :
شاه شجاع او د سدوزایي ټوله کورنۍ به د انګریز د کمپاني او مهاراجا رنجیت سنګ له اجازې پرته د نورو پاچاهانو سره هیڅ ډول معاملې نه کوي . هر وخت که بهرني پاچاهان د انګریز د کمپاني او مهاراجا رنجیت سنګ پر وړاندي د افغانستان د خاوري له لاري لښکر کښي کوي ، شاه شجاع ژمنه کوي چي د خپلو ځواکونو په وسیله یې مخ ونیسي . د انګریز کمپاني ، مهاراجا او شاه شجاع په پوره خوښي او رضایت دا معاهده لاسلیک او د هغي د عملي کېدو ژمنه کوي .
لاهور ، ۲۶ جون ۱۷۳۸

د مکناټن ، رنجیت سنګ او شاه شجاع لاسلیکونه .


د معاهدې تر لاسلیک کېدو وروسته د انګریز حکومت له شاه شجاع وغوښتل چي

شهزاده محمد تیمور دې د مهاراجا له ځواکونو سره پاتي شي . مهاراجا به هغه ته زیات احترام وکړي . انګریزي صاحب منصبان به د محمد تیمور سره  په ګډه د خیبر له لاري پر کابل برید وکړي .

پای

 

سر چینه :  د افغانستان سیاسي تاریخ  - تالیف سید مهدي – لمړی چاپ ۱۳۱۴ – دوهم چاپ ۱۳۷۱

 

 

Kommentare

Diskussion geschlossen
  • الحاج استاذ بیانزی (Dienstag, 04. März 2014 01:17)

    همدغه حال خو اوس د حامد کرزی هم دی ، زمونږ د ملک مجاهدینو ته مخالفین ، دشمنان او دهشت ګر ویل کیږی او د دی ملک اصلی دشمنانو ته ( چه هغه اخوانیان ، کمونستان ، نشنلستان او سکولریستان دی ) دوستان ویل
    کیږی او خارچی یرغلګر او اشغلګر خو باداران ،( مونږ ته حرام او حلال ټاکی ) چه څه وکړو او څه ونه کړو ، د اشرف غنی ، وردګ ، هلال ، عبدلله سیاف او داسی نورو نوماندانو په شان خلک زمونږ د ریاست د پاره
    موماند او بیا ریسان اووزیران جوړیږی دا هماغه د شاه شجاع او ببرک کارمل دوره ده

  • abdul ali durrani (Mittwoch, 19. März 2014 12:27)

    da akhiri tarekh chi 1738 likal sawe eshteba da.

  • احمدالله رحماني (Mittwoch, 19. März 2014 13:18)

    ښاغلی دراني صیب سلامونه وړاندي کوم ، له کمینټ نه مننه ، زه به دا تاریځ یو ځل بیا وګورم او د اړتیا په صورت کي به یې اصلاح کړم .

  • هلال احمد (Montag, 26. Mai 2014 09:25)

    لوستونکو ته سلامونه وړاندی کوم

    نه پوهیږم چی بیانزئ صیب څوک غواړی؟ دا د هر افغان مخالفت کوی که مراد یی یوازی ملا عمر وی خو فکر نه کوم چی هغه بیا حکومت وکولای شی ځکه هغه هم خپل اصلی ماهیت ونشو ساتلای او د جهاد په هلکه باید ووایم چی
    ددی افتخار ګټونکی یوازی د افغانستان ملت او ځوریدلی ولس دی ځکه دوی قربانیانی ورکړی او اوس د دوی ددی افتخاراتو څخه نوماندان په خاصه توګه عبدالله عبدالله ګټه پورته کوی او همدا وایی چی جهاد مو کړیدی.
    هیله ده خپل نظر لږ پراخ کړی او افغان شموله پریکړه وکړی، یوازی یو لوری به هیڅکله هم ونه توانیږی چی پر افغانانو حکومت وکړی دا ځکه چی افغانستان له ګڼو قومونو جوړ دی او مونږ باید دا کوشش وکړو چی ددی
    قومونو ترمنځ یووالی لپاره لاره هواره کړو نه د نفاق او د یوی ډلی په پیروی ولګیږو. زه په دی عقیده یم چی که کوم سیاسی شخص تیروتنه کوی نو هغه باید په ګوته شی ترڅو بیاتکرار نشی خو ټول افغانان کولای شی د
    خپل هیواد په سرنوشت کی برخه واخلی او هغه څوک وټاکی چی دا هیواد چی فعلا په صفر کی تقرب کړیدی له خاوری وباسی. اصلاحات هر وخت کی کیږی که نظام د اسلام خلاف کوم عمل ولری نو ټول وګړی کولای شی چی خپل اعتراض
    وکړی او بالآخره حکومت او چاروکای په هغه ماده کی تعدیل راولی یا یی بدل را بدل کړی او اسلام د اصولو مطابق د مدنی قانون ماده برابره کړی

  • صفي الله (Samstag, 14. März 2015 06:54)

    السلام
    من در رابطه به كتابهاميخواهم بنويسم اينكه اين كتابها بايدبه دست ما قرار بكيرد تاما ازآن استفاده نمايم

د نا مطلوبو کمینټونو ورکولو له کبله د کمینټ ځای بند دی