13.05.2014

د کتاب مینه والو ته زیری :

د محمد ګل نوري «ملي هنداره« په انګریزي ژباړه له چاپه راووتئ

د هيواد د پېژندل سوي فولکلوريسټ، شاعر او ليکوال استاد محمد ګل نوري د نکلو او افسانو کتاب»ملي هنداره« په انګریزي ژبه ژباړه شو . دا کتاب چي د » ډاویډ پات« له خوا ژباړه شوی او د »محمود مرهون« له خوا ټولني ته معرفي شوی ، په درې ټوکه کي په ښه ادبي انګریزي لیکل شوی او په اعلی صحافت له چاپه راوتلی دی . د کتاب بیه ۵۰۰ افغاني ټاکل شوې او سمهال د کابل په ټولو کتاب پلورنځیو کي لاس ته راوړل کیږي . په نژدي راتلونکي کي به د هیواد په نورو ولایتونو کي هم بازار ته وړاندي شي .

د ملي هنداري اصلي متن د محمد ګل نوري له خوا په کندهارۍ مروجه پښتو په دریو ټوکو کي چاپ شوی وو ، چي لمړی ټوک یې په کال ۱۳۱۸ کي ، دوهم ټوک یې په کال ۱۳۲۵ کي او دریم ټوک یې په کال ۱۳۵۲ کي په کندهار کي چاپ شول .

په ملي هنداره کي جمله ۲۶ نکلونه ځای شوي وه چي مشهور یې دادي :

فتح خان بړيڅي، ښادۍ اوبيبو، مرد او نامرد، زبزبانه ښاپېرۍ، مومن خان او شيرينو، جلادخان اوشمايلې، موسي خان اوګلمکۍ ،طالبجان اوگل بشره، ظريف خان اومابۍ، خشکيار اوشاترينه، قطب خان اونازو، دلي اوشهو، آدم خان او درخانۍ.

26.01.2014

فردوسي شاهنامه -  پښتومنثوره ژباړه تازه چاپ سوه
عبدالرشید هاوند

ګران لوستونکي به دحکیم ابوالقاسم فردوسي نوم چه دغزنوي سلطان محمود ددربارمشهوره عالم ادیب اوشاعرؤ اوریدلی وي نوموړي دفارسي دري ژبي یوپرتمین منظوم اثرچه په کلتوري ادبي اوتاریخي لحاظ زیاد اهمیت لري دشاهنامي پنامه ولیکئ چه د«فردوسي دشاهنامي» پنامه یی زیاد شهرت پیداکئ .

فردوسي پداسي وخت اوحالاتوکي ژوندکاوه چه عربود خپلي سلطي ددوران کلتوري تأثیرات مسلطه پري ایښي وه ، په هغه وخت کي دا دود ووچه لیکوالانواوشاعرانوبه خپل آثارپه عربي اویاداسي یوه ملي ژبه لیکل چه کلمات اولغات به یی اکثره عربي وه . ولې دهیواد پوهانولیکوالانواو شاعرانوحتی حکمرانانودخپلواکۍ غوښتني دروحیي په اثرددي وضعي څه ډیر تکلیف اورنج وړئ اوپدي فکرکي وه چه څنګه خپله ژبه دپردیوله رواج اوتأثیراتوڅخه آزاده کړي؟ په همدې دلیل یی ودربارونوته مخه کړه چه هم دحاکمانواوامراؤتوجه ودغه ملي وجیبي ته راوګرزوي اوهم دخپل شخصي ژوندانه دستونزودپاره مرستي وځانونوته را جلب کړي .

فردوسي هم ددي مفکوري په پیروي لمړی ددرباره سره دشاهنامي په لیکلوکي مشوره وکړه اودهغوی دتاییداوتشویق وعده یی حاصله کړه بیایی دشاهنامي په لیکلودیرش کاله دستونزوډک زحمت وګالۍ ترڅو د پنځوسو زروبیتونوڅخه زیاددغه پرتمین اثرتخلیق کړ .

فردوسي دآریایانود زرو کلوپخوا فولکلوریکي حماسې کیسې اونکلونه راټول کړه او په یوه سچه خوندورفارسي دري شعرباندي یی واړول چه نن موږهمدغه شاهکاراثر دفردوسي دشاهنامي پنامه پیژنو .

دفردوسي شاهنامه دژبنیزاهمیت لرویه دنړۍ په مهموژبوژباړل سویده ولي موږیی په پښتوژبه کي ژباړه نه درلودل اوداځکه چه زموږاکثره لوستي پښتانه دااثردځان اوخپل هیوادنه باله داڅه چه حتی ویلوته یی لازړه نه ښه کاوه .

دپښتنودخبرتیادپاره په پښتوژبه دشاهنامي ژباړل ځکه ضروري وه چه هغوی باید دااثردخپل هیواد کلتوري میراث وګڼي اودخپل تیرتاریخ دویاړونواودکلتوري یرغلګرودشوموعزایموڅخه باخبره واوسي .

ډاکټرصالح محمدزیری زموږدهیوادوتلئ اوژمن لیکوال داپرتمین اثردمحبوبي کاشاني دمنثوري شاهنامي څخه چه په ۱۳۸۲ش کال یی له نظم څخه نثرته اړولي وه په پښتووژباړل او اوس همداپښتوشاهنامه په ۶۳۳ صفحوکي په ښه صحافت سره چاپ سویده . دکتاب په آخره کي دډاکټرصاحب لنډه پیژندنه دده دعکس اوچاپ سووآثارودلست سره یوځای راغلي دي .

ډاکټرصاحب دفردوسي دشاهنامي همدغه پښتوژباړه وخپلي مور، خپلو شهیدومیرمني لوراوزوی اودهیوادټولوشهیدانوپه عنوان اهداء کړیده . محترم مطیع الله روهیال دکندهاروتلی صحاف اولیکوال یی کمپیوټري کمپوزاوډیزاین ترسره کړی اودعلامه رشادبابا دخپرندویه ټولني دمشرپه حیث یی یادداښت هم پرلیکلی دی . داژباړه دعنوانونویواوږدفهرست لري چه ترهغه وروسته ډاکټرصاحب دیوي مفصلي څړنیزي سریزي په وسیله شاهنامه معرفي کړیده اودکلتوري یرغلګروهغه دلایل اومنطق یی بابیزه بللي دي چه دکلونوپه هاخوایی ددي اثرد لوټوني دپاره ویلي اولیکلي وه . زه تاسو ددغه پرتمین اثروویلوته رابولم ترڅوپدي برخه کي ستاسوعلمي تنده ماته سي . چه البته نوموړی کتاب به تاسوپه نژدي ورځوکي ممکن دکندهاردکتابفروشیو له لاري په لاس راوړئ .
پای 

د کتاب نوم : ويښ زلمیان
د کتاب لیکونکی : محمد علم بڅرکئ
ژبه : د کندهار مروجه پښتو

دا کتاب د افغانستان د لمړنی سیاسی خوځښت دويښ زلمیانو په نامه او د هغه تاريخ بیانوی . ښاغلی محمد علم بڅرکئ چی پخپله ددی خوځښت غړی وو ، خپل يادداښتونه ، د ويښ زلمیانو فعالیتونه ، د هغوی مشکلات د سلطنتی رژیم سره او د ويښ زلمیانو د بند یګری دوری پیادوی . 

 پدی تاریخی کتاب کښی د کندهاردويښ زلمیانو نومونه یاد شوی دی .
 »ټول افغانستان«

رياض الصالحين
د اسلام د ارشاداتو، هداياتو او معجزاتو مجموعه

د کتاب ليکونکی : امام ابو ذکريا یحی
ژباړونکی : استاد الحاج عبدالاحد عارض کندهاری
ژبه : پښتو کندهاری مروجه لهجه

دا کتاب د اسلام د ارشاداتو ، هداياتو او معجزاتو يوه مجموعه ده چه تر قرآن عظيم الشان را وروسته
د اسلام په تيره بيا د اهل سنت او جماعت د نامتو کتابونو په قطار کی لکه بخاری شریف راځی .
دا کتاب په دريو جلدو کی ليکل شويدی او د اسلام په ارشاداتو کی داسی پوښتنه نه پاته کيږی چی
رياض الصالحين دی دهغه جواب و نلری.
»ټول افغانستان«

مثلث بي عيب
اردو وسياست در سه دههُ اخير افغانستان
 

نوسنده :شاه محمود حصين
لسان : دری لهجه مروجه افغانستان
 

اين کتاب محتوی واقعات سياسی است که در سه دهه اخير در افغانستان رخ داده است .
نوسندهُ اين کتاب اشاره به نکته های کرده است که تا امروز به ٌورت علنی افشاه نشده است .

»ټول افغانستان«

 

دکتاب علاقه مندانو ته زيرئ :

هغه کتاب چه علاقه مندان يی له زیاته وخته په انتظار وه له چاپه راووت . د کتاب نوم دې:

برګی چند از نهفته های تاريخی افغانستان

نوسنده : خالد صد يق چرخی
لسان : دری مروجهُ افغانستان

اين کتاب که در دو جلد پخش گرديده است محتوی واقهات و راز های مهم تاريخی افغانستان ميباشد که تا بحال راجع به انها صحبت نه شده است . خواندن اين کتاب برای هر افغان يک امر حتمی است .

»ټول افغانستان«
 

 د احمد رشيد نوی کتاب په امريکا کی له چاپه راووت:

د پاکستان مشهور ورځپاڼه ليکونکی او ليکوال »احمد رشيد« خپل نوی کتاب چه نوم يی دي

پاکستان د پاڼ پر غاړه: د امريکا ، افغانستان او پاکستان راتلونی

په دغه اونئ کی په امريکا کی له چاپه راووت او مطبوعاتو ته معرفی شو . احمد رشيد په خپل نوی کتاب کی ليکی چه پاکستان د ګډوډئ او انارشی په لور روان دی . دی په خپل کتاب کی پاکستان او امريکا ته وړانديزونه کوی چه خپل اړيکی ښه کړی او دا هم وايی چه د افغانستان نه د امريکا د و تلو لپاره د طالبانو سره د سولی خبری مهمی دی . احمد رشيد ليکی چه د پاکستان حالت خراب دئ او شاید نورهم پسی خراب شی تر څو له منځه ولاړ شی . د دی حالت پړه به د اسلام اباد او واشنګټن پر واکدارانو واچول شی .

احمد رشيد وايی د پاکستان د مشکلاتو اصلی دليل دادی چه دغه هيواد دامريکا و مرستو ته اړ تيا لری ، په پاکستان کی دننه سياست يی روښانه ندی ، حکومت پر پوج کنترول نه لری او خپله خاوره يی له پاکستانی طالبانو نه نده خوندی کړی . دئ وايی داسی ښکاری چه پاکستان به د يوه ناکامه هيواد په توګه ثابت او له منځه ولاړ شی. احمد رشيد وايی هغو وختی اوس تللی دی چه پاکستان به هر څه کول امريکا به منل . اوس د امريکا او پاکستان تر منځ بی باوری پیدا شویده چه دا به د پاکسان په محوه کولو تمام شی . 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 Afghanistan,tolafghanistan,Tolafghanistan, Tol Afghanistan, Poetry, afghanische, Gedichte, afghanische Bücher, afghan books, afghan Articles, afghanische Briefe, Krieg, Karsai, Karzai, Amerika, ISAF,Isaf,Nachrichten, Anschlag, Mazar,Mazar-i-Sharif, Kandahar, Kabul, Helmand, Drandlinie, Durand, Erzählungen, Tagesnachrichten, Rahmani, Ahmad Rashid

Ahmadullah, Ahmadullah Rahmani, Taloqan, Kunduz, Deutsche, Deutsche in Afghanistan, Amerikar, Bundeswehr, Bundeswehr in Afghanistan