عباد الله سالار زی   
Ebadullah Salarzai 

غزلونو ماښام

د غفلت له خوبه پاڅئ اې زلمیو

د پښتو ننګ توره راوخلئ اې زلمیو

 

پرنګی بچي بیا کړي ګواښونه مونږ ته

احمدشاه توره تیره کړی اې زلمیو

 

او غلیم ته سره یو شی لرو او برو

د افغان په ننګ ملاتړی شی زلمیو

 

استقلال بیرغ دی لاندي یو جرکه شی

ورته جوړي زولنې شی اې زلیمو

 

پښتون غلامي ده چاه منلې نده

زړو خوبونو ته تعبير شی اې زلمیو

 

سالاره ځان د حق لاري سالار کړه

ملالئ به بیا ټپه کړی اې زلمیو

13.01.2013

 عبادالله سالارزی