احمدالله رحمانی - المان 
Ahmadullah Rahmani - Germany

يا ژوندی شه يا په ګور

ځان ځانی خپلواک د ځان کړه             يا بلند نوم د افغان کړه
خپل ځان دی سم دسیال په شان کړه     ته دی دا خپل وطن ودان کړه
يا دی دا خپل اختیا رد ځان کړه             يا ليونی ځان سرګردان کړه
ځان ګلستان کښی نمايان کړه             يا جوړ پخپله ګلستان کړه
 يا ځان دی ګل کړه يا شه سر تر پایه اور
   يا ژوندی شه يا په ګور

ځه خپل وطن ته دی ګلزار شه           يا و دښمن ته سور انګار شه
يا دی د ژوند په کاروبار شه             يا د عاشق غوندی بيمار شه
يا د غريب په حال افګار شه            يا غريب غوندی مزدور کار شه
شه زده کونکی طلب ګار شه             يا علم زده کړه آموزګار شه
يا حرکت کړه یا را پريږده کلی کور
يا ژوندی شه يا په ګور

بي ننګه مه شه ځان د ننګ کړه           دښمن په خپلو وينو رنګ کړه
نوي ساز نوی آهنګ کړه                  ځان دی په مثل د يو سنګ کړه
دا لوی آسمان په ځان دی ړنګ کړه       يا دا محيط دی په بل رنګ کړه
يا د جرس غوندی يو زنګ کړه           روبا مشه ځان پلنګ کړه
     ای »رحمانی« يا ددښمن سر کړه نسکور    
   يا ژوندی ښه يا په ګور

اور

ای د بهار ولولو وطن مو اخیستی اور
ګل ، چمن او ګلشن مو اخيستی اور

ای ربه د رحم له اوريځی نه رحمت وکړه
چه لاله ،صنوبر او یاسمن مو اخیستی اور

نشته ارام افغان لره پر دی فانی دهر
د ظلم او استبداد نه لمن مو اخيستی اور

راحت به کله وی ددی اور له شعلو نه
د یتیمانو په نارو چمن مو اخيستی اور

د نفرت پنجی ولویدی ګريوان ته د ناموس
سر تر پایه برهنه د مور لمن مو اخيستی اور

هر چا په خپل نوبت ناموس کړ را بد نام  
ګل او ګلزار څه چه د خور لړمن مو اخيستی اور

دنیا تاریکه دافغان که څه هم لمر ځلیږی
پوښتنه مه کړه د ژړا ځکه مسکن مو اخيستی اور

په هرات او بدخشان په کابل او کندهار
مړی پراته دی کبر کن مو اخیستی اور

هراس می ډیر دی د شپی له تاريکو نه
د پردو په غوبل تخت او لګن مو اخيستی اور

نه زما له و طنه نه د خاوری زيږیدلی
دغضب د قوم له لاسه ميهن مو اخيستی اور

راځینی وايی خیست کور نفس او ژوند
مینه د پلار او د مور لمن مو اخيستی اور

په تبر يی کړی څيری سينی د شاه مردانو
خوندی بربنډی جامو پر تن مو اخیستی اور

زما د شعر وشريعت او فلسفی وطن نه
پاته جهل جهالت سو چه مخزن مو اخيستی اور

علم او ادب کالی کړه ټول ورک له وطنه
وخت د فلاکت کوراو کوشکن مو اخيستی اور

وايی ګرځه پردیار د بيګانوو نا اُمیده
په کتل د ناروا چشم دیدن مو اخیستی اور

دا عزت حريم په دی ځای کی سوځيږی
ولی به نه ژاړم اسمانه دا چمن مو اخيستی اور

فايدی نکړی زما ناری او ژړا ګانی
دین او آئین حق ګرفتن مو اخيستی اور

وطن يی مور ده خرڅه کړی په ډالرو
کالونی د احمد شاه تاريخ کهن مو اخيستی اور

د پلار سينه سوه څیری د خپل زوی په توپکونو
دريغ يی نکړه ګذارونه چال چلن مو اخیستی اور

په ظاهره خدمتونه په باطن بټواره غواړی
نه ميرويس نه احمد شاه شته چی وطن مو اخيستی اور

چپ سه چپ سه رحمانی بس کړه ناورین
د افغان مینه ده ورانه عقلمن مو اخيستی اور

پای
 

Ahmadullah Rahmani, Rahmani, Rahmani Germany