سيد عبدالوهاب المان
Said Abdul Wahab - Germany

 

ګران وطن

ګرانه وطنه زه دي وینم --- چي ته ډیر یې ځورېدلی
ټول بدن دي زخمي سوی --- په سرو وینو لمبېدلی
په حسرت پروت یې بېواکه --- ټول وجود یې در سوځلی
هم هستي دي ټول لمبه سوه --- په افسوس یې ژړېدلی

نه پوهېږم چي دا ولي
پر تا جوړ هسي محشر دی
اولادونه دي تا لا سوه
ټوک ټوک پروت حال دي ابتر دی

زما وطنه زه یې وینم --- پر هارونه ستا زخمونه
چارچاپېر لمبې دي پورته --- هري خوا اوري بمونه
یې بېواک غمخور دي نسته --- پر غمجن زړه دي داغونه
همت نسته ستا اولاد کي --- چي دي ورک کړي عذابونه

که تاجک که پښتانه دي
که ازبک که هزاره دي
ستا جوړښت تي فکر نسته
دوی یو بل سره رښنه دي

زار حالت د ماشومانو --- هم د ښځو حال خراب دی
که زاړه دي که واړه دي --- ژوند یې ټول په اضطراب دی
د کمک امید یې نسته --- ډیر مایوسه په عذاب دي
بد بختي د افغان ګوره --- په سره اور کي دی کباب دی

په کمپو کي زیږېدلي
په کمپو کي را لوی سوي
نوی نسل د افغان دی
دوی په اور کي کړېدلي

انصاف ټول دی کوچېدلی --- نه قاضي نه عدالت سته
انسانان سول ادم خوره --- نې احساس نې اخوت سته
دوی د بل په وینه پایي --- نه بشر بشریت سته
دا بېوزلي تر پښو لاندي --- نه یې زور نه یې قدرت سته

عقل کوچ کړی دی تللی
مرور دی له انسانه
شخصي ګټو ته ټول غله دي
اجتماع ده ټوله ورانه

څوک زخمي څوک دی ناجوړه --- څوک خپل مړیي باندي ژاړي
د چا وږي ماشومان دي --- څوک به دوی ته کمک راوړي
څوک دښمن ته مقابل دي --- د راکټو باندي واري
د چا لاس اوږد سو پردو ته --- په کاسه څه خیرات غواړي

ولي ولي داسي وسوه
څه ګناه څه مو خطا ده
سا راکښلې ټوله مړه یو
نازل سوې څه بلا ده

هغه بل طرف ته ګوره --- لاس په غیږ دوه ماشومان دي
مور او پلار یې ور وژلي --- څوک یې نسته یتیمان دي
آینده ده تاریکه --- نا دمعلومي ته روان دي
د محشر ورځ خپره سوې --- و حشتونه د انسان دي

د معصوم ژوند تباهي ده
د قدرت په خرخښو کي
د بېوزلو کور خراب دی
د فرعون په دامو کي

باران اوري د بمونو --- پر هیواد باندي لمبه سوه
ځيني بعضي انسانان زموږ --- د پردو د لاري مله سوه
ډیر خوشحاله په خندا سول --- چي د ورور ماشومان مړه سوه
د قدرت و رسېدو ته --- دوی پستي ته اماده سوه

اې پاک ربه نه پوهېږم
ولي بعضي انسانان ستا
بې غیرته بې همته
 پیدا سوي پر جهان ستا

زموږ وطن ها جګ جګ غرونه --- چي په واورو ښایسته وه
شنې بېدیاوي او دښتونه --- چي غاټول په ګلو سره وه
غاړي غاړي مست رودونه --- د باډاسکو سره مله وه
شنې جلګې ښایسته باغونه --- طبیعت ښه ننداره وه

هغه ټوله اوس تباه سول
نه ځلاند ستوري اسمان شین
خاوري، دوړي تور دودان دي
نه وړانګې د لمر سبا سپین

افغانانو ته حیران یم --- چي تر څو به لاویده وي
یو د بله یې وژنه --- د پردو رېزه خواران وي
ګټي نسته خپل اولاد ته --- مګر نورو سره مله وي
د وطن و خرابئ ته --- دوی په مثل د وینه وي

افغاني همت یې نسته
غلامي ځینځیر په غاړه
سر نوشته مو بل راټاکي
پښتونواله مو ويجاړه

 

سید عبدالوهاب – المان
20.05.2013

بیرته شاته