عبدالخالق مالجاتی - استراليا 
Abdul Khaleq Malejati - Australia

دنیا

له دی دنیا نه څوک په ډیرو صفتو ځی
څوک بي ننګه وی په نام د سپومزو ځی

يو خيانت کار وی په دښمن باندی وطن خرڅوی
بل په وطن کی ځان شهيد په جنتو ځی

يو عيسوی وی عبادت په کليسا کښی کوی
او بل مسلم وی تل مدام په مسجدو ځی

يو وی بخیل سر مايه داره هيڅ ذکات نلری
د بل سخا ته ډیر مخلوق په نندارو ځی

يو رشوت خور وی غريبانو باندی ظلم کوی
بل حق طلب وی هميشه په جنګیدو ځی

ځوک د ګنګی په شان په هيڅ ژبه خبری کوی
او بل شاعر وی له دنیا نه په شعرو ځی

یو ښه بد بولی بل بدو ته ښه ګوری
څوک عادل وی تل يی نوم په تاريخو ځی

څوک پر تخت د پاچاهی کښينی عيشونه کوی
او چا کچکول په غاړه کړی په کورو ځی

یو زاهدی او تقوادار وی خلوتونه غواړی
بل ريا کار شی سودخوری ته په ښارو ځی

څوک ځان عاشق کړی هميشه د معشوق زلفی ستايی
بل خرابات د رقاصی په مجلسو ځی

څوک وی د چرګ په شان شب کوره حرکت نلری
بل د سپوږمی په لور ختل په اسمانو ځی

په دی دنیا کښی ډیر مخلوق رقم رقم شته
هر يو ځانته په مخصوصو ارادو ځی

که يهمود وی او که ګبر یا مسلم
ټول مسئول د خپل عمل په انديښنو ځی

خالقه وکړه هرعمل چی دی رضأ وی
ځکه»کرل هغه ريبل« په متلو ځی
 

Abdul Khalea, Malejati, Malejati Australien, Australia