01.02.2014
 پښتانه سیدان در پېژنو
ډاکټر لطیف یاد
زموږ په ګران هېواد افغا نستان کې دبېلا بېلو قو مونو تر مينځ سيدان هم استو ګنه لري او هيڅ يو داسې کلی،بانډه او سېمه به نه وي چې هلته څو کوره سيدان پکې نه وي ٠ دغه سيدان دافغا نستان په بېلا بېلو سيمو کې په بېلا بېلو نو مو نو سره يا ديږي ٠ دبېلګې په تو ګه دافغا نستان په ختيزو ولا يتو نو ننګرهار، کونړ او لغمان کې دپا چا يانو او يا پا چا صا حبا نو او د سيدانو يا ساداتو په نا مه يا ديږي٠ په ځينو ځا يو نو کې ورته آغا صا حب او په شمالي وزیرستان او د افغا نستان دخوست په ولايت کې ورته سيدګي وايي٠ په پښتونخواکې يې بادشاه يا بادشاه صاحب بولي٠ (١)
په عمو مي تو ګه دافغا نستان په هره سېمه او په تېره بيا دپښتنو په سيمو کې دغه سيدانو ته خلک ډېر درناوی کوي، ځکه چې داسلام دستر پيغمبر محمد(ص) دلور بي بي فا طمې( رض) او دحضرت علي کرم الله وجهه او لاده ګڼل کيږي٠ پښتانه دوی پير خانه بو لي او ډېر درناوی او عزت يې کوي ٠ همداراز که څوک ناروغه شي نو ددم دعا او تعو يذونو لپاره سيدانو ته ورځي او هغه پښتانه چې دکوم سيد تر تعويذونولاندې وي نو دکند هار په اصطلاح هغوی ته دروږيان وايي او ددوی نه څا ښتونه او خوردې هم اخلي٠ په پښتني سیمو کې د دغو سيدانو يا پا چايانو سره پښتنو خپلوۍ او خيښۍ کړي دي یو بل ته یې لوڼې او خویندې ناستې دي او دوی دپښتنو سره داسې نږدې ا ړيکي لري او داسې سره اخښل شوي دي چې ګواکې هيڅ پښتون هم دوی له ځانه جلا نه ګڼي ٠ ددغو سيدانو نه پښتانه تل دخپل منځي شخړو او لا نجو په اوارولو کې مرسته غواړي او هره فيصله چې دوی وکړي نو دواړو غاړو ته دمنلو وړوي٠
تاريخ حيات افغاني چې له نن نه ١٤
۶ کلو نه وړاندې ليکل شوی د سيدا نو په اړ وند داسې ليکي :
" دبني ها شمي قر يشو نه دحضرت امام حسن(رض) او حضرت امام حسين (رض) او لادې ته چې دپيغمبر(ص) لمسيان ول سيدان ويل کيږي٠ دافغا نستان هيڅ يو لوی کلی نشته چې يو يادوه کوره سادات یا سیدان دې پکې نه وي٠ په افغانستان کې سيدانو ته د خپل معمول نوم نه پر ته خواجه ،سيد،ميا، آغا، پا چا، صاحب، صاحبزاده او مير هم وايي او ورته زيات درناوی کوي (٢)٠"
په افغا نستان کې دپښتنو سيدانو داستو ګنې سيمې :
١- دکونړ ولايت دپشد دسيمې سيدان : دغه سيدان ډېر مشهور او خلک ورته ډېر درناوی لري او خلک دوی معتبره سیدان ګڼي ٠
٢- دننګر هار ولايت دروداتو دو لسوالۍ دمزينې دسيمې پاچايان٠
٣-دننګر هار ولايت دسره رود دولسوالۍ دسيدانوکلی٠
٤-دننګر هار ولايت دخوږيا ڼيو دسيمې پا چايان٠
٥- دلغمان ولايت دعزيزخان کڅ او دتير ګړيو دکلي پاچايان٠
٦-دکا پيسا ولايت دتګاب دولسوالۍ سيدان چې دتګاب مياګل جان آغا هم دهمدې سيدانو نه و٠
٧-دپکتيا دولايت سيدان چې په ګرديز او زرمت کې اوسي٠ دستر سيد شيخ شاه محمد روحاني مزار هم په زرمت کې دی چې ډېر ارادتمندان لري٠
٩- دخوست ولايت سيدان چې دوی ورته په خپله لهجه کې سيد ګي وايي اودخوست په ډبکي کې استو ګنه لري٠
١٠- دپکتيکا ولايت دارګون دبر مل دسيمې سيدان٠
١١-دميدان او وردګو ولايت سيدان ٠
١٢- دکابل ولايت دده سبزولسوالۍ دپايمنار پاچايان چې دپايمنارد پا چا صاحب زيارت هم هلته دی٠ همداراز دکابل په لويدېز کې دکلای قا ضي په سېمه کې دشاه آغا زيارت هم ډېر مشهور دی چې ډېر شمېر خلک يې زيارت ته ورځي٠
١٣-دلوګر ولايت دمحمد آغې، څرخ او کلنګار دسيمې سيدان٠
١٤-دبغلان ولايت سيدان٠
١٥- دکندز ولايت سيدان٠
١٦-دبلخ ولايت سيدان
١٧-دپروان ولايت دهوفيان شريف سيدان چې سيد جان آغا پکې مشهور شخصيت تېر شوی دی ٠
١٨-دغزني ولايت سيدان.چې زياتره يې په واغز کې استو ګنه لري٠
١٩-دزابل ولايت سيدان٠
٢٠-دارزګان ولايت سيدان٠
٢١- دکندهار ولايت سيدان:
دکندهار په ولايت کې دپښين سيدان ډير مشهور دي ٠ په کند هار کې سیدان دارغنداب، پنجوائې،شاه ولیکوټ ، میوند ، ډنډ ، معروف ، ارغستان او ښوراوک په ولسواليو او دکند هار دښار په مر کز کې میشته دي چي په ارغنداب کي يې ځانګړې سيمې دسیدانو کلاچه ، صوف ،ده ماسوس او دارغنداب دسیدانو لنګر دی ددې ترڅنګ په کندهار ښار کې د سیدانوپه نوم کوڅې هم لري ٠که څه هم دکندهار د ده ماسوس سیدان ،خلک له آره صاحبزاده خېل بولي خو اوس په سیدانوسره ياديږي٠.
دکندهاردسیدانو ځینې مشهورې کورنۍ په لاندي ډول دي :
١-په کندهار کې د نومیالي غازي شاه اشرف اغا کورنۍ : سیدشاه اشرف آغا دافغانستان دخپلواکۍ هغه نومیالی دی چې کله غازي امان الله خان دسقاوي اړودوړ په ترڅ کې کندهار ته راغی نودغه نومیالي اوباتدبیره پښتون سید يې ملا وروتړله او دشاه امان الله بیرغ يې پورته کړ او ترغزني پوري د ټولو سیمو په نيولو کې يې دشاه امان الله خان مر سته وکړه٠
٢-د کندهار دپنجوائې دسیدمحمد آغا کورنۍ چې په پنجوایې او شاوخوا سیمو کې يوه نو ميالۍ کو رنۍ ده اوددغې کورنۍ زياتره غړي اوس هم په کندهار او پنجوايي کې میشته دي ٠
٣- دشاه ولیکوټ د ژوندي شاه آغا کورنۍ چې په کندهار اوشا او خوا سيموکې خاص ارادتمندان لري ٠
٤-دروسانو په وړاندې دکندهار ملي مبارز ارواښاد حمیدآغا کورنۍ ٠
۵-دکندهار دسیدعظیم آغا کورنۍ چې دښار په څلورمه ناحیه کې يې اوس هم یوه غټه کلاچه شته چې اوس دنیک محمداغا په کلاچې سره يا ديږي٠ ددغه سیدعظیم آغا یو زوی سید محمد نسیم آغا دجنوبي زون تنظيمه رئیس و ٠
۶-دکندهار داوسني قومي مخورسپين ږیري سید عبدالظاهرآغا کورنۍ چې په ډيرو جرګو کې يې دکند هار دخلکو استازیتوب کړی دی ددې کورنۍ زیات شمیر کسان اوس په جنوبي پښتونخوا کوئيټه کې میشته دي .
۷-دکندهار دارغنداب دحسام الدین جان آغا علمي او سیاسي کورنۍ چې په سیمه کې دپوره شهرت نه برخمنه ده٠ ددغه حسام الدین جان آغا زوم محمد سرورخان دکند هار نا ئب الحکو مه و٠
۸-دکندهار د مشهور روحاني شخصيت سیدعبدالرحمن شاه آغا کورنۍ چې په کندهار کې دخاص درناوي نه برخمنه ده٠ ویل کیږي چې د سیدعبدالرحمان شاه آغا غورنیکه سیدآدم آغاد پښین د عمرزي سیدانو نه و چې وروسته دملي قائد او مشر اعليحضرت احمدشاه بابا په وخت کي په کندهار کې میشت شوی و او دهغه زوی سیدغلام جان آغا دکندهار یو دلویو قومي مشرانو نه و او دهغه زوی سیدعبدالروف آغا د کندهار دسیدانو مشر او خان پاتې شوي و . دسیدعبدالروف آغا زوی سید عبدالرحمن شاه آغا چې دکندهارد لو يوروحاني شخصیتونو نه واونوموړی لومړی کس و چې په کندهار کي يې یو عام میلمستون ، ګلبڼ، دحیوانانو یو ژوبڼ ااو په لومړي ځل یو شخصي میوزیم جوړ کړی و٠ ویل کیږي چې نوموړی ډیر سخي سړی و او دقادریه طريقې پیرو هم و٠ دکندهارمشهور روحاني شخصیت ارواښاد پیرمرچ آغا دده د ارادتمندانونه و اواعليحضرت محمدظاهرشاه دهغه ژوبڼ او میلمستون ته دسیل لپاره راته . دده کوټۍ اوس هم دسید عبدالرحمن شاه آغا په نامه د کندهار په نوي ښار کې موجوده ده او دې ته ورته یوه لویه کوټۍ يې دکندهار په دهیمراسي کې هم شته ٠ددوی اصلي ځای په کندهار کې د بامیزو کوڅه ده چې دبابیانو دکلاپه استقامت يې یو لوی احمدشاهي سرای اوس هم هلته دده په نامه شته٠
۹-د ده خواجه دسیدقدوس آغا علم پالونکې کورنۍ چي دکندهار دکاروان او منار کوڅو په مينځ کې میشته ده .
۱۰-دارغنداب دلنګر دسیدانو کورنۍ چې په سیمه کې د سیدانو یو دلوی نفوذ لرونکي کورنیو نه ده ، دلنګر سیدان چې عام کندهاریان ورته ځانګړی درناوی لري د کندهار په ارغنداب ، میوند او کندهار ښار کې میشته دي .
۱۱-د کندهار دمشهور تاجر سیدحبیب الله جان آغا کورنی چي دکندهار په ډنډ او نوي ښارکې میشته ده ٠
۱۲-دزلخان د سیدانو کورنۍ چې دروسانو په وړاندې ملي پاڅون کې يې هم دپام وړ وڼده درلوده ددغې کورنۍیو غړۍ سیدفضل الدین آغا چې دروسانو په وړاندې دیوې جبهې مشر پاتې شوی و ٠
۱۳-د تابین د غازي سیدحیدر آغا کورنۍ چې دکندهار د ارغنداب په سېمه کې میشته ده، سیدحیدرآغا دمیوند په غزا کې دغازي ایوب خان ترڅنګ دانګرېز انو سره په پوره مېړانه وجنګید او په هماغه ورځ په شهادت ورسید٠نوموړی دسیدانو دحیدرزو قبیلې ته منسوب و او دهغه زوی سیدعبدالغفار آغا دتابین د مشرانونه و ٠دسیدعبدالغفار آغازوی ډګروال سیدنجم الدین آغا دشهید داود خان له نږدې پوځي ملګرونه و او دجمهوري نظام په راو ستلو کې يې دسردار دوادخان سره پوره ملتیا درلوده ٠ نوموړی لومړنی تن و چې په ارغنداب کې يې به خپلو هڅو سره دسيند پرغاړه د شاه اشرف ښونځی په عصري ډول جوړ کړ ، دسیدنجم الدین آغا زوی سیدخالد هادي حیدري دپښتوژبي لیکوال او شاعر دی چې اوس دبېنوا انټرنیټ پاڼې بنسټ يې ایښی او دغه پاڼه چلوي ٠
۱۴-ددیلاوور دسیدسرور آغا کورنۍ: دغه کورنۍ دروسانو په وړاندي په ملي پاڅون کي ډیري قربانۍ ورکړي دي او دسیدسرورآغا زوی شهید امین الله آغا مشهور په لالاملنګ دکندهارله مشهورو مبارزینو نه وچې په یوازي ډول به يې د روسانو پوره محاصره ماتوله ٠ دکندهارچریکان نومي تاریخي اثر کې ددغه غازي ډیرې زیاتې کارنامې راغلي دي او په١٩٨٢ زېږدېز کال کې دکندهار په میانجوی سیمه کې د روسانو لخوا په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسید او دمیانجوی په جومات کې ښخ دی٠ دلالا ملنګ یو ورور سید طیب آغانوميږي٠
۱۵-دکندهار د فقیر روحاني شخصیت پیرمرچ آغا کورنۍ چې په هېلمند او کندهار کې میشته ده .
۱۶-دمعروف دسیدانو کورنۍ: دغه کورنۍ دکندهار په معروف ولسوالۍ کې میشته ده چې په سېمه کې اڅکزي او علي زي خاص درناوی ورته لري ٠
۱۷-دبازګل آغا او سیدګل آغاکورنۍ : چې دکندهار دسیدانو یوه مشهوره کورنۍ ده او دا څلویښت کاله کيږي چې په سعودي عربستان کي میشته ده او په مدینه منوره کې استوګن دي ٠ویل کیږي چې دغه کورنۍ دافغاني حاجیانو سره هرکال مادي او معنوي مرستي هم کوي ٠
۱۸- دسپين کوڅي صاحبزاده کورنۍ چې زيارت يې دکند هار ښار په دوهمه ناحيه کې دی او خلک ورته ډېر درناوی لري٠
۱۹- دتور آغا کورنۍ چي زيارت ئې دسپيڅلې خرقې سره نږدې دی او ډېر شمېر دروږيان لري٠
۲۰- دکندهار په دهله کې دسيد محسن آغا کورنۍ چې اوس په معصوم آغا سره شهرت لري٠ ويل کيږي چې ددغو سيدانو کورنۍ خپلې ډېرې ځمکې ددهلې دبند جوړولو ته ډالۍ کړې وې او دا هم مشهوره ده چې سيد محسن آغا ته اعيحضرت غازي امان الله خان ډير درناوی درلود او هغه به يې خپل پېر او مرشد باله٠ په هرو دريوميا شتو کې به يې يو ځل کابل ته ورغوښت او دده دروحاني فيو ضا تو نه به يې ګټه او چتوله٠ دسيد محسن آغا نيکونه سيد ابدال آغا او سيدال آغا نو ميدل چې لوی احمد شاه بابا هغوی ته ډېر درناوی درلود او کله يې چې دکند هار دښار چې په هغه وخت کې داحمد شاهي ښار په نامه يادېده دجوړېدواراده او تکل وکړ نوابدال آغا اوسيدال غا يې چې دواړه وروڼه وو راوغو ښتل او ددوی په متبر کولاسونو يې ددغه ښار دبنسټ ډبره کېښو دله ،ددوی کورنۍ اوس هم دښار په بامیزو کوڅه کي میشته ده٠
٢٢- دسيد حسين آغا کو رنۍ چې دکند هار په ديمراسۍ کې ئې غټه کلا او س هم دسيد قا سم جان آغا په نامه سره يا ديږي٠
٢٤-دده ماسوس دغني جان آغا کورنۍ٠
٢٥- دذاکر شريف دجهادي شخصیت سیدمحمدجان آغا کورنۍ٠
٢٦- دګلجه اباداوسبزکار دسيدانو کورنۍ٠
٢٧- دمېر بازار سيدان چې دکند هار خلک ورته ډېر درناوی لري او خپله پير خا نه يې بولي٠
٢٨-په کندهار کې دسيدانو يوه بله کورنۍ هم شته چې دحضرت سيد شيخ محمد روحاني (رح)اولاده ده اودکندهار ښارپه جنوب د ډنډ ولسوالۍ پوري اړوند دسيدشيخ محمد روحاني په کلي کي د څه دپا سه دوو پيړيو راهيسې استوګن دي چې شمېر يې تر دوه سوو کو رنيوډ یر دی٠ دده اولاده نه يوازې په ډنډ ولسوالۍ کې ميشته دي، بلکي دکندهاردارغستان ولسوالۍ کې هم څوکوره استو ګنه لري اوددوی يوکلى هم هلته شته٠. دهغه کلي له خلکو څخه يو هم سيدعبدالغفار دى چې دتيرو څولسيزو کلونو راهيسي د کندهار ښار دده خواجه په مانده کې اوسيږي .
په ډنډ ولسوالۍ کې دسيدشيخ محمد روحاني په کلى کې دحضرت سيد شيخ محمد روحاني (رح) دزوى سيدمحمد اسمعيل اولادي سره دتو خو ، اندړواو نورزيو دقبيلو خلک هم ميشته دي . ددي کلي سادات تراوسه هم دحضرت سيد شيخ محمد روحاني (رح ) دربار پالي اوتراوسه پوري يې مشران دهغه ځاى يعني روحاني بابا زيارت ته څېرمه ميشتو خدمتګارانو ترمنځ دشخړو په اوارولو او همدارنګه دهغوى سره دهراړخيزو مرستو په ورکولو کي فعال پاتي شوي دي٠، که څه هم ددې کلي زياتره کورنۍ مهاجرې شوي دي ، خو دکندهار په ښار کې يې ډير خلک په کسب وکار اخته دي او ډيري کورنۍ يي په کندهار ښار کي اوسيږي ٠
بايد زياته کړم چې دکندهار دډ نډ ولسوالۍ دشيخ شاه محمدر وحاني دکلي دسيدانو دوخت مشرانو نه سيدشکرالدين روحاني او سيدحاجي لښکر روحاني نومونه يادولای شو ٠ همداراز ارواښاد ډاکټر سيدمحمدکرم روحاني هم ددې کلى اوسېدونکی وچي اوس يې له دې فاني نړۍ نه ستر ګې پټي کړي دي ٠ له همدې کورنۍ نه دکندهارد روحاني مجلې مسؤل اود پښتوژ بې ليکوال ښا غلی سيد عبد الباري ر وحاني نوم هم ديادونې وړ دی٠
د کند هارسیدانو مشهور شخصیتونه په لاندي ډول دي :
- غازي شاه اشرف آغا چې په دويم ځل يې په کندهار کې دغازي امان الله خان بیرغ پورته کړه او ترغزني پورې يې ټولي سيمې بیرته دغازي امان الله خان تر ولکې لاندې راوستلې ٠
- غازي سیدحیدرآغا چې دمیوند په تاریخي غزا کې دافغان غازیانوسره یوځای په شهادت ورسید.
- غازي شهید سیدامین الله آغا چې په لالا ملنګ مشهور و او په کندهاریانو کې د روسي بلوسګرو په وړاندې دیو وتلي اتل په نوم شهرت لري ٠
- سیدمحمدنسیم آغا چې د تنظیمه رئيس و ٠
- موسی کلیم آغا چې دمشهورو جهادي شخصیتونو نه و اودکوټې په سریاب کې ښخ دی .
- روحاني شخصیت پیر مرچ آغا چې دوه کلونه وړاندې وفات شو او په جنوبي افغانستان کې د خلکو دځانګړي درناوي نه برخمن وږ
- روحاني شخصیت شهیدسیدعبدالرحمن شاه آغا چې په کندهار کې يې ژوبڼ او میوزیم درلود او هم هلته ښخ دی .
- دکندهار وتلی ولسي شاعر سیدعبدالخالق آغا.
- ډګروال سیدنجم الدین آغا چې د شهید داودخان د نږدې ملګرونه و او دهغه سره دجمهوري رژيم په رامينځ ته کولو کې يې مهمه ونډه درلوده ٠ نوموړي د جهاد په دوره کي هم د کندهاردمجاهدینوپه پوځي روزنه کي دپام وړ وڼده درلوده.
- خالدهادي حیدري چې دپښتو ژبي یو ځوان لیکوال ، شاعر او ژورنالست او دبېنوا دويبپا ڼې مسئول چلونکی دی ٠
٢٢-دهيلمند ولايت دګرمسير سيدان چې دخاص روحاني فیض نه برخمن دي او په نو موړې سېمه کې عام پښتانه ورته ډیر دقدر په سترګه ګوري٠ ددې ترڅنګ بېا دسیاه بند سیدان چې اکثر خلک يې تور حلقي سیدان هم بولي د ولسي محبوبیت نه برخمن دي اولویه پیرخانه لري٠ (٣)
٢٣-دفراه ولايت سيدان .
٢٤-دهرات ولايت سيدان چې په اصل کې دکونړ دپشد نه تللي دي اوددوی نېکه مرواريد آغا هلته دهرات دکندهار دروازې کې سه پلک ته نږدې ښخ دی او زيارت ته يې ډېر شمېر خلک ورځي٠ ددوی دکورنۍ نه يو مهم تن تورآغا نو ميده٠ همداراز دهرات ولايت دکرخ دولسوالۍ سيدان او دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ دنوين دکلي سيدان هم مشهور دي
٢٤- دبادغيس ولايت سيدان ٠
لنډه داچې دافغا نستان په هر ولايت، ولسوالۍ او سيمو کې سيدان شته دي٠
دپښتو نخوا دسيمې سيدان:
١- دسوات دبو نير دسيمې سيدان چې سيد علي تر مذي چې په پير بابا سره شهرت لري هورې ښخ دی اوټول پښتانه ورته زيات ارادت او درناوی لري٠
٢- دباجوړ دسيمې سيدان
٣- دچترال دسيمې سيدان
٤-ددير دسيمې سيدان
٥-دخيبر ايجنسۍ سيدان
٦-دکورمې ايجنسۍ سيدان چې پښتانه او شيعه مذ هبه دي او داحمدزيو،دکړمان دسيدانو،دتېراه دسيدانو او دماوړه دسيدانو په نامه شهرت لري٠
٧-د اورکزيو ايجنسۍ سيدان
٨-ددېره غازي خان سيدان
٩- دپېښور دسيمې سيدان
١٠- دبنګښو دسيمې سيدان
١١- دشمالي وزيرستان سيدان:
دشمالي وزيرستان سيدانو ته په سېمه اېزه اصطلاح سيدګي وايي چې دوی ددغې سيمې په ځوی،دويګر،ډنډ،ورغړ،رباط اوشوال کې استو ګنه لري او نن دپښتنوديوې قبيلې په تو ګه مو جوددي٠ سيدګي په پيل کې په دوو بر خو ويشل شوي دي چې ملکا خېل او ذکر خېل نو ميږي اود قبيلوي اتحاد له مخې ملکا خېل دابر اهيم خېلو وزيرو سره متحد او يو مو ټی دي ٠ دسيد ګي د قبيلې دخيلو نو او داستو ګنې دسيمو نو مونه په لاندې ډول دي :
ذکرخېل،شداد خېل،ابا خېل، شومېر خېل ، مولي خېل او مصري خېل چې په ډنډ او رباط کې استو ګنه لري٠
شودي خېل،لاده خېل، جبر خېل،ټول بيګ خېل،کبډي خېل،اتک خېل،رومي خېل،مدک خېل، سرورخېل،زوبر خېل،نظر بيګ خېل او اخوند خېل چې په دويګر او ځوی کې استو ګنه لري٠
مياګل خېل چې په دويګر، ورغړ،ډنډ او شوال کې اوسيږي٠
کاکا خېل ،سره ګنډه،تره کي ګنډه،غوټي ګنډه چې په ډنډ کې او سيږي٠
ملکا خېل ،بودر خېل، مسيري خېل،ايبار خون خېل،ګري خېل،خدري،ګرړخېل ،ميسون خېل او خړه شوپه چې زيات شمېر يې په ځوی او لږ شمېر يې په دويګر کې استو ګنه لري٠
همداراز حکيم خېل په ډنډ او رباط کې استو ګنه لري٠(٤)
دسهيلي پښتونخوا سيدان :
دسهيلي پښتونخوا سيدان په پشين ،ژوب،چمن،لورلايي،او کوئيټه کې استو ګنه لري چې مشهور ښا خونه يې ښاديزي،عمرزي، حيدرزي او ابراهيمزي دي٠
د کوئیي په سیدانو کې د سیدعبدالنافع آغا کورنۍ چي شادیزي سیدان دي دیادولو وړ دي چي زیات شمیر مریدان ئې په کوئيټه، پښین چمن او نورو سیمو کې شته٠
همداراز په کوئیټه کې علمي او ادبي شخصیت ښاغلی سید حسن آغا چې یو وخت دپاکستان د ادبياتو د اکیډیمۍ غړی هم و.
په پښين کې دسيدانو يوه بله مشهوره کورنۍ هم شته چې مشر يې دسرانانو علي آغا دی چې يو ستر عالم ،مدرس او دکويټې،پښين او کراچۍ په پښتنو او غير پښتنو کې ډېر شمېر مريدان اوارادتمندان لري٠
بايد زياته کړو چې سيدانو دهند په نيمې وچې باندې د١٤١٤زیږدیز کال نه تر ١٤٥١ زیږدیز کاله پورې واکمني کړې ده چې ددوی واکمني د سيدانو دواکمنۍ په نا مه سره يا ديږي چې دځينو مشهورو واکمنانو نو نو مو نه يې په لا ندې ډول دي :
خضرخان،سلطان مبارک شاه،سلطان محمد شاه اوسلطان علاؤالدين(٥)
په افغا نستان او پښتو نخوا کې د سيدانو مشهور شخصيتو نه:
١-د ختيز نابغه علامه سيد جمال الدين افغاني
٢-دپښتو ژبې ليکوال، شاعر او فيلسوف ارواښاد استاد ګل پاچا الفت.
٣- د اعليحضرت محمد ظا هر شاه دواکمنۍ په وخت کې دعدليې وزيرار واښاد ښاغلی سيد شمس الدين مجروح٠
٤-دکابل پوهنتون استاد ارواښاد شهيدسيد بهاؤ الدين مجروح٠
٥- دقبايلو دوزارت پخوانی معين ښا غلی سيد مسعود پو هنيار
٦- دکونړونو پخوانی والي ښاغلی سيد فضل اکبر
٧-دهرات او سنی والي ښاغلی سيد فضل الله واحدي
٨-سياسي شخصيت او ليکوال شهيد ښاغلی سيد يو سف ميړني
٩- په ولسي جر ګه کې دخوږيا ڼيو پخوانی استازی ښاغلی فاروق ميړنی
١٠- دپښتو ژبې ليکوال ښاغلی سيد حسين پاچا
١١- دپښتو ژبې شاعره، ليکواله او ويندويه ارواښاده مير من مستوره شال
١٢-دپښتو ژبې ليکواله او ويندويه آغلې مير من پروين علي
١٣-ستر روحاني شخصيت سيد علي تر مذي مشهور په پير بابا
١٤- دافغا نستان دملي محاذ مشر ښا غلی پير سيد احمد ګيلاني
١٥- ښاغلی سيد اسحق ګيلاني
١٦-اآغلې مېرمن فا طمه ګيلاني
١٧- دننګر هار دليسې پخوانی مدير ښاغلی سيد مقصود سعيدي
١٨-دننګر هار دسره رود قومي مخور ارواښاد معشوق جان آ غا
١٩-آغلې دکتور کبرا مظهري مايار
٢٠- دبېنوا دويب پاڼې دچلوونکي او مشر ښاغلی خالد هادي حيدري
٢١- دپښتو ژبې مشهور شاعر ښاغلی سيدمحمدطا هر بينا
٢٢- دپښتو ژبې شاعر او ليکوال ښاغلی جنرال سيد نورالله ځل (٦)
---------------------------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې :
ددې مقالې په ليکلو کې له لاند نيو منابعو نه ګټه اخيستل شوې ده:
١- د ډاکټر لطیف یاد شخصي ياددښتونه٠
٢- تاريخ حيات افغاني، دپېښور چاپ ٤٥٥ مخ
٣- دبېنوا دويبپا ڼې مشر ښاغلي خالد هادي حيدري را استول شوي معلومات٠
٤-پښتني قبيلې دپېښور چاپ ١٧٩ مخ٠
٥- هندوستان پر اسلامي حکومت،دمفتي شوکت علي فهمي اثر ٣٥٠- ٣٦٠ مخونه، دهلي٠
٦- د ډاکټر لطیف یاد شخصي ياددښتو نه٠

Kommentar schreiben

Kommentare

  • نیاز (Donnerstag, 23. Juli 2015 15:39)

    هوتک سجره

  • سید زرغون شاه اغا (Dienstag, 22. März 2016 06:13)

    سید یوه عربی کلمه ده چی معنی یی ښاغلی ده. سیدان د هغوعربو مجاهدینو اولاده ده، چی د حضرت عثمان(رض) په وخت کی افغانستان ته راغلی وه.فلهذاسیدان پښتانه نه دی، عرب دی او په هره سیمه کی چی پاته سویدی د
    همهغی سیمی ژبه، کلتور،رسم ورواج او خوی او عادت یی اخستی دی. که په د پښتنو په سیمه کی دی پښتانه دی او که په سیند کی وی سیندیان دی. پنجابی سیدان، ګجراتی سیدان او……... نور

  • Sayed S. PACHA (Donnerstag, 21. April 2016 06:25)

    تاسو په خپلو ليکنو کی د ګردی غوث سيدان د پامه غورځولي دي په دی اړه بايد ووايم چی ګردی غوث زيارت د جلال اباد - طورخم په لويه لار پروت دی او هر خاص او عام کله چی د افغانستان څخه د جلال اباد - طورخم په
    لويه لار د پښتونخواه په لور درومی هم ددغه په زيارت څخه بايد تير شی چی دغی سيمی ته ګردی غوث وايی. تاسو بايد پخپلو ليکنو کی ددغه ستانی لمسيانو ته چی سيدان دي پخپلو ليکنو ځای ورکړۍ. په ډير درنښت

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind