ولی محمد نورزی - بلجیم

 

 

Wali Mohammad Noorzai

ښکلی کند هاره

 

د تاریخ د ویا ړ شا هده ، زمونږ ښکلې کند هاره

د احمد میرویس وطنه ، پرتا ډیر ویاړم سر شاره

 

د افغان وتیر تاریخ ته د میړانې لوی سنګر وې

ستا لمن کي دي لوی شوي زرغونه اونازو دواړه

 

د اشرف د ننګ کیسې خو نن له تا سره پرتې دي

د هو تکو د پلار کوریې ، د عینو کاریز ملیاره

 

د میوند د جګړی پت یې، د ایوب د جنګ مر چله

د ملالې د خولې چیغي دښمن مات کړل بې اختیاره

 

ستا په خاوره کيپرته ده، دخرقې لویه جا مه ده

چیل زنه او منزل باغ دي، د تاریخ په نوم نا مداره

 

د بابا ولي میلې خو ، خاطري دي و هر چا ته

ارغنداب د میووځای دی، په لیدو ارزي زما یاره

 

نن ته ولي ډیر خپه یې ستا له سترګو اوښکي څا څي

ستا ځلمیان په وینورنګ دي مځکه سره کورديویجاړه

 

ستا په خاوره کي نن ولي، د پردو ځا لګۍ جوړي

دا لمسیان دي ټو له څه شول، یو پر بل بې اعتباره

 

ځان را ویښ کړه ته د خوبه ټول افغان ستا په امید دي

بیر ته اور سه سره لمبه شه د دښمن د ستر ګو خاره

 

ته د ټول افغان   اولس ته ، دوحدت لاسو نه ورکړه

د نفاق تخمونه  ورک کړه ، د تاریخ ستر یا د ګاره

 

د عر فان ډیوې کړه بلي، د علمي نړۍ ډګرته

د ورورۍچوکاټ پیداکړه ، آزاد ګرځه تل بیداره

 

د نیکونو تیر تاریخ ته ، د عزت په ستر ګو ګوره

د غلیم  غلامي پریږده ، د خپل خاوري خدمتګاره

 

په جګړو کي خیر نشته د خپل پلار وطن آباد کړه

د الفت کاروان ملتیا کړه ، ژوند کوه په افتخاره

 

دعبرت در سونه واخله د ظالم ظلم کړه ختم

ددوستۍنیا لونه کښیږده نوی نسل کړه کا مګاره

 

ستا قربان شم کندهاره لږ څه ، سوچ او فکروکړه

د خپل ځان اعتماد خپل کړه تا ته ټول دي انتظاره

 

په یوه لاس ټک نه خیږي ، پرګنو سره يو ځای شه

سره یو کړه او لسونه ځان قر بان کړه پر دي لاره

 

نوی نسل ستا په تمه د تیر ژوند تجربي غواړي

که چنګیزکه ګوډ تیموروودواړه مات شول پرديخاوره

 

نوي ژوند نوي تاریخ ته ،د غیرت درسونه ور کړه

د جګړي اورونه مړه کړه ،سوله او ژوند کوه ساز ګاره

 

څومره ډیري دي خبري، مشورې بس دي نورزیه

د افغان اولس ویښتوب ته ، تل دعا کړمه تر سهاره

----------------------------

ولی محمد نورزی– بلجیم