ر فيع توخي

 
   Rafi Tokhi

21.02.2015 (02.12.1393)

 

د پښتو ورځي په پــلمــه

 

خدایه کاشکي د پښتون مذهب پښتو واي

پښــتو ژبــه تــاتــه لار د رســېـــــــــدو واي

پـه جــنت کي ټــول خــبري پـــه پښتو واي

او جـنت پخــپله کــور د پـښتـــــــــنو واي

ټول نبیـــان پــه پـــښـــــتو ژبه ږغـــېدلاي

ســتا څــلور واړه کـــــــتابه په پښتـو واي

د انکـــر او مـــنکر دواړو پښـــــتو زده واي

او پـه قــبر کي سوالــونه په پښــــتو واي

د صــراط پـــر پــله ولاړ ټولــي مـــــلکــي

د افــــغان او یـا خــــــــیبر د پښــتنو واي

د آســمـان د یـــوه ســره تر بـــل ســــره

دا ځــــــلانـده سـتوري ټــول د پښتنو واي

چي هرڅومره هسک سرونه دي دنیا کي

تر دا ټــولــو سـر اوچـــت د پښـــتنو واي

د بېلــتون او د نــفاق له شره خلاص واي

راټـــول ســوي پــه نـــامه د پښــتنو واي

د یــو والـــي او مـــلي وحــــدت لــــپاره

هر پښتون قســم خــوړلی په پښتو واي

تـــوخـې ډېره د پښـتو ستاینه مـه کــړه

کـاش پخــپله پـوه پـه قــدر د پښتو واي
رفیع توخي ـ له استرایا څخه
۲ حوت ۱۳۹۳

Empfehlen Sie diese Seite auf: