د افغانستان قومونه
Stämme in Afghanistan – Tribe in Afghanistan

په افغانستان کي ولسي ګروپونه او قومونه
د افغانستان اجتماعي سيستم

د افغانستان ولس پر زياتو قومونو ويشل کيږي ، چي هر قوم يي ځانته ټولني بلل کيږي. دافغانستان يو متل دی چه وايي : »د لاس پنځه ګوتی وروڼه دي ، خوټولي يو له بلي توپير لري« . دافغانستان قومونه او ولسونه چي د هيواد په ګوټ ګوټ پراته دې ، په رواج ، خاصيت او اجتماعی ژوند کي يو له بله توپير لري .

دافغانستان عمده او اصلي قومونه په لاندي ډول دي

ايماق

ايماق دکوچيانو د قومونو يو مجموعه ده ، مورنی ژبه يی دری او په مذهب سني دی .د ژوند ساحه يی مرکزی افغانستان دی ،د نفوسو په پرتله تقريباً دوه فيصده اټکل کيږی. دوی پر څلورو ښاخونو تقسيم کيږی
اول - ايماق هزاره ( د مغل ذات ، په شيعه هزاره نه ور ګډيږی . آيماق هزاره سنی قوم دی)
دوهم - ايماق جمشيدی ( ايرانی ذ ‌ات ، تاجکستان پوری ارتباط نيسی)
دريم - ايماق فيروز کوهی (ايرانی ذات ، په تاجکستان پوری ارتباط نيسی)
څلرم - تايمنی (ايرانی ذات ، په تاجکستان پوری ارتباط نيسی)

تر دا څلورو قومونو را لاندی په ايماقو کی نور وړوکی قومونه هم وجود لری لکه:
ګلمانی ، ماليکی ،ميشمست ، سيا موزه ، طاهری ، تيموری او ظهری

افشار

د افشارو شمير تقريبا ۳۰۰۰۰۰ اټکل کيږی چی له دی جملی نه يی ۲۹۰۰۰۰ په ايران کی او ۱۰۰۰۰ يی په افغانستان کی ژوند کوی . افشار اصلاً ايرانيان دی ، په مذهب شيعه او د ژوند ساحی يی ازربايجان ، د ترکيی جنوب انتاليا او افغانستان دی . افشار هم پر زياتو وړوکو قومونو ويشل کيږی چی ټوله يی په ترکيه پوری ار تباط نيسی .

بلوڅ

بلوڅ ايرانی ژبی دی چه په افغانستان ، ايران او پاکستان کی ميشت دی . بلوڅان تقريباق ۵،۶ ميليونه د پاکستان په بلوچستان کی ، تقريباً ۱ ميليون د ايران په شرق کی او څه د پاسه ۱۰۰۰۰۰ د افغانستان په جنوبی او غربی مناطقو کی ژوند کوی . بلوڅان په کمه اندازه په ترکمستان ، عمان او ډوبی کی هم ميشت دی .

هزاره

هزاره په افغانستان کي تر پښتنو او تاجک وروسته دريم لوی قوم دی . ددوی د ژوند ساحه مرکزي
   
افغانستان دی چه هزاره جات نوميږي . په مذهب شيعه دي . ژبي ته يی هزا ره ګی ويل کيږي چی په ايراني فارسي پوري ارتباط نيسي . د هزارګانو اصلي د اوسيدني منطقې په مرکزي افغانستان کي باميان ، دایکونډي (پخوا په اروزګان پوري مربوط وو) غزني او وردک دي . هزاره ګان په خارج کي هم ژوند کوي چي له هغې جملې نه ۱،۵ ميلیونه په ايران کي ، ۹۰۰۰۰ په استرالیا کي او ۹۶۰۰۰۰ په پاکستان کي ژوند کوي . هزارګان د چنګيزخان او هلاکو په زمانه کي له مغولستان نه و افغانستان ته راوستل شول اود افغانستان په مرکزي حصو کي ميشت شول.
 

قزلباش

قزلباش د ۱۵ قرن په مابين کی د سفويانو له خوا د ترکمنستان او اذر بایجان نه و افغانستان ته راوستل شویدی . په مذهب شيعه دی چه په ایران پوری ارتباط نيسی . په اوسنی وخت کی د قزلباش کليمه د قوم لپاره نه استعماليږی بلکه د ا نوم و شيعه او علويانو ته منسوب کيږی . قزلباش پر ۷ ښاخونو تقسیم شوی دی لکه :

افشار

دلغادیر

استادشلو

شملو

 

قاچر

تاکالو

رملو


قزلباشان ډیر دلاور او جنګی خلک دی . په کال ۱۵۰۱ کی يی ايران ، عراق او دافغانستان غربی حصی تر تسلط لاندی راوستلی . په ۱۵۱۴ يی دسفويانو له خوا ماته وخوړه چه پدی لړ کی يی زيات کسان اعدام سوه . ډیر يی د افغانستان اوترکيی په لور وتښتيدل چی نن ورځ په افغانستان کی قزلباش نوميږی او په ترکيه کی علویان .

کوچی

کوچی د افغانستان په جنوبی منطقو او پاکستان کی ژوند کوی . شمير يی ۶ ميليونه اعلان شوی دی په قوم په غلجی او درانی پښتنو کی راځی . د قوم مشر يی حشمت غنی احمد زی ( د اشرف غنی احمدزی ورور) دی . کوچی په افغانستان کی د ډیره وخته راپدی خوا د هزارګانو سره په دښمنی کی ولاړ دی ، دا ځکه چه دوی د افغانستان په مرکزی مناطقو کی خپل اصلی د ميشت ځایونه بولی او د هزاره ګانو سره د ځمکو پر سر لاس په ګريوان وی .

نورستانی

نورستانيان يو وړکی ولسی ګروپ دی چه په افغانستان او پاکستان کی ژوند کوی . ددوی ژبه دهندوایرانی او خالص ايرانی ژبی مخلوط دی . نورستانیانو په ۱۸۹۶ میلادی کال کی اسلام و منی اومسلمانان شول . د نورستانيانو ‌ذات په کلاشا پوری ارتباط نيسی . کلاشا د پاکستان یو ذات دی چه اوس مهال د پاکستان په چترال کی ژوند کوی .

تاجک

تاجک د افغانستان له قومونه نه یو قوم دی . د جمله نفوسو په پرتله ددوی شمير تقريباً ۱۰فيصده اټکل کيږی . ژبه يی تاجکی ده چه په ایرانی فارسی پوری ارتباط نيسی . په مذهب سنیان دی . دوی ته پخوانیو پښتنو پارسیبانان ويل . څنګه چه په افغانستان کی پارسیبانان شیعه دی او تاجک سنی مذهبه ، نو ځکه دا لقب د تاجکیان څخه لیری کړل سو . تاجک په افغانستان کی لکه پښتانه یوه مخصوصه د ژوند ساحه نلری . دوی په ټول افغانستان کی تيت دی خو زياته حصه يی په کابل کی ژوند کوی . د سياسی نقطه نظره تاجک په افغانستاتن کی په ایرانيانو پوری مښلول کيږی چه تاجک په خپله هم د ايران پلو ته تمايل زيات لری . کوم وخت چه دمغولو ، ايرانيانو او ترکانو یرغلونه پر افغانستان شروع شول ، تاجک و افغانستان ته راوستل شول او دلته ميشت شول .

ترکمن

ترکمن یو ترکيی ته منسوب قوم دی چه په منځنی اسیا کی ژوند کوی . دترکمستان په نامه د افغانستان په شمال کی پروت جمهوريت ددی قوم په نامه ياديږی . ددی ملک ۸۰ فيصده نفوس ترکمن دی . ترکمن په ښارونو کی کورونه لری او صحراوو کی د کوچيانو په شکل ژوند کوی . د ترکمنو شمير څه دپاسه ۷،۶ ميلیونه اټکل کيږی چه له دغی جملی نه يی په ترکمستان کی ، ۲۲۰۰۰۰ په شمالی عراق کی ، ۲،۳ ميلیونه د ايران په شمال شرق کی ، ۵۹۰۰۰۰ په افغانستان کی ( فارياب او بغلان) ، ۱۶۹۰۰۰ په ازبکستان کی ، ۶۰۰۰۰ په پاکستان کی ، ۳۳۰۰۰ په روسيه کی او ۲۷۰۰۰ په تاجکستان کی ژوند کوی . دترکمنو يه لوی شمير په سوريه او اردن کی هم ژوند کوی . په مذهبی لحاظ د ترکمنو لوی شمیر سنی مذهبه دی . اما شيعه ترکمن هم وجود لری . په ترکيه کی سنی او علوی ترکمن په يوه پرتله ژوند کوی .

ازبک

ازبک يو ترکی قوم دی چه په ازبکستان او ګاونډی هيوادونو کی ژوند کوی . شمير يی ۲۷ ميلونو ته رسیږی چه د ترکيی د ترکانو راوروسته د ترکيی نه بهر لوی ترين ترکی قوم بلل کيږی . د ازبکو د ژوند ساحه مرکزی اسيا ده چی په ازبکستان ک ۲۲ ميلیونه ، افغانستان کی ۲،۹ ميلیونه . تاجکستان کی ۱،۱ ميليون ، قرغستان کی ۷۴۰۰۰۰ ، قزاقستان کی ۳۷۱۰۰۰ ، ترکمنستان کی ۲۶۰۰۰۰ ، روسیه کی ۱۲۶۰۰۰ ، چين کی ۱۵۰۰۰ او په اوکراينو کی ۱۳۰۰۰ ترکمن ژوند کوی . په مذهبی لحاظ ازبک حنيفی پلوه سنيان دی .

د پښتنو قومونو په اړه زموږ ځانګړې برخه وګورئ

Kommentar schreiben

Kommentare

  • daya singh anjaan (Samstag, 14. Dezember 2013 17:56)

    gran lekwal saib
    salamona aw neki hele me womanai
    der pu zra puri malomat mo raghwand aw nashar kari dee
    che zama pu and der gatawar dee
    staso barya zama yawazenai hela da.
    kho afsos che hindwan (ahal-e-henod)aw sikhan(ahl-e-sikh)pu ki na ter stargo kegi
    bayad wowayam che afghani hindwan aw sikhan da de hiwad (gran afghanistan )asli bachyan dee
    lekan na pohigam che wali aw pu sa waja hir shawe aw na yadigi
    da zaka che ghir muslim dee
    aw ka sa bal elat dai
    na pohigam
    kho helaman yum che de tero motasebo mowarikheno (albata tol na)pu ser na balki de yaw ronandi aw waqeie afghan lekwal,mowarikh pu toga da dwa qwmona hum de yad war wagarzawai
    aw ratlonkai afghanistan ta wyar wor pu barkha krai'

    pu dranawe

  • احمد (Freitag, 01. August 2014 13:37)

    قوم پشتون یک قوم دسیسه گر دروغگو وجعل کار تاریخ ادبیات و فرهنگ است که تاریخ گواه است این ارقام را شما از کجا آوردید در افغانستان در ده های اخر هیچگونه سرشماری نشده است نظر به تخمین من قوم تاجیک قوم
    اکثریت است من برای آن بعضی از اسناد سرشماری موسسات خاری را هم دارم

  • حبیب بلوڅ (Samstag, 17. Oktober 2015 20:19)

    لومړی د ټول افغان کارکونکوو ته سلام وایم: دویم تاسو د بلوڅ قوم په اړه چي کومه شمیرنه کړې ده، دا ناسمه ده، بلوڅان د کندهار او هلمند په جنوب او په نیمروز ولایت کي له زرهاوو کلونو راهیسته اوسي، او نژدی
    د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کی شتون لري، یاد دري ولایتونه د بلوڅو تاریخي سیمي دی او نورو ولایتونو لکه کندز سرپل تخار او داسي نورو ولایتونو ته بلوڅ کوچیدلي دي چي ددوی ټوله شمیرنه له دری میلونه زیاته
    ده.
    تاسو کولای شئ چي په افغانستان کي په دې اړه له جناب عبد الستار پردلي سره یا د انجمن جوانان بلوچ سره ایړکه ونسئ، چي دوی به سم معلومات درکړي.

  • dffg (Mittwoch, 06. April 2016 08:25)

    کسانيکه به قوم پښتون اهانت ميکنند مزدوران وخاءنين پستى هستند که درتاريخ افغانستان هيچ جايي ندارند؛آنهابعدازجنګ ازترس جان بى ارزش شان ازکشورګريختند،ونوکرهمسايه شدند؛افغانستان باخون پښتونهادرهمه عرصه
    هابه پيروزى رسيد،اين کشور به کورى چشم شمامزدورهاى خودفروخته ،خانه قوم پښتون همواره بوده هست وخواهدبود ،من افغانم اهل افغانستان وبس لعنت برمزوران خودفروخته،ژوندى دى وى ګران افغانستان ،ژوندي دى وى
    پښتانه،،،

  • fetrat (Mittwoch, 20. Juli 2016 06:55)

    هرکسی که این موضوعات را نوشته کرده صرفا ازروی تعصب بوده است زیرا اصیل ترین مردم این مرزبوم که قبلا بنام اریانا یاد میشد مردم فارسی زبان یا به گفته آنها پارسی بانان دری زبان ها یا تاجیک ها بوده اند که
    در دوران احمد شاه ابدالی افغان ها یعنی پشتون ها وارد افغانستان شندن پیش ازان پشتونی در افغانستان کنونی وجود نداشت

  • د متعصبو پلار (Samstag, 31. Dezember 2016 10:30)

    سلامونه او نیکی هیلی ومنی په رښتیا هم ډیر په زړه پوری مالومات وه الله ج دی نورو کارونه هم درته توفیق درکړی او هفه کسان چی وایی فاړسی بانان بی غریتان د افغانستان اصلی قوم دی ډیری خبری ورته لرم خو خیر دی

  • محمد سعید بریال (Mittwoch, 04. Januar 2017 06:57)

    پیشدادیان
    اطلاعات کلی
    نام قوم پیشدادیان
    نام‌های دیگر پَرَداتَ
    مؤسس سلاله کیومرث
    پیشوایان دیگر جمشید
    برزگان سلاله سیامک
    هوشنگ
    تهمورث
    پیشدادیان نخستین سلسلۀ پادشاهان در شاهنامه و اساطیر ایرانیان می‌باشد. معادل اوستاییِ پیشداد (Pēš-dād)، پَرَداتَ (Para-dāta)، به معنای مقدم است. این نام طبعاً نام یک خاندان نبود، بلکه نامی است که بعدها بر این گروه نهاده‌اند. زیرا این گروه را مقدم بر دیگران شمرده‌اند [۱]

    در اساطیر ایران از کیومرث (گئومرتن، به معنای نخستین انسان) به عنوان نخستین انسان یاد شده، و کمتر بر پادشاهی او تکیه می‌شود. اما در شاهنامه او نیز جزو دودمان پیشدادی به حساب می‌آید.[۲] در متون پهلوی، هوشنگ کسی است که دارای لقب پیشداد می‌باشد. و چنین گمان می‌رود که او را نخستین پادشاهی می‌دانسته‌اند که بر جهان فرمان رانده‌است.[۳]

    خ

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind