عنايت محرابي  
   Enayat Mehrabi  

فریاد

پر وطن بلي سرې لمبې به وي تر کومه پوري
جاري د سرو وینو ولې به وي تر کومه پوري

وطن بر باد شو څوک پروا د آبادئ نه لري
کلي ښارونه کنډ والې به وي تر کومه پوري

له هر یو کوره د ماتم او ویر نارې خپري دي
د بمباریو زلزلې به وي تر کومه پوري

نغري ساړه شول نیم ولس شو آواره له ملکه
د مهاجرو قافلې به وي تر کومه پوري

چي نه ددین نه و طن په نوم یو کیږي سره
د خودغرضو کشالې به وي تر کومه پوري

نه څوک قانون مني او نه ولس ته واک ورکوي
د کودتاوو سلسلې به وي تر کومه پوري

سوله اعلان کړي خو د جنګ اور ته لمن به وهي
دادپردیو دسیسې به وي تر کومه پوري

راځئ چي یو شود آزاد ملي ژوندون لپاره
د بېوسۍ اه او نارې به وي تر کومه پوري

عنایت محرابي
۲۰-۱-۱۹۹۲
مالډن
 

 د لوی احمد شاه بابا مزار ته

د تاریخ لویه صحنه کي دملت د ژوند مثال یې
نښانه د قدرتونو، د غیرت او ننګ مثال یې

هر زلمي ته محترم یې ، سر تر پایه جاه جلال یې
ټول ولس په تا نازیږي ،د وطن د تندي خال یې

د افغان په لوی هیواد کي ،د عظمت بله ډېوه یې
اې د لوی بابا مزاره ! د ننګونو هدیره یې

پروت دا ستا تر خاورو لاندي ،د ملت لوی قهرمان دی
د اولس د سترګو نور دی ، هم بابا ددرست افغان دی
پروت دده په ککرۍ کي یو لوړ فکر ، ټینګ ایمان دی
کارنامې یې هر زلمي ته د عظمت یو لوی داستان دی

د افغان پر ننګ ولاړ وو ،غیرتمن او مېړنی وو
په رښتیا پر قام مین وو ،یو رښتنی شاه زلمی وو

هر افغان ته یې ورښود، دوطن د ازادۍ درس
د غیرت په مدرسه کي د پښتو ، پښتونولي درس
نوي نسل ته یې پريښود ،د زلمو د قربانۍ درس
کارنامې یې دي هر ځوان ته ، په ژوندون کي د ځوانۍ درس

د ملت د بڼ مالیار دئ ،د افغان د کور معمار دئ
کارنامې یې پس له مرګه د ځوانانو افتخار دئ

عنایت محرابي
۱۵-۲-۱۳۴۸
کندهار

د سرو وینو ارمغان

چي رپيږي د عظمت په لوړو څوکو
دا بیرغ د لوی افغان دی بل څه نه دی

پښتانه ځلمي چي شیندي پرې سرونه
د وطن د جنګ میدان دی بل څه نه دی

هر پښتون چي پری له سر او مال نه تېر دی
افغاني عزم او ایمان دی بل څه نه دی

شاه زلمیان چي یې په تمه شهیدان شول
د آزاد ژوندون ارمان دي بل څه نه دی

دا زمونږ ملي نښان چي ګلګون ښکاري
د سرو وینو ارمغان دی بل څه نه دی

له آمو نه تر جیلمه یو ملت دی
ټوله یو دی ، یو افغان دی بل څه نه دي

ددښمن په چل خطا نه وزې پښتونه
خدایږو ستا په غم ښادان دی بل څه نه دی

لوی مقصد د محرابي په دې شعرو کي
د ملي وحدت اعلان دی بل څه نه دی
عنایت محرابي
۱۲-۴-۱۳۴۸
کندهار

 
 

ملي ایمان

درست جهان به سره واوړي ، خو افغان به بدل نه شي
د تاریخ په ځلاند مخ کي ، زموږ نښان به بدل نه شي

قربانۍ به ډیري ورکړي ، دا ملت د حق په لار کي
خو باور دئ د زلمیانو ، ټینګ ایمان به بدل نه شي

عنایت محرابي
۳۰-۲-۱۳۴۸
کندهار

 

دزړه فریاد

د احمد شاه د لوی هیواد تش یو داستان پاته شو
د پردو لاس کي ګران وطن د میرویس خان پاته شو

د مسلمان څخه شول هېر وحدانیت درسونه
نه یو ځوانانو څخه زوی د لوی افغان پاته شو

چي د جرس په ږغ راویښ نه شول ویده پښتانه
ځکه له ټولو څخه پس زموږ کاروان پاته شو

خائنان بوخت شول چړچو او عشرتونو باندي
خو مظلوم قام په ناداري کي پریشان پاته شو

نه دولس لپاره پورته کړ چا خپل یو قدم
نه ترې د صداقت او لیاقت هم یو نښان پاته شو

ګلان یې مړاوي د بلبل چغه هار نه شته پکي
دغسي وچ سپېره زما د زړه بوستان پاته شو

د پسرلي نسیم په خپل برکت نه کړ تازه
د امیدونو ګل زما هسي خزان پاته شو

چي د پښتون ولس په بڼ کي یې بهار ونه لید
د محرابي په زړه کي دغه لوی ارمان پاته شو
عنایت محرابي
۱۵-۳-۱۳۴۸
کندهار