اتل هوتک  
Atal Hotak

اختره

اختره ښه شوه چې ته بیا راغلې

زمونږه چم ته په خندا راغلې

اختره ته د خوشحالیو ورځ یې

اختره ته د نیکمرغیو ورځ یې

اختر یاد کړه هغه تیر وختونه

هغه له مونږه چې شول هیر وختونه

ستا استقبال ته به په طمعه وو مونږ

اختره څومره به بې غمه وو مونږ

مونږ به دسیال سره سیالي کوله

تاته مونږ ډیره خوشحالي کوله

 

خو اوس

 

اختره نشې چې خفه له مونږه

ګوره ونه کوې ګیله له مونږه

اختره مونږه افغانان یادیږو

ټوله نړۍ کې مجرمان یادیږو

ظالم لاسونو مو خوښۍ اخیستي

زمونږ له ګریوانه یې تڼۍ اخیستي

اختره مونږ په لر او بر قتلوي

ماښام ، سهار او مازیګر قتلوي

پردي راغلي زمونږ هیواد خپلوي

زمونږه زړونه په فساد خپلوي

دیموکراسي دلته په زور خپروي

دا هوډ یې کړی په هرلور خپروي

په خپلواکۍ مو شهیدان شول بې شمار

زمونږه کونډې یتیمان شول بې شمار

اختره درومه مورکۍ مې ژاړي

وړوکی ورور او خورکۍ مې ژاړي

زما په طمعه چې لالا به راځي

داختر ورځ ده خامخا به راځي

خو په څرخي کې بندیوان یمه زه

یم لاس تړلی په خفګان یمه زه

اختره زه د دین په سر یم بندي

اختره زه د دین عسکر یم بندي

اختره ستا هغه مزه نشته ده

چې وه په تا کې نن هغه نشته ده

اختره ځه په مخ دې ښه اختره

زما وطن کې خوشحاۍ نشته دي

زما وطن کې خوشحاۍ نشته دي

اتل هوتک
لوی اختر ۱۳۹۲
۲۰۱۳