25.04.2014

د افغانستان د تجزیې فکرونه بیا تازه شوي
احمدالله رحماني

څو موده مخکي د فرانسې په »آرتي« تلویزیوني شبکې کي د افغانستان د تجزیې په اړه یو مهم راپور خپور شو . په دې راپور کي په افغانستان کي ولسمشریزه ټاکني  او د طالبانو دریځ  تحلیل کېده او په افغانستان کي د نا امنیو او جګړود پای ته رسېدو په اړه د فرانسې ، انګریز او امریکا په ګډه جوړ شوی پلان را مخ ته شو.  په دې پلان کي د افغانستان تجزیه حتمي بلل شوې او د پښتون قوم په اړه داسي نظر څرګند شوی :


پښتانه په نړۍ کي لوی ترین قوم دي چي زیاتي برخي یې په افغانستان ، پاکستان او هندوستان کي میشت دي . له زیاتي مودې را په دېخوا د افغانستان او پاکستان پښتانه داسي خوبونه ویني چي یو ځانګړی هیواد د پښتونستان په نامه جوړ کړي . د اوسنيو جګړو او نا امنیوعلتونه  همدادي . د افغانستان تاجک توکمه قبیلې په دې اند دي چي پښتانه ناسیونالیستي فکرونه لري  او دډیورنډ په نامه د پاکستان او افغانستان پوله به د  سر حد په توګه هیڅ وخت په رسمیت ونه پېژني . د افغانستان په تاریخ کي یو ځل بل همداسي نا امنۍ را منځ ته شوي وې چي د انګریز او شاه شجاع تر منځ د تړون په لاسلیک کېدو پای ته ورسېدې . اوس بیا هغه وخت رارسېدلی دی .


د »آرتي« د راپور په بهیر کي د افغانستان ، پاکستان او ایران نوې جوړه شوې نقشه ښکارېده. په دې نقشه کي افغانستان پر څو ټوټو ویشل شوی وو . د هرات په اړه ویل کېده چي د هرات د خلکو ژبه ، عادات او کلتور د تاریخ له نظره ایران ته ورته دي او هراتیان هم ایران خوښوي . هرات باید په ایران ګډ شي . له هندوکش له غرونونه نیولې په شمال کي د پخواني شوروي تر سرحدونو پوري به د تاجکو ، ازبکو او هزاره سیمي وي او د افغانستان په نوم به یادیږي . له هندوکش نه کښته د کندهار تر ریګستان اوپه جنوب شرق کي د اندوس تر غاړي پوري به د پښتنو سیمي وي او د پښتونستان په نوم به یادیږي . د پاکستان جنوبي سیمي د بلوچستان علاقه به له پاکستان نه جلا د بلوچستان په نامه به نوی جمهوریت را منځ ته شي چي پلازمېنه به یې په اوسني بلوچستان کي پروت ښار ګواډر وي .


د » آرتي « په راپور کي ویل شوي چي پښتانه به تر هغه وخته نا امنیو ته دوام ورکړي ترڅو د پښتونستان په نوم هیواد نه وي جوړ شوی . ددې لپاره چي د پښتون قوم دا خوب چي له ۱۹۴۷ را پدیخوا یې ویني ، پور شي ، د کندهار نیمایي سیمه بلوچستان ته ور پریږدي . د بلوچستان سیمه چي اوسمهال په افغانستان، پاکستان او ایران پرته ده ، باید بلوڅانو ته ور پرېښودل شي تر څو هغوي ځانته جمهوریت جوړ کړي . کومه حصه چي له ایران نه د بلوچستان لپاره اخیستل کیږي ، په بدل کي به یې د افغانستان د هرات سیمه ور کول کیږي .

د افغانستان د تجزیې په اړه »ټول افغانستان« په تیرو وختونو کي هم د غربي نړۍ ځيني پلانونه افشا کړي او خپاره کړي دي . له دي جملې نه  د ایلوډ پلان ، کلینټن پلان اوبلاک ویل پلان وو.

 


د ایلود او بلاکویل پلان دلته کتلای شئ


د کلینټن پلان دلته کتلای شئ

Kommentare

Diskussion geschlossen
  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 26. April 2014 03:03)

    رحمانی صاحب السلام علیکم :
    زه کله کله ستا په لیکنو څه زیاتوم اویانیوکی ورباندی کوم او هغه دا چه په تاسی د خپلو نازونو ځای وینم پوهیږم چه تاسی راباندی نه په قهریږی او له بل اړخه عالم شخصیت یاست د نظر اختلاف او نیوکی د فکری
    تکامل او د ټولنو د پرمختګ سبب کیږی
    په دی لیکنه کی هم ټوله لیکنه په ځای لیکنه ده زه ورپکی یوه خبره زیاتول غواړم او هغه دا چه تاسی د افغانستان د تجزیی یادونه کړیده ، ستاسی خبره سل په سلو کی سمه ده خو د دی ستونزی د پاره به زه د یوی مڼی
    مثال راوړم چه یو څوک راځی دغه مڼه ستا له ملکیته په زور باسی دا نو بیا د هغه کس خوښه چه ټوله ورسره وی او که هغه ټوټه ټوټه کوی ، که یی دا مڼه له مونږه په زرو اخستی وی په زور یی ټوټه کولی هم شی . له
    تجزیی مخکی مونږ د خپلواکی په غم کی شو که مو خپلواکی خپله کړه تجزیه به څرنګه رامنځته شی ؟ داسی مثال لری لکه څوک چه ښخه نه لری او د اولاد مطالبه لری د تجزیی نه مخکی مونږ خپلواکی ته اړه لرو او خپلواکی
    هم په تشو شعارونو نه تر لاسه کیږی مقاومت ته اړه لری ، له نیکه مرغه مقاومت هم شتون لری او مقاومت د بریاوو په درشل کی دی ولی مونږ او تاسی ورته د هماغه زمونږ د خپلواکی د غاصبانو په خوله د یوه اوبل
    جاسوسان وایو ، زمونږ د هیواد دشمنان یی بولو ، نو څرنګه به خپلواکی تر لاسه کړو ؟ او ولی به زمونږ هیواد نه تجزیه کیږی ؟
    ډیره مننه

  • هیواد (Samstag, 26. April 2014 11:28)

    څه چی محترم الحاج استاذ بیانزی وایی دقیقه ده ، ځکه چی دکرزی سره سم هیواد ته ښکیلاک راغلې او هیواد دامریکایانو په لاس کی دئ، نور مونږ تر اوسه آزادی نلرو! اوس نو لمړئ دآزادی په فکر کی اوسو او بیا د
    غلیمانو د دسیسو دمخنیونی په فکر کی اوسو! غلیمان زما اوستا دآزادی دپاره ستا هیواد ندی په ښکیلاک کی اچولې ، بلکه هغه ستا هیواد اوس خپيل متاع بولی او هر دول چی زړه یی وغواړی کوی یی! تاسو وګورئ چی نن
    داکتر عبدالله ستا دهیواد ولسمشرئ ته کاندید دئ او امریکایان غواړی هغه پر پشتنو په زوړه او په رنګارنګ دسیسو ولسمشر کړی،هغه داکتر عبدالله چی دافغانستان په شکیلاک کیدو کی دامریکایانو څخه به ملیونو نو
    دالر اخیستی او په هغه مشهور کتاب کی راغلی چی د (بوش په جنګ کی ( نومیږی لطفاً تالسو هغه کتاب مطالعه کړئ وبه ګورظ چی ددې دولت دکرزی څخه نیولې او بیا تر تولو چارواکو دعبدالله په شمول هیواد پلورونکی دي
    او هلته بخپله امریکایان دا لیکلی دی! اوس نو تاسو ته قضاوت پریږدم

  • الحاج استاذ بیانزی (Montag, 23. Juni 2014 08:54)

    هیواد صاحب السلام علیکم :
    ډیره مننه ، چه تاسی زما څیړنه تایید کړی یعنی تاسی زما خبره دحق په خاطر تایید کړی ، پرون روسان د یو نیم لک ُفوڅ ، تانکونو او الوتکو سره راغلی وو زمونږ مچاهدینو یی په ضد نظامی پاڅون وکړو ، تولو نړیوالو
    او هیوادوالو ورته زمونږ د خبلواکی غاصبین ، اشغالګر او وحشی ظالمان ویل .ولی نن چه هماغه یو نیم لک د د امریکا په مشری نړیوال استعمار تشریف راوړی په دی نوم چه زمونږ د وژلو د پاره یی یی خبل یو معاشخور او
    ستخدام شوی ( ملګرو ملتو ) څخه اجازه اخستی ، هماغه د روسانو به شان زمونږ خلک وژنی ، بی عزته کوی ، د زنکی لاندی او باندی زیرمی مو لوټ کوی تر یومیلون زیات خلک یی زمونږ په نشه توکه ککړ کړل زمونږ له هیواد
    څخه یی د نشه توکو ، باروتو او اتومی فاضله موادو، فاسپورسو ، کیمیاوی او بیالوژیکی وسلو او تجربو لابراتوار جوړ کړی تر روسانو ډیر روزل شوی ، او ډیر پی شمیره عصری وسلو او وسیلو سره یی تشریف راوړی چه
    پرونی اخوانیان او کمونستان هم ورسره ملتیا لری ، دا نوی نړیوال یهودی استعمار او اشغلګرو نه زمونږ هیواد اشغال کړی او دومره نازولی چه زمونږ د عام اولس په زور بی عزتی خو پریږده د غلامی اداری د کورونو او
    ناموس واک اول د اشغلګرو سره او بیا د غلامی اداری د چارواکو سره دی زما مطلب داچه ( خپلو ماندینو ته د اشغلګرو له اجازو غیره نه شی ورتللی ) او بیا هم مونږ خپلواکی یو ، او غلامو ملګرو ملتونو ورته زمونږ د
    غلامی ، لوټ کولو ، وژلو بی عزته کولو هرڅه اجازه ورکړی دامعنی چه ملګری ملتونه د خدایی په مقام کی قرار لری ؟ او بیا چه ملګری ملتونه زمونږ د غلامونو اچازه ورکړی مونږ غلامان یو او زمونږ اصلی چارواکی
    اشغلګر دی نو دا زمونږ هیواد نه دی نو مونږ د تجزیی څه پروا لرو او که هم یی غلامان او اوس مو دتجزیی په غم کیدی او د اشغلګرو ددی خبرو په مقابل کی چه مقاومت شتون لری هغوی ته هم د یوه اوبل جاسوس وایو او
    مونږ هم بی غیرته لاس د زنی لاندی ناست یو نو زمونږ سیاه سری به تر مونږ دغه سرو امریکایانو ته ترجیح ورنکړی زړه کی به نه وایی چه څومره بی غیرته میړونه لرو ؟