عبدالرحمن خان

04.02.2014

د ډیورنډ تړون
احمدالله رحماني
د افغانستان او پاکستان تر مینځ د پولي کرښه چي د ډیورنډ په نامه یادیږي ، د امیر عبدالرحمن خان دواکمنۍ په دوره کي د انګرېزانو له خوا پر افغانستان د پیسو او وسلو په بدل کي و تپل شوه .  په تاریخي لحاظ ویلای شو چي د افغانستان هغه سیمي چي د ډیورنډ کرښي په ها خوا پرتې دي ، د امیر عبد الرحمن خان له خوا پر انګریزي هند وپلورل شولي . د ډیورنډ کرښه د یوي معاهدې پر بنسټ چي د انګرېزانو له خوا سر هینري مورټایمر ډیورنډ ترتیب کړې وه ، د افغان او انګرېز د ګډ کمیسیون له خوا کش سوه . د پولی ټکي له واخان نه د ایران تر پولي پوري د افغانستان په شرقي او جنوبي سیمو کي په هر ۸۰ کیلومیتري کي و ټاکل شوي . د کرښي د کشولو پر وخت پام ونه شو چي کرښه کوم کلي ، بانډونه اوکورونه نیمایي کوي . د کرښي د کشولو پر وخت که به کومو کورونو یا کلیو نیوکي یا اعتراضونه کول ، د انګرېز او افغان وسله والو له خوا به وهل ، ټکول او هم وژل کېدل .

د امیر عبدالرحمن خان او سر هینري مورټایمر ډیورنډ تر مینځ د  تړون  متن په ددې  ډول وو  :
د افغانستان او هندوستان تر مینځ د پولي په اړه ځیني پوښتني را مینځ ته شوي دي . د افغانستان د امیر او د هندوستان د حکومت هیله ده چي دا پوښتني د پولي د ټینګېدو په موخه ددوستۍ په فضا کي حل شي . ددې لپاره چي په راتلونکي کي ددواړو دوستوحکومتونو تر مینځ د واک د سیمو په اړه  نورد نظر اختلاف را مینځ ته نه شي ، پر لاندي تړون موافقه کیږي :

لمړۍ ماده :
د افغانستان د امیر د واک جنوب-شرقي سیمه له واخان نه دایران تر پولي پوري چي ددې موافقي مل په نقشه کي ښودل شوې ده ، په لاندي ډول موافقه کیږي :

دوهمه ماده :
د هندوستان حکومت به هیڅ وخت کوښښ ونه کړي ددې کرښي په ها خوا د افغانستان په سیمه کي د خنډونو په موخه مداخله وکړي . همدا رنګه د افغانستان امیر به هیڅکله کوښښ ونه کړي ددې کرښي په دې خوا د هندوستان په سیمه کي د ستونزو په موخه مداخله وکړي .

دریمه ماده :
د بریتانیا حکومت موافقه کوي چي اسمار او د هغه اړونده سیمي تر چنک پوری د افغانستان امیر ته ور پریږدي . په بدل کي د افغانستان امیر ژمنه کوي چي هیڅ وخت به په سوات ، باجوړ ، چترال او د هغو په اړوندو سیمو دعوه ونه کړي او هلته به هیڅ وخت مداخله ونه کړي . د بریتانیا حکومت موافقه کوي چي برمال او د هغه اړونده سیمي چي ددې تړون په مل نقشه کي ښکاره شوي دي ، د افغانستان امیر ته ور پریږدي . په بدل کي د افغانستان امیر پاته سیمي د وزیریستان او داور په ګډون  د همیشه لپاره له لاسه ور کوي .

څلورمه ماده :
د پولي کرښه او د هغي جزیات به د افغانستان او بریتانیا د ګډ کمیسیون له خوا په هغو ځایونو کي تعینیږي چي د عملي کېدو امکانات یې زیات  او د غوښتنو سره برابره وي .  کرښه به د پولي د ټینګولو په موخه ددواړو خواوو په موافقه په داسي ترتیب مينځ ته راځي چي دواړي خواوي د هغي د ټینګولو مسولیت پر غاړه واخلي . د پولي د کرښي په تعینولوکي به چي ددې تړون مل په نقشه کي لیدل کیږي ،دهغو کلیو او بانډونو چي پولي ته نږدې پراته دي ،حقوق په نظر کي نیول کیږي .

پنځمه ماده :
د چمن په سیمو پوري اړوندي پوښتني به داسی حل کیږی چي د افغانستان امیرله خوا به دشیر او اوبه لاندي سیمي  د بریتانیا پر حکومت پلورلي بلل کیږي . په دې سیمه کي به د پولي کرښه داسي کش شي :

د خواجه ارمان د غوندۍ سیمه چي پشه کوتل ته نږدې پرته ده ، بریتانیاته پاته کیږي . د پولي کرښه به دمرغې او چمن په ها خوا د بریتانیا او افغانستان پوله د لښکر ډند په سیمه کي تعینوي . د پولي کرښه به د ریل سټیشن په هاخوا د میدان بولدک له غونډۍ نه تیریږي او په جنوبي برخه کي به په خواجه ارمان کي سره نښلول کیږي . د ګواښې سیمه به بریتانیا ته پاته کیږي او دښوراوک او ګواښې تر مینځ سړک به په افغانستان کي پاتي شي . د بریتانیا حکومت ژمنه کوي چي له دې کرښي ها خوا په نیم میله واټن کي به مداخله نه کوي .

شپږمه ماده :
ددې تړون پورتنۍ مادې د هندوستان د حکومت او د افغانستان د امیر له خوا په رسمیت پېژندل کیږي او ټولي هغه ستونزي او د نظر اختلافات چي د پولي له کبله رامینځ ته کېدل ، حل بلل کیږي . د هندوستان حکومت او د افغانستان امیر ژمنه کوي چي د پولي د کرښي د جزیاتو پر سر اختلافات به ددواړو خواوو د مامورینو له خوا ددوستۍ په فضاُ کي حل وفصل کیږي .

اوومه ماده :
د بریتانیا او د افغانستان د بشپړه خوښي په امیدد بریتانیا حکومت د افغانستان استقلال او پیاوړتیا غواړي . د هندوستان حکومت به هیڅ وخت داسي کړنه ونه کړي چي د افغانستان سره د جګړې سبب شي . یو د بل په چارو کي نه مداخله به د هغوی د خپل ځانونو سره مرسته وي . داچي د افغانستان امیر ددې تړون په اړه خبرو ته چمتو شو ، د هندوستان حکومت ځان مکلف بولي ، د افغانستان امیر ته له کاله شپږ لکه روپۍ زیاتي ورکړي چي جمله به له کاله دولس لکه روپۍ امیر ته ور کول کیږي .

لاسلیکونه :
هینري مورټایمر ډیورنډ
امیر عبدالرحمن خان
کابل ،  ۱۲ نوامبر ۱۸۹۳


عبدالرحمن خان دا تړون پر خپل سر بیله دې چي د لویي جرګې مشوره تر لاسه کړي ، لاسلیک کړ او په دې ترتیب یې دافغان ولس سره نه جبران کېدونکي خیانت وکړ . ددې د مخه چي د امیر عبدالرحمن خان سره دا تړون لاسلیک شي ، انګرېزانو پښین ، سیبۍ  او خُرمتال رسماً د هندوستان په خاوره پوري تړلي اعلان کړل .  څنګه چي انګرېزانو ته د چمن علاقې او د کوږک غرونه زیات اهمیت درلود ، ځکه یې دډیورنډ تړون رامنځ ته کړ . د ډیورند کرښي وزیریستان ، د مومندو سیمي ، کوږک غر اود چمن سیمي له پلرني هیواد افغانستان نه جلا کړل .  امیر عبدالرحمن خان ته ددې تړون د لاسلیک کولوپه بدل کي  له کاله د۱۲ لکو روپيو په بغل کي  د ۱۸۸۳ نه تر ۱۸۹۵ پوری ۸۰ سپک توپونه ،  ۱۷۳۴۰ د توپ ګولۍ ، ۳۳۳۰۲ ټوپکونه ،۳۲۰۰ کارابینه ،۲۱ میلیونه د ټوپکو ګولۍ ورکړه شوې . دډیورنډ د کرښي پر سر  د تړون د لاسلیکېدو په لمړیو کلونو کي د پښتنو په سیمو کي زیاد پاڅونونه را وپاریدل چي په پایله کي یې زیاتو پښتنو مړونو خپل ژوند له لاسه ورکړ .

دا تړون اساساً له ۱۸۸۳ نه تر ۱۹۹۳ پوري د ۱۰۰ کالو لپاره ټاکل شوی وو  ، خوکوم وخت چي په کال ۱۹۴۷ کي اوسنی پاکستان جوړ شو ، د ډیورنډ کرښه د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان او پاکستان تر مینځ په رسمي پوله وپېژندل شول . په عادي حالت کي باید د افغانستان حکومت په ۱۹۹۳ کي ددې سیمو لاس ته راوړلو ادعا کړې وای . خو څنګه چي افغانستان په کورنیو جګړو کي ډوب وو ، د افغانستان سیاستوالو دې مهم ټکي ته پام ونه کړه .

د ډیورنډ کرښه تر اوسه پوري د افغانستان له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوي په لیري یا نږدې راتلونکي کي به د افغانستان او پاکستان تر مینځ د خونړیو جګړو
 
سبب وګر ځي 

پای  

سرچینې :
 د افغانستان تاریخ - تاریخي واقعات او یادداښتونه د حبیبو بریښنا لیکنه 
 تاریخ سیاسي افغانستان  - سید مهدي – لمړی چاپ ۱۳۱۴ دوهم چاپ  ۱۳۷۱

 

 

Kommentare

Diskussion geschlossen
  • محمد یاسین ایوبی (Samstag, 14. Februar 2015 13:10)

    دي بي فکره امیر ته دي خدای سزا ورکړي چي راتلونکي نسلونه یې په اور کي وسوځول.
    له بل لوري باید ووایم چي دا معاهده یا تړون حقوقي بڼه نلري ځکه چي دا تړون د بریتانیوي هند حکومت لخواه د امیر عبدالرحمن خان سره لاسلیک شویدی. پاکستان یا هند ددي صلاحیت نلري چي پر نوموړي معاهده باندي
    تکیه وکړي. مونږ کولای شو دا موضوع د ملګرو ملتونو د عدالت دیوان ته وړاندي کړو او په حقوقي ډول رسیدنه د حل لاره ده.

  • الحاج استاذ بیانزی (Donnerstag, 20. August 2015 00:33)

    رحمانی صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ،زمونږ د پاره څه برخی لا روشانه شوی چه زه به یی په اړه یوه لیکنه ولیکم :
    یوه داچه د امیرعبدالرحمان په وخت کی هم مونږ استققلال لرلو حتی به تړون کی یی ذکر شوی او د معاهدی محتویات هم دا ایجابوی چه معاهدی د خپلواکو هیوادو سره کیږی ،
    دوهم : د پشتونخوا د سیمو نیول د امیر محمد یعقوب خان وخت کی د اجاری په شکل ترسره شوی چه انګریزان به ورته شبږ کله روپی ورکوی او د امبر عبدالرحمان وخت کی هماغه اجاره ، مګر د پولو نوم ورته واخستل شو او
    ددغه پولو د نوم د پاره ورته شپږ لکه روپی نوری ورزیاتی شوی
    دریم : په تړون کی معلوم شوی چه د پاکستان حکومت بلواکه وو چه انګریزانو (بادارانو ) یی په اړوند تړونونه لاسلیک کول
    څلورم : اوس ډيره اسانه شوه چه د امان الله دخپلواکی په نوم جنګ باندی څیړنی او ارزونی وکړو چه ګټه مو وکړه او که تاوان ،؟
    پنځم : که مونږ بلواکه وو ، د امان الله په وخت کی امان الله ولی امیر وو ، او افغانستان کی د انګریزانو مشر څه نوم وو چه امان الله خان وښړلو ؟

  • ځلمی (Donnerstag, 01. Oktober 2015 01:59)

    رحمانی صاحب د لوی اختر مبارکی درته یو ځل بیا وایم او ستاسی د لیکنی په اړه :
    مننه کوم ، مونږ دغه مادی د لمړی ځل د پاره ولوستلی ، مونږ فکر کولو چه په دغه تړون کی به د سلو کلو وروسته افغانستان ته ددغه سیمو واپس سپارل وی ، دغه تاریخ چه تاسی ۱۸۸۳ لیکلی چه په ۱۹۹۳ کال کی به یی
    میعاد پوره کیږی ((( نشته ))) تاسی دغه تاریخ د ( ۱۸۸۳ او ۱۹۹۳ ) د کوم بل سند له مخی وایی که څرنګه ؟
    دغه تړون چه مونږ ارزولو د سل کلو نه بلکه دایمی دی . مګر دا چه د دولس لکو کالدارو یادونه پکی شوی د تیښتی لیار پکی شته چه مونږ ورته اجاره ورکړی او هغه هم ډير کمزوری یادونه ده .
    که تاسی د مهربانی له مخی په دی رڼا واچوی بده به نه وی.
    که داسی وی لکه تاسی چه لیکلی په قانونی ډول مونږ د ډیورنډ خط لاسلیک کړی .که مونږ یی نه منو ، دا معنی چه دیوه مشر لاسلیک د منلو وړ نه دی.
    حتی د کرزی او غنی لاسلیکونو ته ( چه اشغالګرو له ځانه سره راوستی ، تمویل او تجهیزوی یی ، د هغو په وزرو الوزی که اشغلګر نه وی دوی نشته ) اهمیت ورکوی ، نو د امبرعبدالرحمان لاسلیک کول به څرنګه اهمیت نه
    لری چه دوخت مهم پاچا وو ، پاچاهی نظام کی پاچا مالک کل دی جرګه او شوری ورته هیڅ اهمیت نه لری ، لکه د سعودی پاچا چه څه غواړی او څه لاسلیک کوی هغه د باور یواځنی مرجع ده .
    د همدی امله اولسونو ته اړه ده چه کرزی او غنی په شان پلورل شوو ته وخت ورنکړی او له قدرته یی لیری کړی . مننه