عزت الله ذکي  کندهار
 Ezatullah Zaki - Kandahar

--- ښکلې ليلا ---

خلګ دي ټول وايي، دا ددې کلي ليلا ده

رب ورکړې ښاپيرۍ، غوندي ښکلا ده

 

 

څوک يې په ټک مړه شوله له مينې

چا صدقه ورکړله د خپلې پاکې وينې

په دې مينه کي مزه پرته ريښتا ده

 

د کلي د چينې د پاسه يې کور دئ

ناسته پاسته يې د کور سره پيغور دئ

ورته ګرځي عاشقان هر يو وای زما ده

 

 

دا په څه مستۍ له کوره رابهر شي

چي وخت او مهال را د مازيګر شي

داد مينې په راز پوه ده بې وفا ده

 

 

نن په سرو لاسونو شنه منګي ډکوي

اوس د چنار خوا کي څو زلمي لټوي

زړه وړي له کوګله داد عشق بلا ده

 

 

د ګودر غاړه هم له ښو زلميانو ډکه وي

جوته نه وي چي د چا طالع به شکه وي

ږدي ورته دامونه وای د ټولو محبوبا ده

 

 

ځيني ځوانانو بلوتوتونه وي آن کړي

سترګې يې د ليلا خوا ته وي نيولي

نمبر ورکړي وای زما مينه رسوا ده

 

 

ډيموکراسۍ مينه ساده کړله اسانه شوه

اوسنۍ مينه بازاري شوله ارزانه شوه

اوس يې يو ميسيج اجل دی دلروبا ده

 

 

تګ کوي د زرکې د حسن ښاپېرۍ ده

راغلې اوس پر وخت د خپل ځوانۍ ده

مین زړه وړي له کوګله په خندا ده

 

 

د پخوا مينې ساده وې ډيري ښه وې

له هر څه نه به خالي او په پاک زړه وې

عزت (ذکي) وايم اوسنۍ مينه سودا ده

 

شاعر : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

(( ښکلې نړۍ ))

يو ښايسته غوندي نړۍ ده

پکښي لمر دی هم سپوږمۍ ده

****

مخلوقات ټول پکښي اوسيږي

خو په خپل شکل کښي ګيردۍ ده

****

د بشريت د زېږون ځای دئ

مالومه له تاريخه پخوانۍ ده

****

محل د ازل او مزل دواړو

که څه هم نورو ته کوچنۍ ده

****

بشر پکي پيدا پکي ښخيږي

پلمه د ژوند ده آزادۍ ده

****

د عزت او ذلت ځای دئ

خبره د اسلام، مسلمانۍ ده

****

څوک خوشحال پکي اوسيږي

چاته پېلامه د بدبختۍ ده

****

چا پکي عجيبه مزې وکړې

د چا کفن پکار دی، ليونۍ ده

****

بس په هر چا باندي تيريږي

ذکي وايمه ناڅي ښاپېرۍ ده

عزت الله ذکي