دوکتور عبدالجليل زلمی

 
   Dr. Abdul Jalil Zalmay

زما پښتونه

زماپښتونه ، حال دی څه دی ؟ ستا به حال څنګه وی ؟

د خپل بابا شړۍ  دی پریښوه ، ستا به شال څنګه وی ؟

دا   ستا   په  ژبه   کښی  ،  پردیو  ژبو  ځالی   کړی

په  ګونګه  ژبه  به دی  لیک  د قیل او قال څنګه وی ؟

په  شلو  ژرندو باندی وړه شوی ، او وړه کیږی پسی

په مرچکو  په مصالو  کښی  خوند  د  دال څنګه وی ؟

د  غلیمانو     منځ   کښی   ګیره ، بی  خبر    پښتونه

په   زړه   توره   به  ساتل  د  سر  او مال څنګه وی ؟

بس   په   زړو  قیصو  خوشحاله ،  او   خوبونه  کوه

نه یی   خبر ؟   چه  د  دښمن  فتنه  او چال څنګه وی !

خپله  کوډۍ  کښی ، په خپل آور دی  سوزوی غلیمان

نور   به   هنّر   د   فرنګي   ،  د  خردجال څنګه وی ؟

زما  خړ  پړه  ،  په  نس  وږی  ،  ګلالی  پښتونه !

چه واک د بل ، خزانی ستا ، نو ستا به مال څنګه وی ؟

همیش  د  ورور  وینی  ته  تږی ، تربګنۍ  وخوړی

ژوند  دی  بدرنګ ، د آخرت به دی جنجال څنګه وی ؟

قومونه   لاړه ........ په هوا  کښی   پروازونه  کوی

ښکیل د دښمن یی ، ستا به پر او ستا به بال څنګه وی ؟

کور دی  تالا شو ، اوس  له  کوره هم ورکیږی پسی

له صحرأ راغله ، کوربنو سره به یی چال څنګه وی ؟

د   خدای لپاره د غفلت  له  خوبه ویښ شه ، بس دی

چه دا  ستا حال وی ، د  بچو به دی احوال څنګه وی ؟

نه قوم پرست یی،نه ظالم ، نه دی بل کور وران کړی

غل دی همیش په کور میلمه،خوار بی مجال څنګه وی ؟

د کک حساب کوی په کور کښی ، خو د کوره  بیرون

نور نو  بخښل هم د خپل سر ، مال او منال څنګه وی ؟

په زړه  زخمی (ځلمی) به ستا په غم کښی  وینی  ژاړی

که دغه حال وی ، خدایږو پس له دی به حال څنګه وی ؟

داکټر عبدالجلیل (ځلمی)

د آپریل ۲۲ کال ۲۰۱۶ عیسوی