ويښ زلميان
Wish-Zalmyan

د ويښ زلميانو بنسټ یعني د افغانستان د اولين مبارز ګوند ډبره په کال ۱۳۲۰ هجری شمسی کی په کابل او کندهار کی کیښودل شوه . هغه مباريزين چه ددی ګوند په اوله کرښه کی ولاړ وه او دا ګوند يی په لمړی ګام کی په پټه توګه تشکيل کړ عبارت دی له دغو کسانو نه :                                                

                 په کابل کی                                          په کندهار کی

۱- محمد رسول پښتون دقند جوړولو شرکت مدير

۱- غلام حسن صافی د قند جوړولو د شرکت ريس

۲- غلام جيلانی الکوزائی د قند جوړولو شرکت معاون

۲- عبدالروف بينوا د پښو ټولنی عمومی ريس

۳- عبدالهادی هادی تاجر

۳- نور محمد ترکی د باختر آژنس عمومی مدير

۴- عبدالاحد عارض د دولتی انحصاراتو ريس

۴- قيام الدين خادم د اصلاح ورځپاڼی مدير

۵- عبدالشکور رشاد د پښتو ټولنی معاون او د پوهنتون استاد

۵- ګل پاڅا اُلفت د قبائلو ريس

۶- محمد ابراهيم خواخوږئ د افغانستان راديو د مراقبت مدير

۶- صديق الله رشتين د پښتو ټولنی عمومی مدير

۷- محمد ولی زلمئ د کندهار نومی کتاب ليکونکئ

۷- فيض محمد انګار د انګار د جريدی مسئول مدير

۸- محمد رسول مسلیم

۸- غلام محي الدين زرمتی

۹- محمد علم بڅرکئ د کندهار ددولتی مطبعی مدير

۹- نيک محمد پکتيانی

۱۰- فضل محمد د کندهارد ترافيکو مدير

۱۰- محمد موسی شفيق (وروسته بيا د افغانستان صدراعظم)

۱۱- محمد علی د سطرنج قهرمان

۱۱- عبدالقدير فهيم

۱۲- غلام دستګير پوپل د مسلخ مدير

۱۲- عبدالحبيب صافی

۱۳- نورمحمد دملی شورا اوومی دوری وکيل

۱۳- عبدالله بختانی خد متګار

۱۴- قاضی عبدالصمد

۱۴- محمد طاهر صافی د تعاونی ډيپو ریس

۱۵- قاضی بهرام

۱۵- شاه مرد مليا صافی

۱۶- نور احمد شاکر د ژبی پيژندنی استاد

۱۶- محمد ارسلان علمی دقبائلو معاون

 

د ګوند دتشکيل په اولنی وختونو کی به د ګوند مشرانو یو دبل په کورونو او يا په نورو مصئونو ځایونو کی را ټوليدل او سياسی تبصری به يی کولی . هر یوه به په خپل وار د کار په ځا يونو ، په کوڅه او بازار او نورو ځایونوکښی چه موقع به يی مساعده ليدل د ګوند له طرفه تبليغ کاوه او ځوانان به يی بيداره کول تر څو دوی سياسی شعور پیدا کی ، د شر اوفساد په مقابل کی مبارزه وکړی، سياسی احزاب تشکيل کړی تر څو يو ديموکراسی نظام په وجود راوستل شی .

څنګه چه دا حرکت  د »» ويښ زلميانو«« په نامه ياديده فعاليتونه ورځ په ورځ زياتيدل اود شمير نه وتلی ځوانان ورته جلبيدل د حکومتی مقاماتو د سر د درد وړ وګرځيده . نو ځکه حکومت غافل پاته نه شو او د ويښ زلميانو د غړو حرکات يی تر مراقبت لاندی و نيول .

له بلی خوا څنګه چه د مطبوعاتو قانون تازه نشر سوی وو ، نوځکه ویښ زلميانو ددی قانون نه په استفاده د انګار د جريدی د نشر اقدام وکړ . د انګار د جريدی اولينه شماره د چهارشنبی په ورځ د ۱۳۲۹ کال د حوت د مياشتی په ۹ نيټه نشر شوه . په دی جريده کی چه د هری يکشنبی او چهارشنبی په ورځ خپريدل نه يواځی د ويښ زلميانو ليکوالانو خپلی مقالی نشرولی بلکه د وطن ټولو احساس مندانو، وطن غوښتونکو او ويښو ځوانانو ته موقع برابره سوه چه وطنوالو ته دولتی ناخوالی ورڅرګندی کړی . د انګار د جريدی دنشرولو وروسته نورو کسانو ته هم موقع براره شوه . د ۱۳۲۹ کال د حوت په مياشت کی د »وطن« جريده د غلام محمد غبار له خوا اود کال ۱۳۳۰ د حمل په مياشت کی د »ندای خلق« جريده د دوکتور عبدالرحمن محمودی له خوا نشر شوه .

کرار کرار د وطن په ګوټ ګوټ کی د ويښ زلميانو تعداد زياتيدئ. خلګو سياسی شعور پیدا کړ، پر دولت ئی په انتقاداتو او د هغه په مقابل کی ئی په مظاهرو لاس پوری کړ چه دا حالت ددولت د تحمل وړ ونه ګرځیده او دويښ زلميانو د حرکت په را نسکوره کيدو يی اقدام وکړ . پدی وخت کی غلام حسن صافی په کابل کی د قند جوړولو شرکت ريس وو. محمد رسول پښتون او غلام جيلانی الکوزائی په کندهار کی دقند جوړلو د شرکت مديران وه او عبدالاحد عارض د محاسبی مدير وو. د قند جوړولو شرکت په دولتی انحصاراتو پوری وتړل سو او دا پورته کارکونکی جبراً کابل ته او محمد رسول پښتون له کابل نه بغلان ته تبديل شو . محمد رسول پشتون په بغلان کی بندی سو، غلام جيلانی الکوزائی اوعبدالهادی هادی په کابل کی او فيض محمد انګار ،محمد علم بڅرکئ او محد ابراهيم خواخوږئ په کندهار کی بنديان شول . دغه کسان بيله کومی محکمی فيصلی تر لس کاله اضافه په بنديخانه کی کښيناستل .

پدی ترتيب دویښ زلميانو حرکت کرار کرار ټوټه ټوټه شو . نور محمد ترکی د ويښ زلميانو له حرکت نه ووت او د خلګو ديموکراتيک ګوند ته ور داخل شو چه دا ګوند هم پر دوو حصو تقسيم شو، چه يو يی د خلق ګوند وو د نور محمدترکی په مشری او بل يی پرچم وو د ببرک کارمل په مشری چه په پايله کی ددواړه ګوندونو هدف يو وو .

خلاصه داچه د ويښ زلميانو مشران د وخت په تيريده يو په بل پسی مړه شوه . او دافغانستان لمړنی ګوند چه هدف يی يوه واقعی او رښتنئ ديموکراسی وه له منځه لاړ. اوس فعلاً د ويښ زلميانو له مشرانو نه يواځنئ مخور او د علم خاوند عبدالاحد عارض ژوندئ دی او د ۹۵ کالو په عمر په کابل کی د خپل فاميل په چاپیریال کی ژوند کوی .
»ټول افغانستان«

 

Wish Zalmyan, tolafghanistan