افغانستان په ۱۴ پیړۍ کي افغان واکمنان
 نورگل شفق

څوارلسمه لمریزه پېړۍ په اوښتو او پنځلسمه په پېلېدو ده. افغانستان په تېرو شاوخوا سلو کلونو کې پنځلس واکمنان او ولسمشران ولیدل.

د هر یوه د واکمنۍ دوره له بېلا بېلو لوړو ژورو او ننګونو ډکه وه او نژدې د هر واکمن په اړه نظرونه سره وېشلي دي.

دلته له پاچا امان الله خان رانیولې تر اوسني ولسمشر محمد اشرف غني پورې، د بېلا بېلو افغان واکمنانو دورو ته کتنه شوې ده.

شاه امان الله خان

د افغانستان هغه پاچا چې تر لومړۍ نړېوالې جګړې او د خپل پلار امیرحبیب الله خان تر وژل کېدو وروسته د دغه هېواد واکمني ورپه برخه شوه. دا ۱۲۹۸ یا ۱۹۱۹ کال و، د څوارلسمې پېړۍ تر پېلېدو دوه کاله مخکې امان الله خان واک ته له رسېدو سره افغانستان له انګرېزانو خپلواک اعلان کړ او د ازادۍ ګټونکی غازي وبلل شو.

هغه یو عصري او پرمختللی افغانستان غوښت، لومړنۍ اساسي نظامنامه یا اساسي قانون يې جوړ کړ، په افغانستان کې يې مرییتوب لغو کړ، شخصي ازادي او د حقونو برابري یې د هر افغان حق وګاڼه.

دی په دې ټولنه کې د ځينو داسې بدلونونو غوښتونکی و چې د تاریخپوه او څېړونکي عبدالغفور لېوال په نظر، په کور دننه د حساسیتونو تر څنګ انګرېزانو هم نشو زغملی:

"په هغه وخت کې داسې فکر کېده چې ټولو اسلامي هېوادونو ته به دا یو الهام شي او د الګو په توګه به د استقلال غوښتنې پاڅونونه راولاړ شي. دا د انګریزانو لپاره د منلو وړ نه وه. بله خبره د روسانو سیاست هم و. په هغه وخت کې د شوروي نوي حکومت د افغانستان استقلال په رسميت وپېژانده. دا هم لوی تهدید و. انګریزانو نه غوښتل چې د خپل پوځي حضور د له منځه وړلو سره خپل سیاسي یا استخباراتي حضور هم له لاسه ورکړي. همدا و چې د بېلا بېلو پاڅونونو او اغتشاشونو په راپاڅولو باندې يې هڅه وکړه چې امان الله خان له ماتې سره مخ کړي. هېڅ دې کې شک نشته چې د سقوي اغتشاش تر شا د انګریزانو جدي لاس و".

ځينو پر ده د کفر فتواوې ورکړې او پر ضد يې بغاوت پېل شو. حبیب الله کلکاني- چې په بچه سقاو مشهور و- د دې ګډوډۍ مخکښ شو او د ارګ په تمه يې پر کابل برید وکړ.

امان الله خان تر نهه کلنې واکمنۍ وروسته د واک پرېښودو ته اړ شو. پر ځای یې ورور عنایت الله خان د افغانستان واګي په لاس کې واخېستل خو تاب يې رانه وړ او درې ورځې وروسته حبیب الله کلکاني ارګ ونیو.

 

حبیب الله کلکانی (بچه سقاو)
حبیب الله کلکانی په ۱۳۰۷ کې د افغانستان واکمن شو. د دغه هېواد لومړنی تاجک هېواد مشر، خو هېڅ کوم هېواد يې واکمني په رسميت نه وه پېژندلې. پلویانو يې هغه د رسول د دین خادم خو مخالفانو يې یاغي یاداوه.

حبیب الله کلکانی یا د سقاو زوی تر نهو میاشتو ډېره واکمني ونه شوه کړای او پر ضد يې نادرخان راولاړ شو.

نادرخان د امان الله خان د پلار امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر او وروسته په فرانسه کې افغان سفیر و.

له فرانسې افغانستان ته راغی، د سویل ختيځو ولایتونو د قبایلي مشرانو او قومونو په ملاتړ راولاړ شو. پر ارګ يې برید وکړ. د پکتیا د اریوب ځاځیو اوسېدونکی جنرال سید عمر محبت وايي، نادرخان ته هغه مهال د ده پلار الله میرخان پخپله حجره کې ځای ورکړی و چې وروسته بېلا بېلو قومونه بدرګه کړ:

"د سقاو د زوی ډاګي راغی. پر کچر سپور و. ویې ویل چې الله میر خان څوک دی؟ زما پلار ورته وویل چې زه یم. نو ډاګي خط نادرخان ته ورکړی و خو هغه دومره هوښيار سړی و چې خپله یې هغه لیک خلاص نه کړ، زما پلار ته یې ورکړ چې ته يې ولوله. کله چې هغه لوسته نو ورته لیکلي يې وو چې: الله میرخانه! منم چې غيرتي او پښتون سړی یې. زه نه درته وایم چې نادرخان ووژنه، یوازې يې له کوره وباسه. زه به سره زر درکړم. کنه نو هغه خو هسې هم وژنم، تا به هم له خپلو اولادونو سره په تېلو وسوځوم. پلار مې ځواب کې ورته ولیکل چې د سقاو زویه حبیب الله! که ته هم زما کور ته راغلی وای نو ما به د نادر غوندې ساتلی وې. اوس چې نادر راغلی، یا به یې پاچا کوو او یا به په تېلو سوځېږو".

ښاغلی محبت زیاتوي: "نهه میاشتې او شل شپې دغه جنګ روان و. چې سقاو په کابل کې محاصره شو. دی له کابله وتښتېد، کلکان ته لاړ. نادرخان کامیابه شو او زموږ پلرونو نیکونو هغه پر تخت کېناوه."

حبیب الله کلکانی تښتېدلی و خو وروسته تسلیم شو او له خپلو ځينو ملګرو سره اعدام کړای شو. نادر خان هم شاه او د افغانستان د واک پر ګدۍ کېناست.

نادر خان
نادر شاه څلور کاله د افغانستان پاچا و. په ۱۳۱۲ کې زدکوونکو او لوبغاړو ته د جایزو ورکولو په مراسمو کې ګډون ته تللی و چې هماغلته د عبدالخالق په نوم یوه هزاره زدکوونکي په ډزو وویشت او ويې واژه.

تاریخپوهان وايي، عبدالخالق د غلام نبي خان چرخي د وژلو د انتقام اخیستلو لپاره نادرشاه وواژه خو بل نظر دا هم دی چې هغه له هزاره لږکیو سره د نادر شاه چلند قهرولی و.
 

ظاهر شاه

د نادرشاه د وژل کېدو په کال یاني په ۱۳۱۲ کې د هغه ۱۹ کلن زوی ظاهر شاه د خپل پلار ځای ناستی شو او څلوېښت کاله يې پاچاهي وکړه.

پر اوسني افغانستان د یوه تن له لوري تر ټولو اوږده واکمني. ځينې تاریخپوهان وايي، ظاهر شاه چې څومره اوږده واکمني وکړه هغومره د پام وړ کار یې ونه کړ خو یو شمېر نور بیا د ډيموکراسۍ لسیزه، د تعلیم او د ښځو حقونو ته توجه یې ښه لاسته راوړنه بولي. تاریخپوه استاد شهسوار سنګروال نیازی وايي:

"د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په کابینه کې- خصوصاً داسې کسان چې د لوړو زدکړو څښتن وو، مسلکي او اکاډميک کسان وو- په بېلا بېلو وزارتونو کې په دندو وګمارل شول. یاني موږ کولی شو چې په اقتصادي، سیاسي، کلتوري او په بېلا بېلو اړخونو کې د ظاهر شاه د واک په اړه خبرې وکړو خو له بده مرغه ځینې تېروتنې يې هم باید له یاده ونه باسو. د ظاهر شاه په وخت کې يوه لویه تېروتنه دا وه چې کله پاکستان جوړېږي، نو موږ په سیمه کې هغه مهال د ګاونډيانو پر تله ډېر ځواکمن هېواد وو. ده ته په کار وو چې د ډيورېنډ کرښې په اړه يې انګرېزانو ته په زغرده ویلي وای چې خپله خاوره په افغانستان پورې بېرته ورپورې کړي خو ده بې غوري وکړه."

دویمه نړيواله جګړه هم د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال پیل او پای ته ورسېده او ګاونډی پاکستان هم د ده د واکمنۍ پر مهال رامنځ ته شو.

ظاهر شاه په ۱۳۵۲ کې اېټالیا ته په سفر تللی و چې د تره زوی یې، داود خان کودتا وکړه. داود خان د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د صدراعظم او دفاع وزیر په حېث هم کار کړی و.

د داودخان پخواني ملګري وايي چې هغه په نظام کې د سمون غوښتونکی و او ظاهر شاه ته یې د واک پرېښودو ویلي وو خو هغه هېڅ د هو او نه ځواب نه و ورکړی.

پایله دا شوه چې د ۱۳۵۲ د چنګاښ پر ۲۶ سردارمحمد داود خان پر ظاهرشاه سپينه کودتا وکړه او شاهي نظام یې ړنګ کړ.
 

سردار محمد داود خان
داود خان په ۱۳۵۲ کې پر ظاهرشاه د سپينې کودتا له لارې واک ته ورسېد او د شاهي نظام پر ځای يې په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ کېښود.

داود خان پخپله لومړنی جمهور ریيس شو. ظاهر شاه د افغانستان د وروستي پاچا په حېث له ایټالیا خپله استعفا ورته راولېږله.

سردار محمد داود خان شاوخوا پنځه کاله واکمني وکړه. ځينې يې دوره ستايي خو یو شمېر نور بیا پاچا ته په درنښت قایله ټولنه کې د هغه پر ضد د کودتا له کبله د ملامتۍ ګوته ورته نیسي.

تاريخپوه سنګروال نیازی د ده دوره د اقتصادي ودې، د قوانینو د سمون او د نړيوالو اړیکو د پراختیا دوره بولي خو وايي، د شوروي په سیاست کې د بدلون راتګ او د پښتونستان او ډيورنډ کرښې په اړه د ده کلک دريځ یې مخالفان ډير کړل.

"ایران همېشه دی د سره سردار په نوم یاداوه. دی یې په دې تورناوه چې شورویانو ته نږدې دی. بلې خوا ته پاکستان و. چون دی د پښتونستان جوړېدو له ډېرو مهمو غوښتونکو کسانو و او ډيورنډ کرښه يې نه منله نو پر دغه بنسټ پاکستان هم د ده پر ضد توطئې کولې او هلته ایران هم کولې. نو ځکه دی په داخل کې د داخلي ستونزو له کبله او په خارج - خصوصا په ګاونډيو هېوادونو کې - د بهرنیانو له ګواښ سره مخ و. هماغه و چې بهرنیانو د ده په کارونو کې لاسوهنه وکړه او دی یې له ګواښ سره مخ کړ. تر هغه چې له منځه ځي او په افغانستان کې يوه بل کړکېچ ته لاره هوارېږي."

یو نظر دا هم دی چې داود خان د واک په وروستيو کلونو کې له مسکو او کیڼ اړخو سره فاصله اخیستې وه او د نورمحمد ترکي په ګډون يې د خلق ډيموکراتیک ګوند ځينې مهم غړي نیولي او بندیان کړي وو.

هماغه و چې د خلق ګوند پوځیانو د ۱۳۵۷ د غويي یا ثور پر اومه د هغه پر ضد کودتا وکړه او خپله واک ته ورسېدل او له ملي راډيو تلويزون د انقلابي شورا په استازيتوب د محمد اسلم وطنجار په غږ داسې اعلان خپور شو:

"د لومړي ځل لپاره په تاریخ کې د سلطنت، ظلم، استبداد وروستۍ بقایا او د نادر خان د کورنۍ قدرت پای ته ورسېد."

د غويي پر اومه د خلق ګوند نظامیانو سردارمحمد داود خان د خپلې کورنۍ له ۱۸ نورو غړو سره د هغوی په خپل کور کې وواژه او په نامالوم ځای کې يې تر خاورو لاندې کړل.

خو له وژل کېدو یې شاوخوا دېرش کاله وروسته په ۱۳۸۷ کې د یو لړ څېړنو په ترڅ کې د هغوی د مړو پاتې شوني د کابل ده سبز ولسوالۍ په سویلي برخه کې پولېګون سیمه کې وموندل شول او د افغانستان لومړنی جمهور رییس سردارمحمد داود خان د تاج بېګ ماڼۍ پر غونډۍ بیا خاورو ته وسپارل شو.

نور محمد ترکي
پر داود خان د کودتا مشري حفیظ الله امین په غاړه اخیستې وه خو د خلق ډيموکراتيک ګوند مشر هغه مهال نورمحمد ترکی و. ځکه د سردارمحمد داود خان تر وژل کېدو وروسته نورمحمد ترکی په ۱۳۵۷ کې د افغانستان ولسمشر شو.

په هېواد کې د کمونیستي رژيم لومړی هېواد مشر. ترکی د خپلې واکمنۍ په همدې لومړي کال د خپل ګوندي کس حفیظ الله امین د پلویانو له لوري د ۱۳۵۸ کال د وږي/سنبلې پر ۲۵ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ووژل شو.

حفیظ الله امین
حفیظ الله امین د ۱۳۵۸ کال د تلې په میاشت د افغانستان ولسمشر شو، یاني پر افغانستان د شوروي اتحاد تر یرغل شاوخوا درې میاشتې مخکې.

لا یې د واکمنۍ سل ورځې نه وې پوره چې د ۱۳۵۸ د مرغومي/جدي پر شپږمه سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ او کابل ته له رسېدو سره سم یې په تاج بېګ ماڼۍ کې حفیظ الله امین وواژه.

فقیر محمد فقیر هغه مهال د حفیظ الله امین د کورنیو چارو وزیر و چې د وژلو د ورځې کیسه کوي:

"دفتر ته چې وروختلم، د ملاقات میز باندې شپږ یا اوه روسان وو. ما ته یې معرفي کړل، لاس مې ورکړ. ما چې چوکۍ ته مخ وراړاوه او د ملاقات میز ته مې شا شوه نو فېرونه شول. بس درز و دروز شو. په غوږونو څه نه اورېدل کېدل".

ببرک کارمل
شورویانو ببرک کارمل -چې د پرچم ډلې مشر وـ د امین ځای ناستی کړ. کارمل تر ډېره د شوروي اتحاد په لارښونه کارونه کول.

ده شپږ کاله واکمني وکړه. د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د مجاهدینو پر ځپلو لاس پورې کړ خو په ۱۳۶۵ کې -چې د افغانستان په اړه د شوروي اتحاد په سیاست کې بدلونونه راغلي وو- د خلق ډيموکراتیک ګوند له مشرتابه او ولسمشرۍ لرې کړای شو.

ډاکټر نجیب الله
په ۱۳۶۶ یاني په ۱۹۸۷ کال کې دودیزه لویه جرګه وشوه او د همدغه کال د لېندۍ میاشتې پر ۹ ډاکټر نجیب الله ولسمشر وټاکل شو. شوروي اتحاد د نجیب په وخت کې افغانستان سره پراخه نظامي او اقتصادي مرسته کوله چې پر بنسټ يې افغان پوځ ډېر پياوړی بلل کېده.

د شوروي اتحاد ملاتړي دغه وروستي ولسمشر هڅه وکړه چې مجاهدین سولې ته وروبولي. د ملي روغې جوړې او د خبرو له لارې د کشالې د هوارولو وړاندیز یې ورته وکړ خو مجاهدینو د شوروي ملاتړ لرونکي ولسمشر ته غاړه نه اېښودله.

اخر په ۱۹۸۸ میلادي کال، یاني د ۱۳۶۷ د وري میاشتې پر ۲۴ د جنيوا تر تړون وروسته له افغانستان د شوروي اتحاد ځواکونو وتلو ته لار برابره شوه او د همدغه کال د سلواغې/ دلوې پر ۲۷ سرې لښکرې په بشپړ ډول له افغانستان ووتلې او دا ورځ د ملي نجات ورځ ونومول شوه.

له هېواده شورویان ووتل خو مجاهدینو بیا هم جګړه ونه دروله او په ۱۹۹۲ یا ۱۳۷۱کې د نجیب الله پر ضد غلې کودتا وشوه، هغه له واکه لاس په سر شو او د ملګرو ملتونو په دفتر کې یې پناه واخیسته. مجاهدینو د شورویانو له وتلو وروسته هم څه غوښتل چې جګړه یې ونه دروله؟ تاريخپوه او څېړونکی عبدالغفورلېوال وايي:

"دوی اقتدار غوښت. قدرت یې غوښت. دې کې شک نشته چې د روسانو له وتلو سره د جګړې هغه نسبي مشروعیت له منځه تللی و. د روسانو له وتلو وروسته د افغانستان ټولې جګړې د قدرت جګړې دي. د دوی مشکل په هغه وخت کې د افغانستان له حکومت سره نه و. د دوی اساسي مشکل دا و چې په خپل منځوکې سره جوړ نه وو او د حکومت په یوه موډل باندې سره سلا کېدلی نه شول."

صبغت الله مجددی او بر هان الدین ربانی
د ۱۳۷۱ کال په پسرلي کې مجاهدینو واک تر لاسه کړ او صبغت الله مجددي یې د مجاهدینو د لنډمهالي دولت مشر وټاکه. هغه دوه میاشتې واکمني وکړه او ورپسې په تنظيمي جګړو کې ښکېل د جمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني د هېواد مشري په لاس کې واخیسته.

ټاکل شوې داسې وه چې دی به تر شپږ میاشتنۍ واکمنۍ وروسته ټاکنو ته لار برابروي خو هغه د تنظیمونو تر منځ جوړجاړی ونشو کړای او د مجاهدینو خپل منځي جګړو زور واخیست.

په دا منځ کې د کندهار سپین بولدک کې طالبان را پورته شول او د مجاهدینو ډلې د طالبانو پر ضد جنګېدلې خو طالبانو مات کړل او د افغانستان ډېره برخه یې ونيوله.

ملا محمد عمر
د ۱۳۷۵ کال د تلې پر شپږمه طالبان کابل ته ننوتل. ډاکټر نجیب الله د ملګرو ملتونو په دفتر کې پنا اخیستې وه او شاوخوا څلور نیم کاله هماغلته پرې تېر شوي وو.

خو کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره هغوی ډاکټر نجیب الله له خپل ورور شاپور احمدزي سره وواژه او د هغوی جسدونه ارګ ماڼۍ ته څېرمه په یوه څلور لارې وځړول.

طالبانو د کابل له نیولو وروسته سیاسي واک لاس کې واخست.

د طالبانو په دوره کې که څه هم نسبي امنیت و او د چور او چپاول مخه نیول شوې وه خو تر ډیره فردي ازادي او د ښځو حقونه نه تامینېدل. دوی د ښځو د کار او تعلیم خلاف وو او د اسلامي شریعت له مخې یې خلکو ته د هغوی د کړو جرمونو سزا ورکوله.

د طالبانو په دوره کې که څه هم نسبي امنیت و او د چور او چپاول مخه نیول شوې وه خو تر ډیره فردي ازادي او د ښځو حقونه نه تامینېدل. دوی د ښځو د کار او تعلیم خلاف وو او له اسلامي شریعته د دوی د خپل تعبیر له مخې یې خلکو ته د هغوی د کړو جرمونو سزا ورکوله.

طالبانو شاوخوا پنځه کاله یاني له ۱۳۷۵ تر ۱۳۸۰ د افغانستان پر ډیرو برخې واکمن پاتې شول خو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ تر بریدونو وروسته یې رژیم له نسکورېدو سره مخ شو.

امریکا د دې بریدونو تر شا د القاعده شبکې لاس یاد کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې د دې شبکې مشر اسامه بن لادن-چې هغه مهال افغانستان کې و- وروسپاري خو طالبانو انکار وکړ.

هماغه و چې د امریکا په مشرۍ اېتلاف پر افغانستان برید وکړ او د شمالي ټلوالې او پخوانیو مجاهدینو او تنظیمي ډلو په ملاتړ يې د طالبانو رژیم له منځه یوړ.

له دې سره افغانستان له تاریخي پلوه یوه نوي پړاو ته ورننوت او تر پخواني شوروي اتحاد وروسته امریکا د افغانستان په سیاست کې نېغ په نېغه ښکېله شوه.

حامد کرزی
په ۲۰۰۱ یاني د ۱۳۸۰ د لېندۍ پر ۲۷ د بون تر تړون وروسته حامد کرزی د افغانستان د موقتې یا لنډمهالې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو. ورپسې د ۲۰۰۲ کال په جون میاشت (۱۳۸۱-غبرګولي) کې د لویې جرګې له لوري د دوو نورو کلونو لپاره د انتقالي ادارې مشر شو.

ده د ۲۰۰۴ کال د ۹ اکتوبر (۱۳۸۳- لړم ۱) په ولسمشریزو ټاکنو کې هم بری خپل کړ او د خلکو په رایه ټاکل شوی لومړنی افغان ولسمشر شو. د ۱۳۸۸(۲۰۰۹ ) کال ولسمشریزې ټاکنې يې هم وګټلې او ټول ټال دیارلس کاله پر افغانستان واکمن پاتې شو.

د ښاغلي کرزي دوره داسې یو مهال و چې افغانستان د امریکا، نړيوالې ټولنې او د بېلا بېلو نورو مرستندویه بنسټونو په مرستو بېرته په راپورته کېدو شو، په تعليمي، اقتصادي، سیاسي او د زېربناو د بیارغونې په برخه کې پراخ کارونه وشول.

خوتاريخپوه شهسوار سنګروال نیازی وايي، که مرسته شوې پېسې سمې لګول شوې وای، فساد نه وای پکې شوی او ښاغلي کرزي د افغانستان په جګړه کې د ښکيلو نورو تنظيمونو غوندې طالبان هم په واک کې ورشریک کړي وای، نو اوس به افغانستان هوسا و:

"د بن کنفرانس چې کله جوړېږي، هلته درو ډلو ته واک ورکړل شو او کومه ډله چې په افغانستان کې ډېره مهمه وه او هغه مهال د افغانستان ۹۸ سلنه خاوره د دوی په ولکه کې وه، هغه د طالبانو شتون و. طالبان باید نادیده نه وای نیول شوي.

د بن په کنفرانس کې ځينې داسې ډلې وې چې هغوی پخپلمنځي جګړو کې لسګونه زره افغانان ووژل، نو د دغو غمیزو استازي چې په بن کنفرانس کې کېناستل، باید د طالبانو استازي هم پکې ناست وای. خو له بده مرغه طالبان يې له پامه وغورځول او جګړې شدت او دوام پيدا کړ".

د حامد کرزي د وروستۍ پنځه کلنې دورې پای ۱۳۹۳ (۲۰۱۴ ) کال و. هغه مهال چې افغانستان د طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو له لوري د زیاتېدونکو امنیتي ستونزو تر څنګ له دوو مهمو ننګونو سره مخ و.

ولسمشریزې ټاکنې او له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته د مسولیتونو لېږد. په دغه کال ګڼ خلک-په ځانګړي ډول - مسلکي کادرونه- په افغانستان کې د احتمالي ګډوډۍ له وېرې بهرنيو هېوادونو ته په ناقانونه لارو په تېښه شول.

د طالبانو ځواک په ډېرېدو او د دوی تر ولکې لاندې سيمې په غځېدو وې، خلک نه پوهېدل چې د افغانستان برخلیک به څنګه کېږي؟

محمد اشرف غنی
د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې یاني له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته د امنیتي مسولیتونو د لېږد مسول محمد اشرف غني و چې ویل يې، دا بهیر یې په بریا سره ترسره کړ او د افغانستان د نظام پښې-څنګه چې وېره وه- هغسې ونه لړزېدې.

محمد اشرف غني د ۱۳۹۳ ( ۲۰۱۴ ) کال د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو په پایله کې د ټاکنو کمیسیون له خوا بریالی او ولسمشر اعلان شو، خو د هغه مخکښ سیال عبدالله عبدالله پایلې ونه منلې او پر سر یې د دواړو تر منځ اوږدې ناندرۍ وشوې.

رایې بیا ځلې وشمېرل شوې خو بیا هم د پایلو پر سر جنجال وو. بلاخره د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړیتوب د دواړو تر منځ د ملي یو والي حکومت رامنځ ته شو او حامد کرزي په سولییزه توګه د واک واګي محمد اشرف غني ته وسپارل.

دا په افغانستان کې د واک پر سر د یوه بل تر وژلو او کودتاو وروسته لومړی ځل و چې یو ټاکل شوی واکمن بل انتخاب شوي ولسمشر ته د واک واګي سپاري.

خو د ملي یو والي حکومت د دواړو مشرانو تر منځ خپل منځي ناندرۍ ډېرې وې چې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې مشرې اورځلا اشرف په خبره، لاس ته راوړنې یې کمې او لانجې يې ډېرې وې:

"د ملي یو والي حکومت ښايي ډېرې کمې لاس ته راوړنې درلودلې وي خو ستونزې پکې ډېرې وې. ملي یو والي حکومت یوه مېکانيکي پروسه شوله چې د یوه کړکېچ لنډمهاله مخنيوی يې وکړ خو د افغانستان حکومتولۍ سېسټم ته یې ډېرې ژورې ضربې ورکړلې.

اول دا چې د دواړو ګروپونو تر منځ د ټاکنو کمپایني روحیه تر ډېره وخته پورې ژوندۍ وساتل شوه او د دوی خپل منځي رقابتونه او تضادونه د دې سبب شول چې د افغانستان ملي پروګرامونو ته ضربه ورسېږي.

یوه بله لویه ستونزه چې د افغانستان په حکومتولۍ سیسټم کې رامنځ تنه شوه، هغه د قدرت تر اندازې زیات متمرکز کېدل وو".

په ۲۰۱۹ کال کې هم د ۲۰۱۴ هغه په څېر افغانستان بیا د ناامنۍ د ډېرېدو تر څنګ د دوو مهمو ننګونو تر منځ ولاړ و.

یو خوا ولسمشریزې ټاکنې کېدونکې وې او بلخوا له امریکا سره د طالبانو تر هوکړې وروسته له افغان دولت سره د دوی د سولې خبرو نامالوم حالت و.

طالبانو د ولسمشریزو ټاکنو پر نه کېدلو ټينګار کاوه خو ټاکنې وشوې او مخکښ سیالان یې بیا هم د ملي یو والي حکومت دوه مشران ولسمشر محمداشرف غني او اجرایئه مشر عبدالله عبدالله وو.

بیا هم د ټاکنو خپلواک کمیسون ولسمشر غني ګټونکی اعلان کړ خو عبدالله عبدالله ځان ګټونکی باله. که څه هم په کورنۍ او نړیواله کچه د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته رسمیت ورکړل شو خو عبدالله عبدالله هم ځان ته د لوړې مراسم جوړ کړي وو.

تر ناندریو وروسته محمد اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله په کابینه کې د ځانګړې ونډې تر څنګ د سولې او مصالحې عالي شورا مشري هم واخیسته.

د نوي حکومت د کار له پېلېدو سره له طالبانو سره د سولې خبرې نسبتاً چټکې شوې. د لویې جرګې د هوکړې له مخې د طالبانو شاوخوا پنځه زره بندیان خوشي شول چې له افغان دولت سره د دوی یو مهم شرط و خو لا هم دا خبرې کومې داسې پایلې ته نه دي رسېدلې چې د افغانستان اوسني واکمنان دې په دغه هېواد کې روانه جګړه ودروي.

څوارلسمه پېړۍ-چې د افغانستان د تاریخ په برخه کې له خورا لوړو ژورو ډکه وه- په اوښتو ده خو ښکاري چې د دغه هېواد واکمنان یو په بل پسې ډېر بدل رابدل شول خو د افغانستان برخلیک یې څنګه چې په کار دی، هغسې بدل نشو کړای.
دا لیکنه په بی بی سی کي هم خپره شوې

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind