»ټول افغانستان«
19.02.2013

ښه پښتو به څنګه لیکو ؟

په پښتو ژبه خبري کول اسانه دي ، خو لیکل یې یو څه ستونزمن دي . دا ځکه چي په پښتو کي څو ډوله (یې ګاني) شتون لري چي د هغوی بې ځايه کارول دلیکني مطلب اړوي . نه یواځي په لوستلو کي ستونزي را منځ ته کوي بلکه د مطلب مانا هم اړوي . ددې لپاره چي په لوستلو کي ستونزي را منځ ته نه شي او د مطلب مانا د لیکونکي د ذهن سره برابر ولوستل شي ، ډیره زیاته اړینه ده چي هره (ی) پر خپل ځای و کارول شي ،چي په دې ترتیب به د مضمون ارزښت لا زیات لوړ شي .

په پښتو کي پنځه یې ګاني شتون لري چي هغه دادي

ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ

لمړی بې ټکو  ( ی ) :
د نارینه نومونو لپاره ،په صفتونو او کار کولو (فعل) کي په پورته آوازکارول کیږي لکه :
سړی ، سوټی ، دبلی ، منګی ، ګلالی ،بچی ، زمری ،لوی ، نری ، لالی ،خټکی ، کابلی ،کندهاری ،هراتی ، مزاری او داسی نور ....

دوهم څنګ پر څنګ ټکي لرونکې ( ي ) :  
په صفتونو ، کار کولو (فعل) او نارینه جمعي نومونو کي په کښته آوازکارول کیږي لکه :
سړي ، سوټي ، منګي ،نري ، خټکي ،تللي دي ، رابه سي ، راځي ، ځي ، خوري ، چیښي ،
کالي ، خپلوي ، دوستي او داسی نور ...

دریم سر پر سر ټکي لرونکې ( ې ) : 
په ښځینه نومونو او صفتونو کي په اوږداو پورته آواز کارول کیږي لکه :
شلومبې ، پټاټې ، ادې ، مستې ، شیدې ، خورې ، ځې ، راځې ، و لاړې ، لندې ، کږې ، پستې ، زیږې ، خوږې ، ورستې ، او داسی نور ...

څلورم لکۍ لرونکې ( ۍ ) : 
په ښځینه (مونث) نومونو کي په لږ اوزد آواز کارول کیږي لکه :
هګۍ ، بګۍ ، ډوډۍ ، نجلۍ ، سپوږمۍ ،هیلۍ ، ګلالۍ ، نتکۍ ،جلبۍ ، خوارکۍ ، خورکۍ ،کندهارۍ ، کابلۍ ، هراتۍ ، مزارۍ او داسي نور ...

پنځم همزه لرونکې ( ئ ) : 
په جمع فعلونو او نارینه کارکونکي نومونو کي کارول کیږي لکه :
ښوونکئ ، ځغستونکئ ، را تلونکئ ، خوړونکئ ، ژړیدونکئ ، او رونکئ ، ګورئ ،اورئ ، ځئ ، راځئ ، حساب ور کوئ ، حساب اخلئ ، حساب مه منئ ،کښېنستئ ، ولاړئ ، راغئ او داسی نور ...

مننه
»ټول افغانستان«