Afghanische Witze 

ټوکی ټکالی (فکاهیات)
(ټولونکی احمدالله رحما نی)

ټوکی ټکالی د هر ملت فولکلوری رواجونو دی چی د هرهيواد په ګوت ګوت کی په مزه مزه ویل کيږی . لکه څنګه چی هر ملت ځانته قصی او ټوکی ټکالی لری ، همدا رنګه یی هم افغانستان لری . د افغانستان ملت هم د نورو ملتونو په شان د خندا او خوشحالی نکلونه او ټوکی کوی . د ۳۰ کلونو جنګ او بد بختی بر سیره افغانان و خپلو ټوکو ته وخت ورکوی او پر موقع په لوړ اواز پر خاندی .

د افغانستان ټوکی پر څو ډوله دی لکه:
قومی ټوکی ، ملا نصرالدین ټوکی ، د معلم او شاګرد ټوکی ، د زوی او پلار ټوکی ، صحرايی ټوکی ، بازاری ټوکی ، د میړه او ماينی ټوکی ، ورد ګی ټوکی ، لغمانی ټوکی ، دهقانی ټوکی ، د ملا او طالب ټوکی ، د ملا اوښځی ټوکی ، د ملا او پشی ټوکی ، د ملا او سپی ټوکی ، د ملا او خره ټوکی ، د ښځو ټوکی، د نارينه ټوکی ، د خره ټوکی ، د اوښ ټوکی د همسایه ټوکی ، د ځانه جوړولی ټوکی ، ددرواغو ټوکی ، د بيعقل ټوکی ، د ليونیانو ټوکی ، د ژمی ټوکی ، د اوړی ټوکی ، د عاشق ټوکی ، بيکاره ټوکی ، د سا ده ګانو ټوکی ، د ناوی او زوم ټوکی ، د چپک ټوکی ، د ږیری ټوکی ، د عسکرو ټوکی ، د پاچا ټوکی ، د میلمه ټوکی ، نجسی ټوکی ، مرداری ټوکی ، بدی ټوکی ، ښی ټوکی ، خوندوری ټوکی ، د ژړا ټوکی ، د خندا ټوکی او داسی نوری ټوکی .

له دا ټولو نه یی يو څو ټوکی دادی :

چپک سړی :
په یوه کوڅه کی يو سړی په سترګو چپک وو . نورو دوونفرو پر دا چپک خبری کولی . يوه ویل دا سړی چپک دی او هغه بل ویل چپک نه دی . اخیر يی شرط سره وتړی . د شپی دوی بجی یی څراغ واخیست او د هغه سړی کور ته ورغله او دروازه یی ور وټکول . کوم وخت چه هغه چپک دروازه ورته خلاصه کړه دا دوو نفرو ورته وویل : ډیره بخښنه غواړو چی پدا نیمه شپه مو له خوبه راويښ کړی . خو موږ دواړو شرط تړلی دی . دا زما انديوال وایی ته چپک يی او زه وایم ته چپک نه يی نو اوس موږ ستا څخه پوښتنه کوو چه په موږ کی د کوم یوه خبره درسته ده ؟ دا چپک سړی په قهر شو او ویی ویل : شرمیږی نه په دا نیمه شپه څلور نفره رارهی سوی یاست او دوه څراغان مو را اخيستی دی او زه مو له خوبه راويښ کړم . دا سړی چه دا خبره وکړه ، نفر پوه شوه چیدا سړی چپک دی ، ځکه دوه نفره يی څلور ولیده او يو څراغ يی دوه.

عکس اخيستل:
وایی یو سړی پر خره سپورسو او عکس واخیست . عکس يی وکورته ته خپلی مور ته واستاوه . دده مور چه وعکس ته وکتل ، زوی ته يی لیک ولیکی او په ليک کی یی پوښتنه تری وکړه چی په دا عکس کی کوم يو یی ته يی .

د خرو خرڅول:
یوه اطرافی سړی دوه خره د خر څیدو لپاره ښار ته بوتله . ټوله ورځ يی تيره کړه مګر خره خرڅ نه شوه. ماښام چه کورته تلی نو یو د کان ته و ننوت چی د کور لپاره سودا واخلی . د کان د صرافی وو اود پیسو رانیول او خر څول يی کول. دا سړی چی په د کان کی یی غیر له پیسو بل څه و نه ليدل . دد کاندار نه یی پوښتنه وکړه چه ته دلته څه شی خرڅوی. د کاندار پوه شو چی داسړی اطرافی دی ، په جواب کی يی ورته وویل : زه دلته خره خرڅوم . سړی چه دا خبره واوریده نو یی د کاندار ته په خوشحالی وویل : وروره دا زما خره هم راخرڅ کړه .

تبه می ده :
يو سړی ډاکتر ته ورغی او ورته ويی ویل چی زما تبه ده . ډاکتر چی دده نبض و کتی ور ته ويی ویل: ستا نبض داسی چليږی لکه ساعت ، دا ولی ؟ سړی ورته وویل : ډاکتر صاحب ستا ګوتی زما پر ساعت پرتی دی .

ما وژنی :
يوی ښځی و خپل خاوند ته وویل : زه نور پدی کور کی ژوند نه شم کولای . خاوند پوښتنه تری وکړه چی ولي ؟ ښځی يی ورته وویل: پرون یو سړی زموږ د کور دوازه و ټکول ، ما چی دوازه خلاصه کړه يو سړی ولاړ وو او ماته یی داسی کتل لکه ما چی وژنی . ميړه یی ور ته وويل تا چه هر څوک ووينی وايی چه وژلی می وای .

بد رنګه اينځر :
یوه سړی اوریدلی وه چی په بازار کی يو دکان ډیر ښه اينځر خرڅوی . دی چی هغه دکان ته ولاړ او هلته يی وکتل ، و دکاندار ته یی وويل: ما اوریدلی وه چی ته ښه اينځر لری ، مګر دا ډیر بد رنګه اينځر دی . دکاندار جواب ورکړ او ويی ويل : دا چی ته وينی دا اينځر ندی بلکه ته خپل مخ په هنداره کی وينی .

ليونئ :
یو سړی دارالمجانین ته ور ننوت او پوښتنه يی وکړه چی له دی ځایه به کوم ليونی نه وی تښتیدلی ؟ موُظفينو وویل نه ، څنګه دی پوښتنه وکړه ؟ سړی ورته وویل چه نو هغه احمق څوک دی چه زما له خواښی سره واده کوی ؟

بوټ جوړونکی :
یو هلک چه پلار يی بوټ جوړونکی وو ، زاړه بوټونه يی په پښو وه . بل هلک ورته وويل ، نه شرميږی چه پلار دی بوټ جوړونکی دی او ستا زاړه بوټونه په پښو دی ؟ دا بل هلک ورته وویل ، ته نه شرمیږی چه ستا پلار غاښونه جوړوی او ستا کوچنی ورور غاښونه نه لری؟

د موټر کرایه :
یو میرمن او ميړه یی په بيړه ښاری بس ته ور پورته شوه . میرمن یی د مخ ددوازی او میړه يی د شا ددروازی له خوا بس ته ور پورته شو . په موټر کی ګڼه ګونه زیاته وه . ميړه یی کنترولر ته خپله او د میرمنی کرايه ورکړه او بیايی ميرمنی ته په لوړ اواز ږغ کړه چی ما دلته دشا له خوا ورکړه ته يی هلته د مخ له خوا مه ورکوه .

غوټی :
په یوه ټکسی کی يوه ډیره چاغه ښځه د څو نورو تنو سره ناسته وه . د څنګ سړی يی ډیر په عذاب کی . دا سړی و دی ښځی ته وویل چي : یو څه در وڅکيږه او نوم دی څه شی دی . دی ښځی ډیر په ناز ورته وویل ، نوم می غوټی دی . سړی ورته وویل ډیر ښه نوم دی . اوس چه غوټی يی دومره يی ، کوم وخت چه و غوړيږی څه حال به دی وی .

هيره :
دوی ښځی سره یو ځای شوی . دا یوی وویل چه زه داسی هیرجنه سوی یم چه غرمه ډوډی وخورم ماښام می هیره وی . دا بلی ورته وویل چه زه تر تا بد تره یم . کوم وخت چه زه ماښام د میړه سره په ځای پریوزم که دده مخ زما وخواته وو خو پیژنم يی او که يی شا زما وخواته وه نو زه ورخطا سم چی دا پردی سړی څوک دی چه زما سره پروت دی .

قیامت :
یوه ورځ د ميړه او میرمنی جنګ شو . ښځی يی ورته وویل چه هو ، هر څه چه دی زړه غواړی کوه يی ، خو دا خیره په ياد لره چه د قیامت په ورځ به زه ستا لمن نيسم . میړه یی ورته وویل چی زه د قیامت په ورځ پطلون اغوندم .

د خره ورکيدل :
یوه ورځ د ملا نصرالدين خر ورک شو . نو ده قسم واخيست چی که می خر پیدا شو ، په یوه روپی به يی خرڅ کړم . څو ورځی وروسته يی خر پیدا سو . ملانصرالدین خپله پیشی او خر ګنج ته بوتله او پر ويی ليکل ، خر په يوه روپی او پيشی په سل روپی ، مګر دواړه به يو ځای رانيسئ .

ښه شاعر :
یوه سړی و خپلی ښځی ته وویل چه زه ډیر ښه شاعر یم . که زه و غواړم په خپلو شعرونو به دنیا ته اور واچوم . ښځی یی ور وویل ، ښه نن زموږ بوټی خلاص شوی دی . ته دا بخارئ ته یو شعر ووایه چه اور واخلی.

زهر :
یوه ورځ ښځی او میړه جنګ سره وکړ . تر جنګ وروسته سړی و خپل دفتر ته ولاړ . يو ساعت وروسته يی کورته تلیفون وکړاو د ښځی څخه يی په ډیره مینه پوښتنه وکړه ،ښځی څه کوی ؟ ښځه چی دديګ په پخيدو بوخت وه ورته ویی ویل ، زهر پخوم . سړی ورته وویل ، یواځی یی د ځان لپاره پاخه کړه ، زه نن کورته نه درځم .

لمړی اپريشن :
ډاکتر و مريض ته وویل چی ته ولی دومره بیريږی؟ مريض ورته وویل ، ما تر اوسه اپريشن نه دی کړی ، دا می لمړی اپريشن دی . ډاکتر ورته وویل، زما هم دا لمړی اپریشن دی ، اما زه نه بيريږم .

سړی نه یم :
يو سړی چه غلام جان نومیده ، کابل ته ولاړ او هلته د یوه رفيق کورته ورغی ، دروازه يی ور وټکوله. له هغی خوا ږغ وشو چی څوک يی؟ ده ورته وویل غلام جان یم. هغوی دروازه ور خلاصه نه کړه . دی چی کلی ولاړ ، و خپل رفيق ته يی دا قصه وکړه . هغه ورته وویل چه تا به ورته ويلی وای چی سړی يم . په غلام جان خو تا هلته څوک نه پیژنی . ده ورته وويل چی که يی دروازه خلاصه کړی وای او لیدلی یی وای چه زه سړی نه ،غلام جان یم نو بیا ؟

حوری او غلمان :
وايی یوه سړی غوښته چه ځان مړ کړی . بل سړی پر راغی او پوښتنه تری وکړه چی څه کوی . ده ويل ځان مړ کوم. هغه وويل ولی خير دی څه پيښه ده چی ځان وژنی . ده ورته ویل ، وطن ته می کافران راغلی دی . دا بل سړی ورته وویل چی نو کافران مړه کړه ، ځان ولی وژنی . ځانمرګی ورته وويل چی که کافران مړه کړم بندی خانی ته به ولاړ شم ، هلته ژوند ډیر په تکليف دی . که ځان مړ کړم جنت ته به ځم . هلته حوری او غلمان دی.

نر بیزو :
د باغ وحش معاون و خپل ريس ته چی په خارج کی وو تليفون وکړ او پوښتنه يی تری وکړه چی زموږ د باغ وحش بيزو  نر ته ضرورت لری . موږ یو نر ورته پیدا کړو اوکه ستا تر راتګ پوری انتظار و باسو ؟

د جنت تعريف :
یوه نصیحت کونکی به تل د جنت تعريف کاوه . یوه سړی یوه ورځ پوښتنه تری وکړه چي : صاحبه ته همیشه د جنت تعريف کوئ اما د دوږخ په باب څه نه وایی ؟ نصیحت کونکی ورته وويل چی په دوږخ کی بیله هغه سره وينو . اوس پر هغه خبری بيځایه دی .

بل خر :
یوه سړی د یوه خره څخه پوښتنه وکړه چه تر تا به بل خر پیدا شی؟ خره ورته وویل هو هغه څوک چه د خره څخه پوښتنه کوی هغه تر خره لا خر دی .

ښځه او موټر چلول :
ښځی د موټر چلولو په وخت کی ترافيک چی د سړک په منځ ولاړ وو ، په موټر وواهه . وروسته تر هغه ښځه د موټره را کښته شو او ترافيک ته يی وویل : د سړک په مابین کی چی دریږی دغه به دی انجام وی .

لمر :
یوه ملګری د بل ملګری څخه پوښتنه وکړه چه لمر د کومی خوا را خيزی ؟ هغه ورته وویل : دا خو داسی سوال دی چه خر يی لا جواب ویلای سی . ملګری ورته وویل چی ما هم له همدی کبله ستا څخه پوښتنه وکړه .

د کا چوغو شمیرل :
په یوه میلمستیا کی یوه میلمه د یوی کوچنی نجلۍ څخه پوښتنه وکړه : په ننۍ میلمستیا کی ستا وظيفه چه شی ده ؟ نجلۍ ورته وویل : زما وظيفه داده چه د میلمنو د تګ پر وخت کاچوغی و شمیرم .

د بندی خانی لار :
یو نابلده سړی ښار ته راغی او د بندی خانی د لاری پوښتنه يی وکړه ، سړی ورته وویل : دغه د زرګر دکان ته ور ننوزه او یو امیل په جیب کی واچوه ، د بندی خانی لار به په خپله پیدا کړی .

رسامی :
یوه هلک یوه ښځه او یو سړی لوڅ رسم کړه او بل هلک ته يی ور ښکاره او پوښتنه يی تری وکړه : په دی رسامی کی کوم يو نر دی او کوم یو ښځه ؟ هلک ورته وویل : چی کالی يی نه وی اغوستی زه يی نه پیژنم .

ړوند به شم :
یو مجرم چی لوی جرم يی کړی وو ، محکمی ته يی حاضر کړ . قاضی فیصله وکړه چی غوږونه یی ور پری کړی . مجرم په ژړا شو او قاضی ته يی وویل : غوږونه می مه را پری کوه که نه زه به بیا ړوند شم. قاضی پوښتنه تری وکړه چی غوږونه د سترګو سره څه ارتباط لری؟ مجرم وویل : چی که غوږونه را پری کړی بيا به عینکی څنګه ايږدم .

لاس زما او ږیره ستا :
یوه ملنګ و یوه پاچا ته وویل ،خیرات راکړه. پاچا ورته وویل چی زه به پر ږیره لاس تیر کړم ، هر څومره ويښتان چی یی و ختل هغومره پیسی به در کړم . کله چی پاچا پر ږیره لاس تیر کړ يو ویښته هم ونه ختی ، نو يی ملنګ ته وویل چی هيڅ بخت نه لری . ملنګ و خندل او پاچا ته يی وویل : چی لاس زما وای او ږیره ستا ، نو بیا به دی زما بخت لید لی وای .

د زمری ښکار :
یوه ورځ سهار وختی يو سړی ولاړ شو او توپک يی پر اوږه واخست . میرمنی يی پوښتنه تری وکړه چی چيری ځی؟
ده پر بریتو لاس تير کړ او ويی ویل : ځم د زمریانو په ښکار پسی . میرمنه يی خوشحاله سوه چی میړه می څومره زړه ور دی . څو د قیقی وروسته سړی بیرته کورته راغی او ریږدیدۍ . میرمنی يی پوښتنه تری وکړه چی خیر دی ولی بیرته راغلی ؟ میړه يی وویل : د کوڅی په سر کی يو لوی سپی پروت دی او ماته بدبد ګوری.

مشکل :
یوه سړی خپل ملګری ته وویل : زه په زر افغانی يو داسی هو ښیار سړی مزدور کوم چه ز ما ټوله مشکلات را حل کړی . ملګری يی پوښتنه تری وکړه چی ته به دا زر افغانی له کومه کوی؟ ده په جواب کی ورته وویل چی دا هم دهغه سړی وظیفه ده چی دا مشکل را حل کړی .

غبرګ غمونه :
یوه ملګری بل ملګری ته وویل په کومه ورځ چی می واده کاوه کورته می غله رالویدلی وه . دویم افسوس وکړ او ویی ویل چی ستا کورته نو غبرګ غمونه درغلی وه .

غزل :
میرمنی د خپل میړه څخه پوښتنه وکړه زه چی غزل ناری کړم ته ولی دباندی وزی ؟ میړه يی وویل : دا پدی خاطر چی ګاونډیان دا فکر ونه کړی چه زه تاته لت در کوم .

Tags: Afghanische Witze, Witze, Afghanistan Witze