وطنوال
Watanwal
د افغانستان پارلمان
بریتور په پارلمان کي پرولیتر په پالمان کي
اخوان هم ورسره دي ږیرور په پارلمان کي
-----
پیاده به کړي غربي دیموکراسی په دې وطن کي
پرتوګ به رابدل کړي په نیکر په پارلمان کي
----
تر ږیري د سیاف لاندي به ناست وي سرې او سپیني
فهیم به هم وهي جانی واکر په پارلمان کي
----
رباني او مسعود نشه نور خو غونډ پکي را ټول دي
لوفر د پاکټونو لنډغر په پارلمان کي
----
وطنه ګوره تماشې د باغ وحش ته
په سو کانو به وهي یو بل ځیګر پارلمان کي
----
ستم دی که پرچم دي که شعله که یې ملګري
را غونډ سوي دا ساسچ او همبرګر په پارلمان کي
----
ملا کاکا پر دې دنیا د غوړو مزې اخله
دښځو سره ژر کوه غومبر په پارلمان کي
----
راشه ګوره تماشه د ملت کور کي
ښځه نر او وزیران یې سر ببر په پارلمان کي
----
کور کي و ساتي وډکا ویسکي په بوتلونو
د اسلام په نوم به جوړ کړي انډوخر په پالمان کي
----
اوږدې ږیري وکالت چوکۍ کی ناست وي
نه عمل نه یې ثمر په شان د خر په پارلمان کي
----
که وزیر دی که وکیل او که رییس دی
پر لکۍ د شیطان ناست ګوري ابتر په پارلمان کي
----
په کور بازار کي به له ښځو نه ویریږي
د ښځو مخ کي معرفي به کړي ځان نر په پارلمان کي
----
نه یې علم نه سواد او نې تحلیل سته
کړنو ته چې ګورې خو لوی ډر په پارلمان کي
----
سیاستوال په توګه راغی ملت کور ته
دا ولس راته ټاکلي اما خر په پارلمان کي
----
مخ ته دي درسي ته به وایې قمار باز دی
سبا ناست وي په چوکۍ کي ځان ببر په پارلمان کي
وطنوال
21.05.2013