سليمان  لا يق 
  Suleiman Laieq 

خپل تقصیر

 

د خوشحال خټک په څیر لیونی نه یم

چی تقصیر د خپلو ماتو پر مغل ږدی

د پښتون ورمیږ په خپله توره غوڅ دی

بیهوده د خون تورونه په بل بل ږدی

د لودی تاج پښتنو په بابر کیښود

په غلطه پر هغه تور د رغل ږدی

د تره کی او امین کانه دریاد کړه

که هر څو پښتانه ګرمه په کارمل ږدی

نجیب چا پانسی ته جګ کړ بی پښتونه

خو تقصیر په بی تقصیرو لکه تل ږدی

صمد خان بابا د چا په لمسون ومړ

چی ملایی تقصیر ونه په اجل ږدی

په پښتون کی توره شته خو پوهه نشته

چی د عقل د آیاتو په سر پل ږدی

انسان کیښوده ماڼی د لمر په وړانګو

لا ږموږ شپانه کیږدی په پیڅول ږدی

مغنی پر رباب وغځوه ګوتی

چی ساقی د لمر جامونه یو په بل ږدی

ګوره بیا څوک د وصال تخت ته رسیږی

د تاریخ ناوی ګلونه په اوربل ږدی

راځه دا ساغر په دغه تمه جګ کړو

چی آسمان پیاله د عدل په تکل ږدی

د جومات دیره می خوشی کړه ملا ته

لیونی د خرابات می پل په پل ږدی

د لایق مینه به ولی داستان نه شی

چی سجده د غرڅنیو په درشل ږدی

ــــــــــــــــــــــــ

(سلیمان لایق)

 

د رستم لار

نيمه شپه را وخته کوټې ته يوه نجلۍ

پاکه لکه ګل او رمنده لکه هوسۍ

ملا باندې يې ځوړنده، د څڼو توره توره

شونډو نه يې سره برېښنا خوره د خونکارۍ

نبض د ځوانۍ يې، خوځاوه کميس په تن کې

هسې چې بهيږی ،سپينه وريځه په سپوږمۍ

تي يې په زانګو د اوسيلو کې ښکته پورته

هسې خوځيدل لکه په موج جوړه  هيلۍ

غېږ يې پرانيستې لکه ګل د سبا باد ته

خوله يې له خندا نه، ډکه کړې وه مستۍ

سترګو ته يې ميوو و ورکړى رنګ د وينو

ليږ را غونډې شوې، تنګې شوې، خندنۍ

راغلله ورو ورو لکه دانه بيړۍ ساحل ته

تللې له خپل ځانه مستانه اوليونۍ

ورانه له خندا شوه، وې يې ګوره لېونيه

نه بل تل ځواني وې، نه شراب او نه شهۍ

وتړه کتاب، شيشه را واخله د شرابو

ځغلي زه يې وينم يو په بل پسې ګړۍ

نيسه مې په غيږ کې هسې نه چې خوب مې يوسي

وړى را نه واک دى د شرابو بيخودۍ

ما په شرمېدلي اواز وويل افسوس دی

نه لرم توفيق ستا د لبانو د ګرمۍ

زه د وچو دښتو لمر وهلی پوونده يمه

چېرې وچ اغزى، چيرې د ګل تازه غوټۍ

شرم را ته برېښي چې دې خوله په شونډو کېږدم

څاري مې د ولس سترګې لا يوه ګوله ډوډۍ

زه لا روږدی نه يم په محفل د ښاپيرو کې

خېږي مې له زړه نه لا فرياد د غريبۍ

نه ښايي رستم ته چې روان شي د مجنون په لار

زه يو مجاهد يم چيرې زه چېرې شهۍ
سلیمان لایق

عاشقانه تپوس

ما ويل په پښو مې درست جهان در پسې وغوښت

دې ويل اګاه يم په دې در به درو زه

ما ويل زخمي زړه به مې څوک دارو درمل کړي

دې ويل په ښکلو او خوږو خبرو زه

ما ويل درست عمر مې په داد و فرياد تېر شه

دې ويل اګاه يم په دې بې اثرو زه

ما ويل په سينه دې دوه کوتري دي رپېږي

پرې مې ږده  چې لوبم په دې دوو کوترو زه

ورانه له خندا شوه ويل يې نه نه نه نه نه!

څوکې به در نه کړم د دې دوو وزرو زه

ما ويل که مړ شم کوم نظر به مې ژوندى کړي:

دې  ويل په دغو دواړو جادوګرو زه

ما ويل رقيبانو را تريخ کړى زما کام دى

دې ويل چې خوږ بې کم په سرو شکرو زه

دې ويل زما په ګريوان نشته مرغلرې

ما ويل جړاو بې کم په مرغلرو زه

دې ويل ملايان زموږ په مينه خبر شوي

ما ويل خبر يم په دې  بې خبرو زه

دې ويل په ښار کې وفادار ملګري نشته

ما ويل چې خير دى، د غرو کمرو زه
سلیمان لایق 

 

 

مړ به نه شي

تېر به شي کلونه مګر نه به شي
زما دغه رنګینې ترانې هېرې
محو به شي ګور زما
کلی زما کور زما
مړ به نه شي اور زما
تل به زه غږېږمه شعرونو کې له کام سره
دا د بېدردۍ او ناپوهۍ څپې
زما هنر او مینه غرقوې نشي
تل به د افغان بچي
پورته د بامیان بچي
ښکته د سیستان بچي
لولي زما سندرې له آغاز او انجام سره
زما اولس به یوسي هېوادنو ته
زما د ترانو نوي رنګین ګلان
تل به د پښتو ژبه
دا د لویو غرو ژبه
دغه د درنو ژبه
ساتي زما شعر له فکرونه او مرام سره
ای زما د ځوانۍ تودو تودو هیلو
ننوځئ د شعر ابدي کور ته
یوسئ ولولې زما
پټې زلزلې زما
اوښکې قافلې زما
وروستو زمانو ته ددې عصر له پېغام سره
ـــــــــــــــــــــ 

سلیمان لایق