سحر ګل - له پښور نه
Sahargul - Peshawar
سزا
که می غريب او یتیمان ازاره ول
که په ناتوان او ضعيفانو می خندل
که چا ته مرسته او کومک را ځينی نه وی
او په لار می د هر چا اغزی پاشل
---------
که جاهل او په ژوندون کښی شم بيکاره
نه می کار نه می پيشه یم بد کرداره
په خيانت کی می سر لوړ یمه باداره
په ټیټ نظر که می وهر چا ته کتل
---------
که رشوت خور شم قانون نه پیژنم
یمه مسلم ځان آئین نه پيژنم
په خوی روبا شم همت نه پيژنم
که چاپلوسی می و هر چاته تل کول
---------
که هميشه د حق بد بين يم
و کردګار او خپل نصب ته بي تعظیم یم
په تهمت کی د هر چا متکلم یم
که ښه او بد می د هر چا رسواکول
----------
که خرڅول کړمه د مينی د وطن
په منځ د وروڼو کړمه ځان فتنه افګن
په زړه رقیب و خپلی خاوری ته دښمن
او مظلومان می په ناحقه ژړول
----------
نو ګناه می ډیره سخته ده عالمه
تور لحد ته په سپین مخ کله ورځمه
زه لايق یم چه په اور کی وسوځمه
ځکه هر وخت به می هر څوک ازارول
----------
نو سزا راکړی د علم خاوندانو
چه عبرت وی د راتلونکو فرزندانو
زه سحر ګل به خجالت شم عالما نو
که رشتیا تاسی ګناه ثبوتول
پای