دوکتور فاروق
اعظم
Dr. Farouq
Azam
ښــــــځــه
د جنت یوه ټوټه ده یو ښه کــــور |
هـغه کور چې وي آرام بې شـر و شور |
کـور محـل دی دسکـون او آرامۍ |
د الـفــت، دمحـبـت، د خــوشـحالـۍ |
کـور په ښـځه دی آبـاد او ښايـسته |
په هغې دی ښکلی خوږ او آراسته |
ښه ګلان درته راوړي له خپله باغه |
آرزو دي دکلو چي کړې درچاغه |
داده روح دکور کالـبد کي هميشه |
چی روح نه وی تش کالبد نو ورکوه |
ستا لباس دی، ستا پرده ده ستا عزت |
ستا آبرو ده، ستا حيا ده ستا شوکت |
دا نعمت چي دي په برخه، شه شاکر |
خـپـله ښـځه نـازوه دخـدای ذاکــر |
په تن لوڅه په نس وږې وي نهاره |
دسـيالانـو وي ناسيـاله خواروزاره |
په داټولو وي رضاچي ته رضا يې |
پاچهی ده چي يو ته يې خواپخوا يې |
ټول غمونه يې شي ورک له يوه سره |
ستا خـندا چي پرشـنـډانو سی دبره |
دا دنـــيا ومـافــيها ددې هـم تـه يې |
که ته هرڅه يې که بد يې او که ښه يې |
هی دريغه چي دې ښـځه وي آزار |
ستا له لاسه يې زړګی وي تارپه تار |
ګرځولی دي پرښځه وی خپل کور |
سره سکروټه، تورلحد او سپيره ګور |
خپل سکون په ډب واخ بدلوې څله؟ |
جوړ جنت په سوردوږخ اړوې څله؟ |
وويريږه،عرش لرزيږي چي ته لاس |
پر مظلومی ښځي پورته کړې دپاس |
دوکتور فاروق أعـظم