ډاکټر احمد فواد لامع  - واشنګټن
Dr. Ahmad Fawad Lameh – Washington, DC

 

قاتل مې وينه بخښي

 

زه په تړلو لاسو

د خپل قاتل پر خوله موسکا زغممه

هغه ولاړ، د قضاوت توره چپنه پر ځان

او د تکفير ناولی مهر ترڅنګ

زما تاريخ راسوځي

هغه دا تېره ګناه

د زمانې له تېروتنو ګڼي

او بس په دې سره چې:

"په يارانه کې خو بنګړي ماتيږي"

قاتل مې وينه بخښي!!!

 

زړه:

 

له ناويلو کيسو

له زوکلېدلو رازو

له بې تصويره زخمو

له بې اهنګه سازو

 

له بې دليله غمه

له لنډ مهال هوسه

له بې پايانې مينې

له نازولو هيلو

 

يو ډک د سرو وينو جام

زه په ګوګل کې لرم

په بايلولو به يې

اوښکې ونه بهوم

خو که يې مات کړ راته

زه به يې وير کې له لېمو څخه سرې وينې توی کړم

 

له ګنــګا څخه تګ:

 

ته يو څپاند درياب يې

د مرغلرو او احساس څخه ډک

چې يې چينه د جنتونو له کوثر څخه وي

خو زه يو تږی او ستومانه شپون يم

چې د دردو له کلي،

د ښامارانو له جګړې نه راستون شوی يمه

روح به تازه کړمه دا ستا په څپو

او د هندواڼو په څېر

تا به ګنګا وګڼم

ستا له اوبو به مې راشنې شي ناويلې کيسې

زه به د مينې او جګړې سندرې وغـــــــږوم

او بيا به ولاړ شمه پر هغې لار چې نه راځي بيا

ته به د تل په شاني

خپلې سپېڅلې څپې

د ساحلونو پر غېږ ولګوې

 

نوی عصر

 

د خوشحال قدر مې منلی په لیمو دی

خو د نن مغل بل رنګه خوشحال غواړي


چې یو وخت یې د حمید سندرې ویلې
هاغه ترکې اوس یو بل رنګه تال غواړي
اوس د تورې وخت نور تللی،قلم واخله
د نن ورځې مغل بل ډول جنګیږي
په ادب کې هم خټک بابا هیر نه کړې
خو نن شعر په نویو وینو کې لمبیږي
خال و خط اوس په شعرونو کې کم رنګ شو
بل ترکیب بل مضمون دلته راغوړیږي
ریالیزم و رومانتیسم خو لا پریږده
اوس په شعر کې کوبیزم لا ټوکیږي
 
 
 
 
 
 
 
 
 



د هوا پر وزرونو

 

بيګاه خوب کې ډوبېدلم

له دنيا نه تښتېدلم

ولاړم ولاړم يو ستر باغ ته

د لالونو د ګلونو

سترګې سترګې شوم تر پايه

د غوښتنو زمزمه شوم

ما کتل چې سپينې ورېځې

په اسمان کې رڼېدلې

اوښکې اوښکې ژړېدلې

پر شنو بوټو ورېدلې

ما کتل چې ورېځې ولاړې

شين اسمان په خنديدو شو

ټول ژوندون په تودېدو شو

د لمر وړانګې غوړېدلې

ما کتل چې بوراګانې

پر ګلونو څرخېدلې

له نسيمه ترهېدلې

په ګلپاڼو لګېدلې

هرې خوا ته يون، شڼا وه

بس زه پاته يک تنها وم

د غنمو کروندو کې،

د لونګو په شېلو کې،

سترګې سترګې شوم، تر پايه

په لټون کې ستا د خوا وم

راپيدا لکه وږمه شوې

د هوا پر وزرونو

نڅېدلې، خنديدلې

لکه باد راچلېدلې

کله يو ګام رانژدې او،

کله ليرې تېښتېدلې

د غبار غبار خيالونو

په اسمان کې مستېدلې

چې به لږ څه درنژدې شوم

لکه پاڼه رېږدېدلې

ما به ځانته يو معبود کړې

و سجدو ته به دې تلمه

خو ته پټه، دې جنت نه

په رکوع رکوع وتلې

که به لږ څه تمېدمه

بيا به خپله ستنېدلې

په موسکو موسکو سرو شونډو

پټ په زړه کې خندېدلې

څانګه څانګه مې احساس شو

ترانه مې درته پيل کړه

د زردشت د مذهب اور شوې

ولوله مې درته پيل کړه

 

 

غــــــزل

 

د اسمان د وريځو ټال يې، په رنګونو کې لمبېږې

د هستۍ د لمبې شور يې، په اورونو کې لمــبېږې

د ګودر ګودر نغمه يې، تاوه شوې يې په ښکلـــــو

د سيندونو ښاپېرۍ يې، ساحلـــــــــونو کې لمبېږې

زه تيارو کې لاهـــــــــو شوی، ته رڼا کې ټوکېدلې

زه ستومانه له دې کړيکو، ته شورونو کې لمبېږې

که دې تېغ له زړۀ نه باسم، نو بيا ولې راته وايې:

- ليونی يې که پر سد يې، پرهرونو کې لمبېږې

تا کتلی د يار مخ دی، سر پرې شوی د غرو لمره!

ځکه رخــــــــې نه تاوېږې، انګارونو کې لمبـېږې

لامع خپله يو غـــــــــــزل دی، اقـتـفا يې ده په مينه

خير که اوس يې د شعرونو په موجونو کې لمبېږې

 

 

 

 

 

 

 



Fawad, Ahmad Fawad, Dr. Ahmad Fawad Lameh, Lameih, Lami, Washington