نور احمد اعتمادی

Noor Ahmad Etemadi

نور احمد اعتمادی د محمد هاشم میوندوال تر استعفأ وروسته په ۱۵ نوامبر ۱۹۶۷ دافغانستان د پاچا له خوا و ګومارل شو چی د صدر اعظم په توګه کابینه جوړه کړی . که څه هم د افغانستان د نوی اساسی قانو ن ۲۴ مادی له مخه منع وه چه پاچا دی له خپلی کورنی نه څوک پداسی دند ه و ګوماری ، خو پاچا دا ماده تر پښو لاندی کړه او نور احمد اعتمادی يی د صدر اعظم په توګه انتخاب کړ . نور احمد اعتمادی محمدزی وو اما د پاچا له کورنی څخه نه وو. اعتمادی دصدراعظم په حيث او دده کابينه د مشرانو جرګی له خوا ومنل شول . نوراحمد اعتمادی يو ډیر پوه سیاستمدار وو . ده د خپل حکومت په اولو ورځو کی د افغانستان مشکل و پیژاند او کوښښ يی وکړ چه د افراطی مسلمانانو او مارکسیستی پرچميانو تر منځ یوه منځنی لار غوره کړی او په دی ترتیب د حکومت چاری مخ ته بوزی . اعتمادی و پرچمیانو ته اجازه ورکړه چی دوی خپله مجله د ۱۹۶۹ تر پایه پوری خپره کړی . د خلقیانو مجله وروسته تر ۶ میاشتوپه ۱۹۶۸ کی بنده شوه .

د ۱۹۶۷ په منی کی د امريکا څخه یو هيئت افغانستان ته ددی لپاره راغی چه د افغانستان سره د نفت او ګاز د راایستلو موافقه وکړی . شوروی د افغانستان او امريکا ټوله اړيکی تر نظر لاندی نیولی وی . په جنوری ۱۹۶۸ کی د شوروی د وزيرانو مشر الکسی کاسیګین کابل ته راغی اونور احمد اعتمادی یی و مسکو ته دعوت کړ . اعتمادی مسکو ته سفر ونه کړ اما د ګاز د راایستلو قرار داد يی د شوروی سره امضأ کړ . د ګاز د رایستلو کار ټوله شوروی متخصصیونو پر غاړه واخیست . شوری و افغانستان ته پر یوه متر مکعب ګاز ډیری کمی یعنی د خندا وړ پيسی ورکولی . پدی حساب شوری افغانستان خطا ایست .

د اعتمادی د حکومت په اولو میاشتو کی د فرانسی جمهور ریس او د ترکیی صدر اعظم کابل ته راغله او دافغانستان سره يی په ټنونو غنم کومک وکړ . په ۱۹۶۹ کی اعتمادی بيا د صدراعظم په توګه ومنل شو. اعتمادی کوښښ وکړ د حکومت روابط د ببرک کارمل او حفیظالله امین سره چه په پارلمان کی د کابل وکيلان وه ، ښه کړی .

په مي ۱۹۶۹ کی د امريکا څخه یو هيئت کابل ته راغی په دی مطلب چه د افغانستان او پاکستان پر روابطه باندی خبری وکړی . د امريکا هیئت له کا بل نه وتلی نه وو چه الکسی کاسیګين بیا کابل ته راغی . تر پوره خبرو وروسته له کابل نه هندوستان ته ولاړ او هلته يی د هند د صدر اعظمی اندیرا ګاندی سره خبری وکړی . انديرا ګاندی کابل ته راغله او داعتمادی سره د مرکزی اسیا پر نظامی پکت خبری وکړی . مسکو او نوی ډیلی غوښته چه افغانستان د مرکزی اسیا و نظامی پکت ته ور شامل کړی . کوم وخت چی د امریکا او پاکستان تر منځ تړون لاسلیک شو ، اندری ګرومیکو کابل ته راغی او دافغانستان ددفاع وزیر خان محمد خان سره يی دافغانستان پر نظامی قواوو خبری وکړی .

داده شوری اوافغانستان خبری و اخوان المسلمین ته چه په راس کی يی د شرعیاتو د فاکولتی استاد غلام محمد نیازی وو ، یوه بهانه جوړه کړه او ویی ویل چه اعتمادی د مسلمانی له خطه نه اوښتی دی . کوم وخت چی دامریکا جمهور ريس ریچارد نکسن په جنوری ۱۹۷۰ کی کابل ته راغی ، اخوان المسلمین د نکسن او اعتمادی موټر په هګیو وويشت .

کوم وخت چه اعتمادی د غربی کمپنیو سره د نفت د را ایستو په اړوند خبری شروع کړی ، شوروی پر اعتمادی نيوکه وکړه چه سردار محمد داود له شوروی سره په دی باب لا پخوا قراردادونه امضأ کړیدی . څنګه چه د سردار محمد داود اوپاچا مناسبات سم نه وه ، پاچا و اعتمادی ته وظیفه ورکړه چی دداسی قراردادونو په اړوند د سردار داود سره خبری وکړی . اعتمادی کوښښ وکړ چی د پاچا او سردار محمد داود مناسبات ښه کړی ، خو موفق نه شو . له بلی خوا اخوان المسلیمین د غلام محمد نيازی په رهبری پر اعتمادی له هره پلوه کلکی نيوکی کولی چی داسلام څخه اوښتی دی . شوروی و اعتمادی ته د امریکا د مزدور په سترګه کتله او کوښښ يی کاوه چی د مسکو سره په مذاکراتو کی کامیاب نه شي . پر اعتمادی کارونه له هره پلوه زياد شول ، اما د کومک څوک ور پاته نه شول . هغه وو چه بله لاريی ونه ليدل او له دندی نه یی استعفا وکړه . نوراحمد اعتمادی په ۱۶ دمي ۱۹۷۱ د صدر اعظمی له دندی نه ځان ګوښه کړ .

»ټول افغانستان«

Noor Ahmad Etemadi, Etemadi, tolafghanistan