غلام محمد فرهاد (پاپا غلام)
Ghulam Mohammad Farhad
(Papa Ghulam)

غلام محمد فرهاد د حاجی سید احمد زوی په کال ۱۹۰۰ کی په میدان کی زيږیدلی دی . میدان له کابل نه تقريباً ۳۵ کیلو متره واټن لری . دده پلار یو زمیندار سړی وو چی په میدان کښی په زراعتی چارو بوخت وو . څنګه چه په هغه وخت کی ددوی د اوسیدنی په ځای کی د ماشومانو لپاره د تعلیم او تربیی امکانات ښه نه وه نو د غلام محمد پلارپه کال ۱۹۱۰ کی د کورنی سره کابل ته په کډه ولاړ. په کابل کی دده دواړه زامنو غلام سرور او غلام محمد د حبیبیی لسه وویله .

غلام محمد چی وروسته بیا د غلام محمد فرهاد په نامه مشهوره وو ، په کال ۱۹۲۱ کی چی د امان الله خان د پاچاهی وخت وو ، د یوه بورس په استفاده المان ته ولیږل شو. غلام محمد فرهاد د مونشن په تخنیکی پوهنتون کی الیکترو تخنیک پای ته ورساوه . په کال ۱۹۲۸ کی غلام محمد فرهاد د مونشن د پوهنتون تر فارغیدو وروسته د انجنیر په توګه افغانستان ته ستون شو او هلته د جبل سراج د برق په دستګاه کی په کار و ګومارل شو. کوم وخت چی امان الله خان په هیواد کی د کورنیو ستونزو له امله د حبیب الله کلکانی (بچه سقاو) له خوا و تيښتی ته مجبوره سو او حبیب الله کلکانی د هیواد واک په لاس کښی واخیست ، غلام محمد فر هاد د نورو زیاتو تعلیم یافته کسانو په شان بیکاره شو. څو موده وروسته کوم وخت چی نادرخان پاچاهی ونیوله غلام محمد فرهاد د کار په وزارت کی د برق د مدیر په توګه مقرر شو او دنده يی داوه چی د کابل ښار ته په کافی اندازه برق ورسوی . د نادرخان تر وژل کیدو وروسته ظاهرشاه ټینګار کاوه چی د کابل ښار باید پوره او کافی برق ولری . څنګه چی د جبل سراج د برق دستګاه له یوی خوا زړه شوی وه (په کال ۱۹۱۴ کی فعال شوی وه) او له بلی خوا یی ظرفيت فقط ۹۰۰ کيلو واټه وو، د کابل د ښار لپاره يی کفایت نه کاوه . له همدی کبله و غلام محمد فرهاد ته دنده ور په غاړه شوه چی په چک ورګ کښی یوه نوی د برق دستګا جوړه کړی . غلام محمد فرهاد المان ته سفر وکړ او د زیمنس کمپنی سره يی د برق توربینونو قرار داد امضأ کړ . په کال ۱۹۳۷ کی په چک وردګ کښی نوی توربینونه و درول شول او دکابل ښار په کاپی اندازه برق پیدا کړ . په کال ۱۹۳۹ کی د برق شرکت تأسیس شو چی مشری يی غلام محمد فرهاد ته ور په غاړه شوه .

ددویم نړیوال جنګ وروسته په کال ۱۹۴۶ کی غلام محمد فرهاد ددویم ځل لپاره المان ته سفروکړ اود سروبی لپاره يی د زيمنس د کمپنی سره د برق د د ستګاه قرار داد امضأ کړ . کوم وخت چی غلام محمد فرهاد لا په اروپا کی وو د افغانستان صدراعظم شاه محمود خان په افغانستان کی زیاد سیاسی تغیرات را وستل. په همدغه وخت کی باید د کابل ښاروال نوی مقرر شوی وای . غلام محمد فرهاد له اروپانه د کابل د ښاروالی لپاره ځان کاندید کړ . د لمړی ځل لپاره په افغانستان کی غلام محمد فرهاد په ازادو انتخاباتو کښی د کابل د ښاروال په ټوګه انتخاب شو .

د غلام محمد فرهاد دښاروالی په دوره کی چی پنځه کاله يی دوام وکړ د کابل په ښار کی زیات تغیرات راغله . د میوند جاده او نادر پښتون جاده دده په وخت کی جوړی سوی . د کابل څلورمی کارتی (کارته چهار) ، شاه شهید ، میر ويس میدان ، سخی کارته (کارته سخی) او جمال مینی کارونه د غلام محمد فرهاد په دوره کی شروع شوه . تر ټولو مهم تغیر چی د غلام محمد فرهاد د ښاروالی په دوره کی اول په کابل بیا په ټول افغانستان را منځ ته شو هغه د ترافیک د نظم اړول وه . غلام محمد فرهاد و توانیدی چی د افغانستان ترافیک د انګريز له سیستم نه له چپ لاس نه و راسته لاس ته واړوی . د ترافيک د نظم په اړولو غلام محمد فرهاد و انګریز ته وښودل چی افغانستان نور د انګریز پر لار روان ندی بلکه د بین المللی جامعی يو غړی دی .

غلام محمد فر هاد چی په اخیرو وختونو کی د پاپا غلام په نامه مشهوره وو په کال ۱۹۶۶ کی تقاعد شو . تر رسمی تقاعد وروسته پاپا غلام يوه سیاسی پارټی د افغان ملت په نامه تشکیله کړه او په دغه نامه يی یوه جریده هم خپروله . کوم وخت چی په کال ۱۹۷۹ کی کمونستانو په افغانستان کی واک په لاس کښی واخست ، پاپا غلام د خپل مشر زوی نادرسره یوځای د حفیظالله آمین له خوا ونیول شو او بندی خانی ته واستول شو . په ښکاره توګه د حفیظالله آمین بهانه داوه چی ګواکی پاپا غلام د آمین په مقابل کی په یوه کودتا لاس پوری کاوه . اما د پاپا غلام د بندی کیدو اصلی علت داوو چی دی د کمونستانو ضد وو او د آمین د حکومت غوښتنه يی ونه منل چی دافغانستان د نوی اساسی قانون جوړيدو کی همکاری وکړی . څنګه چی د کمونستی رژیم په دوره کی هغه کسان چی بندی خانی ته به ولاړه بیا چا نه لیدل ، همدارنګه هم پاپا غلام . پاپا غلام تر بندی کیدو وروسته بیا له بندی خانی را ونه وتی او نه بیا چا ولید. غلام محمد فرهاد په ۶ د نوامبر ۱۹۸۴ له دنیا نه سترګی پټی کړی او په ابدی خوب بیده شو .
»ټول افغانستان«

Tags: Ghulam Mohammad Farhad, Gholam Mohammad Farhad, Ghulam Mohammad, Farhad, Papa Ghulam