عبدالشکور رشاد
Abdul Shakoor Rashad

عبدالشکور رشاد د ۱۹۲۱ د نوامبر د مياشتی پر ۱۴ نيټه په کندهار کی زيږيدلئ دی . په کال ۱۹۳۳ د شپږم صنف نه فارغ شو . یو کال وروسته په ۱۹۳۴ کی د ۱۳ کالو په عمر د معلم په توګه مقرر شو . عبدالشکور رشاد په ۱۹۴۸ کی و هندوستان ته سفر وکړ تر څو هلته د پښتو ژبی په اړوند لا زيات معلومات لاس ته راوړی . ده په هندوستان کی لمړئ هندی ژبه زده کړه او بيا يی دده لمړنی کتاب د »لودی پښتون« په نامه وليکئ . ښاغلئ رشاد په ۱۹۵۷ کی په کابل کی د پښتو ټولنی (پښتو اکاډيمی) غړئ شو. په همدغه وخت کی ښاغلئ رشاد د کابل پوهنتون د ادبياتو په فاکولته کی د استاد په حيث مقرر شو. په همدغه فاکولته کی دی ده د پروفيسور په حيث و پيژندل شو . په ۱۹۶۱ کال کی ښاغلی رشاد په زانکت پيترسبورګ کی د شرقی اسيا په انستيتوت کی د پښتو دا دبياتو د استاد په حيث تدريس کاوه . د ۱۹۶۳ کال په مابين کی کوم وخت چه ښاغلی رشاد د پيترسبورګ نه وطن ته راستون شو ، د کابل په پوهنتون کی د پښتو دديپارتمنت د آمر په حيث و ټاکل شو. پرو فيسور رشاد د خپلی مورنئ ژبی پښتو په بغل کی په فارسی ، اردو ،هندی ، عربي ، روسی ، انګريزی ، سانسکريت او جاپانی ژبه خبری کولای سوای . ده زیات شمير کتابونه او اشعار په مختليفو ژبو ليکلی دی . پرو فيسور رشاد په کال ۱۹۴۷ کی کوم وخت چه ده ۲۶ کاله عمر درلود د افغانستان اولنی سياسی پارټئ ته چه د ويښ زلميانو په نامه ياديده شامل سو . په ۱۹۵۲ کی پروفيسور رشاد د افغانستان په اولين پارلمان کی د استازی په توګه وټاکل شو ، خو له بده مرغه په هغه وخت کی د کندهار دوالی »عبدالغنی خان« د مقاومت له کبله اجازه ور نه کړه شوه چه په پارلمان کی د و کيل په توګه ګډون واخلی . ښاغلی پروفيسور رشاد د کمونستانو د حکومت په دوره کی زيات شمیر ليکنی تر سره کړيدی چه د هغه وخت د امنيتی موخی په اساس په معما توګه خپريدل .

ښاغلی پروفيسور رشاد په کال ۱۹۷۸ تقاعد شو .
پروفيسور رشاد د ۲۰۰۴ کال د دسامبر د میاشتی پر اوله نيټه د ۸۳ کالو په عمر په کابل کی ددنيانه سترګی پټی کړی . دده تر وفات وروسته زيات شمير ښوونځئ د رشاد په نامه و نوميدلی .

لوي ترين ملی کتابتون (کتابخانه) په کندهارکی و پوهنتون ته نژدی دده په نوم ياديږی .

ټول افغانستان



 

abdul Shakoor Rashad , tolafghanistan