میر غلام محمد غبار
Mir Ghulam Mohammad Ghubar

میر غلام محمد غبار په ۱۸۹۷ کی په کابل کی زیږیدلی دی او د افغانستان په مشهورو شاعرانو ، سیاست مدارانو او او لیکوالو کی راځی .

میر غلام محمد غبار د ۱۹۲۰ تر ۱۹۲۱ پوری دملی امنيت په وزارت کی (کونیو چارو وزارت) دنده تر سره کړیده . په ۱۹۲۶ کی دافغانستان لوی سفارت په پاریس کی د سکرتر په توګه و ګومارل شو . ۱۹۲۷ او ۱۹۲۸ د تعلیم او تربیی په وزارت کی مقرر شو . په ۱۹۲۸ تر ۱۹۳۰ پوری غبار په کابل کی د شورا وکیل وو . له ۱۹۳۰ تر ۱۹۳۱ پوری غلام محمد غبار د افغانستان لوی سفارت په برلین سکرتر وو . په همدغه کلونو کی غبار په کابل کی د افغانستان ادبی ټولنی غړی هم شو او په دغه وخت کی يی د افغانستان مشهور تاريخ »افغانستان در مسیر تاريخ« ولیکئ چه تر اوسه د افغانستان د محببو کتابونو په قطار کی راځی .

د غبار کتاب » افغانستان در مسیر تاريخ« تر خپریدو ډیر لنډ وخت وروسته د اعلحضرت ظا هر شاه په وخت کی د بعضی سیاسی پلمو په بهانه منع شو . د بعضو سیاسی نظریاتو له مخی دغبار د کتاب منع کولو علت به دا وو چی غبار په خپل کتاب کی لیکلی وه چی د پښتنو قوم له ايرانی قومونوو څخه یو قوم دی ، د سلیمان له غرونو نه سرچينه اخلی او د غزنویانو په وخت کی افغانستان ته راوستل شویدی . نور نظرونه د کتاب منع کيده د زيادو لاريونونو خوځښت چی په پنځوس کلونو کی په کابل کی په حرکت راغلی وو ، ارتباط ور کوی . نور خلک بیا فکر وی چی د ا کتاب ځکه منع شو چی میر غلام محمد غبار د دوکتور رحيم محمودی سره اشنايی درلوده . دوکتور رحيم محمودی د ماوایستانو د ګوند (شعله جاويد) مشر وو . د شعله جاوید په نامه جریده د دوکتور رحیم محمودی او د هغه د ورور هادی محمودی له خوا اداره کیدل . دغبار کتاب »افغانستان در مسیر تاريخ« په اتیا کلونو کی په پاکستان او ایران کی د افغانانو له خوا بیا چاپ شو.

میر غلام محمد غبار د وطن د ګوند بنسټ ايښودونکی او د افغانستان د لمړنی سیاسی حرکت » ویښ زلمیانو« غړی وو. د ويښ زلمیانو د حرکت بنسټ په کال ۱۹۲۰ کی په کابل او کندهار کی ایښودل شوی وو. ددی ګوند د نورو غړو په بغل کی نور محمد ترکی او ببرک کارمل هم غړی وه چی زیات وخت وروسته دوی د کمونستی او سوسیالیستی په لور ولاړه او د ويښ زلمیانو نه بیل شوه .
»ټول افغانستان«

Tags: Mir Ghulam Mohammad Ghubar, Ghubar, Mir ghubar, Afghanistan
Geschichte Afghanistan