فيض محمد انګار
Faiz Mohammad Angar

فيض محمد انګار د حاجی ګل محمد زوی د محمد حسن خان لمسئ د ۱۲۹۳ هجری لميز کال د حوت د میاشتی پر نهمه نيټه د کندهار ديحی خان په کوڅه کی زيږيدلی دی . لمړنی زده کړه يی د کندهار د ارګ په مکتب کی چه وروسته د تيمور شاهی مکتب په نامه ياد سو، سر ته ورسولی . د مکتب نه د فاريغ کيدو څو موده وروسته په فراه کی د فوائد عامی د مدير په توګه و ټاکل سو .

کله چه په کابل کی د اقتصاد او حقوقو پوهنځی تأسيس شوی ، انګار صاحب د بکلوريا تر ازموينی وروسته د اقتصاد پوهنځئ ته شامل شو . انګار صاحب تر څلورو کالو وروسته د اقتصاد دپوهنځی نه تر فارغ کيدو وروسته په کندهار کی د منزل باغ د آمر په توګه مقرر شو . څنګه چه انګار صاحب یو ځيرک ځوان وو او په اقتصاد کی يی ښه مهارت درلود ، تر لږ مودی وروسته په کابل کی د اقصاد په وزارت کی د نده ور په غاړه شو . په کال ۱۳۲۷ کی ا نګار صاحب د کابل په ګمرک کی لمړی د ریاست معاون او څه موه وروسته دګمرک د ريس په توګه وټاکل شو .

څنګه چه انګار صاحب د سياسی شعور خاوند وو او د وطن اقتصادی او اجتماعی وضعی ته يی تل په نيوکه سترګه کتل نو همدا سبسب وو چه دئ په کال ۱۳۲۸ د ويښ زلميانو و حرکت ته ور شامل سو . د ويښ زلميانو ګونه د افغانستان لمړنی سياسی خوځښت وو چه په ۱۳۲۰ کی د افغانستان د با احساسه او با درده ځواناون له پلوه منځ ته راغلئ وو . په کال ۱۳۲۹ کید حوت پر ۲۹ نيټه انګار صاحب د خپلو ملګرو په مصلحت په خپل شخص مصرف چاپ کړه . په دغه وخت کی د انګار د جريدی په بغل کی یوه بله جريده هم راوتلی وه چه نوم يی » ندای حق « وو . څو موده وروسته نوری جريدی لکه »وطن« او »ملی اولس« په خپريدو شروع وکړه . د انګار ملی جريده په هفته کی دوه ځله د يکشنبی او چهارشنبی په ورځ په پښتو او دری ژبو خپريده .

د انګار د جريدی عمر ډ ير کم وو . شپاړسمه ګڼه يی د دولت له پلوه مصا دره شوه ، دفتر يی وتړل شو او انګار صاحب دغلام حسن صافی او رحيم محمودی سره يو ځای بندی شول . انګار صاحب پس له شپږو مياشتو بيله کومی محکمی او يا قانونی فيصلی د زندان نه ازاد شو او کندهار ته ولاړ. په کندهار کی ددوهم ځل لپاره بندی شو. دا ځل يی د بند يخانی موده څلورنیم کالو ته ورسيده .

انګار صاحب خپل ټول عمر په سياست کی تير کړی دی او لکه تخلص چه انګار وو سايسی فعاليتونه يی هم د انګار په شان وه . ده ژوند تر آخيری سلګئ پوری أه سياست نه لاس وانه خيست او دملت لپاره وجنګيد .

انګار صاحب په ۱۳۵۷ هجری لمريز کال کی د حوت پر اوومه نيټه وفات او په کندهار کی په خپله پلرنی هديره کی خاورو ته وسپارل شو.

» ټول افغانستان «

 

Faiz Mohammad Angar, tolafghanistan