ګل پاچا اُلفت
Gul Pacha Ulfat

ګل پاچا الفت په کال ۱۹۱۰ کی د لغمان ولایت په خواجه عزیز خان کلی کی زيږیدلی دی . د مکتب او ټولو زده کړی تر فارغیدو وروسته ګل پاچا الفت په کال ۱۹۳۵ کی د انيس ورځپاڼی په دفتر کی د کاتب په حيث مقرر شو. وروسته تر زیاتی مودی ګل پاچا الفت د ژورنالست په حيث و پیژندل شو او څه د پاسه ۳۵ کاله يی د انيس د ورڅپاڼی سره کار وکړ .

ګل پاچا الفت په همدغه ورځپاڼه کی خپل زیات مضامين او مقالی په پښتو او دری ژبه خپری کړی دی . دده مورنی ژبه پښتو وه ليکین په دری ژبه کی يی پوره مهارت درلود او خپلی مقالی يی په دواړه ژبو خپرولی .

ګل پاچا الفت د افغانستان له مهمواو مشهوره عالمانو په جمله کی راځی . کوم وخت چی د ويښ زلمیانو بنسټ په کال ۱۹۴۱ کی په کندهار او کابل کی کيښودل شو ، ګل پاچا الفت د دی اولين سیاسی ګوند په اولين ګام کی ور سره ملګری وو. ويښ زلمیان د افغانستان اولين سیاسی حرکت وو چی هدف يی په افغانستان کی ديموکراسی وه. په ويښ زلمیانو کی د ګل پاچا الفت ملګری عبدالروف بينوا ، فیض محمد انګار ، عبدالاحد عارض ، صديق الله رښتین ، محمد موسی شفيق ، غلام حسن صافی ، عبدالشکور رشاد او نور منور عالمان وه .

په افغانستان کی ددیموکراسی بنسټ د ويښ زلمیانو په وخت کی کیښودل شو چه له هغی جملی نه د افغانستان اولين اساسی قانون په کال ۱۹۶۴ کی د ديموکراسی پر بنسټ امضأ شو او پارلمانی ټاکنی تر سره شوی .

ګل پاچا الفت د افغانستان له نامتو شاعرانو نه وو چه په دواړو رسمی ژبو پښتو اودری يی زيات شعرونه ليکلی او خپاره کړی دی . ګل پاچا الفت دخوشال خان ادبی جايزه او د ابو علی سینا (ابن سینا) علمی جايزه تر لاسه کړی ده . په کال ۱۹۵۱ کی ګل پاچا الفت يوه مجله د »اولس« په نامه خپره کړه . ددی مجلی مسئول مدير او د امتیاز خاوند تر ۱۹۵۳ پوری ګل پاچا الفت پخپله وو .

ګل پاچا الفت ۲۵ کتابونه او تر شمیر وتلی شعرونه لیکلی دی . ده په خپلو شعرونو کی تل د افغان ولس لپاره دیموکراسی او د مطبوعاتو او بیان ازادی غوښتی ده .

ګل پاچا الفت په ۱۹ دسامبر ۱۹۷۷ له دی دنیا نه د همیشه لپاره سترګی پټی کړی . جنازه یی د خپل زيږید نی په ځای خواجه عزیز خان کلی کی خاوره ته وسپارل شو .

»ټول افغانستان«

 

 

 



 په ويډيو کی  زما ګناه «   د ګل پاچااُلفت ښکلی شعر »

 Gul Pacha, Gul Pacha Ulfat, Ulfat, Wish Zalmyan Ulfat