محمد ابراهيم خواخوږئ
Mohammad Ibrahim Khowakozai

 

محمد ابراهيم خواخوږی د دُرمحمد خان زوي په ١٩٢٠ ز کال د فبروري د مياشتي په ٢٨ نيټه د کندهار ولايت په ماله جات کي زيږيدلي وو.
خواخوږی په ١٩٢٦ ز کال ښوونځي ته شامل او د متوسطه دوري له فراغت نه وروسته د لوړو زده کړو لپاره دارالمعلمين ته شامل سو او په ١٩٣٨ ز کال کي فارغ او د حبيبيي په عالي ليسي کي د ښوونکي په توګه مقرر سو.

د استاد خواخوږی لمړني شعر په ١٩٣٤ ز کال کي د کندهار د طلوع افغان په ورځپانه کي خپور سو.
خواخوږی په ١٩٤٤ ز کال کي د تعليم او تربيي مسلکي کورس او په ١٩٦٢ ز کال کي د ژورناليزم کورس مؤفقانه سر ته ورساوه.

ارواښاد خواخوږی په ١٩٤٦ ز کال د کندهار دکوکران د ليليي ښوونځي ښوونکي او تدريسي آمر وټاکل سو.
په ١٩٤٨ ز کال کي د کندهار د احمدشاه بابا ليسي د مدير په توګه وټاکل سو.

استاد خواخوږی د افغانستان د ويښ ځلميانو د سياسي تحريک د پيل څخه په سياسي مبارزاتو کي فعال ګډون درلود.

خواخوږی په ١٩٥٠ ز کال کي د دولت لخوا د ويښ ځلميانو د سياسي هلو ځلو په تور ونيول سو او زنداني سو.
د زندان د خلاصيدو نه وروسته په شخصي کار پيل وکړ او په ١٩٦٥ ز کال کي جبراً کابل ته واستول سو او په پښتو اکاډمي کي د مسلکي غړي په توګه وګمارل سو.

په ١٩٥٧ ز کال کي د راډيو افغانستان د نشرياتو د مراقبت د څانګي د مدير په توګه او د حبيبيي په عالي ليسي کي د پښتو ښوونکي په توګه کار کاوه . په ١٩٥٩ ز کال کي د راډيو افغانستان د رياست د معاون او په استقلال ليسي کي د تاريخ دښوونکي په توګه مقرر سو.

په ١٩٦٠ ز کال کي د پوهني ننداري د رياست د معاون په توګه او د نادريي په ليسي کي د تاريخ د ښوونکي په توګه خپلي دندي ته ادامه ورکړه . په ١٩٦٣ ز کال کي د مطبوعاتو د وزارت د ادبياتو د لوي آمر په توګه وګمارل سو.

په ١٩٦٦ ز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د کتاب خپرولو مؤسسي د رئيس په توګه وټاکل سو.
محمد ابراهيم خواخوږی په ١٩٦٦ ز کال کي د محمد هاشم ميوندوال سره په مترقي دموکرات ګوند کي خپل سياسي هلي ځلي ته دوام ورکړ.

په ١٩٦٧ ز کال کي د افغانستان د عامو کتابخانو د رئيس په توګه مقرر سو.
په ١٩٧١ ز کال کي د افغانستان د اکاډمي د پښتو د تقويي او پرمختيا د رئيس په توګه مقرر سو.
په ١٩٧٣ ز کال کي جبراُ تقاعد ته سوق سو.

په ١٩٦١ ز کال کي د افغان چين د دوستي ټولني غړي، په ١٩٦٩ ز کال کي په افغانستان کي د يونيسکو د ملي کميسيون د غړي په توګه منتخب سو.

استاد خواخوږی نه يواځي بادرده شاعر، ليکوال او ژورنالست وو بلکه د وطن د نوي نسل په روزنه او ويښتابه کي يي هم برخه اخيستي وه .

خواخوږی ته په ١٩٦٥ ز کال کي د اعليحضرت محمد ظاهر شاه لخوا د مينه پال دوهمه درجه نشان او په ١٩٦٩ ز کال کي د مينه پال طلای نشان ورکړه سوي ؤ.

ارواښاد خواخوږی په ١٩٧٣ ز کال د سعودي عرب د باچا ارواښاد ملک فيصل په بلنه د حج مبارکه فريضه ادا کړه.
استاد خواخوږی د ګران هيواد افغانستان حساس ليکوال، بادرده شاعر او سياسي پيژندل سوي چهره وه.

الحاج محمد ابراهيم خواخوږی د ١٣٧١ ل کال د لړم د مياشتي په ٣ نيټه چي د ١٩٩٢ ز کال د اکتوبر د مياشتي د ٢٤ نيټي سره سمون خوري د زړه د ناروغي له امله د کابل په نوي ښار کي د (٧١) کالو په عمر وفات سو.

»ټول افغانستان«

 

Mohammad Ibrahim Khowakhuzai, tolafghanistan