محمد علم بڅرکئ
Mohammad Alam Bazarki

Lمحمد علم بڅرکی په ۱۹۲۱ کی د کندهار په ښار کی زیږیدلی دی او هلته يی د خپل ژوند زیاته برخه تیره کړیده . بڅرکی صاحب په خپل کتاب کی چي »ويښ زلمیان« نومیږی ، خپل ژوند لیک داسی بیانوی :

 

زه محمد علم بڅرکئ په ۱۹۲۱ ع کال کښی زيږیدلی او په ۲۰۰۰ ع کال کی لا ژوندی یم . ابتدايی تعلیم می د کندهار په احمد شاهی لیسه کی پای ته رسولی دی . وروسته تر هغه بیا په کابل کی د طب فاکولتی ته شامل شوم . خو د طب مسلک ته می د خپل طبیعی میل په اساس دوام ورنه کړ . وروسته بیا لمړی د کندهار دمجلی مدیر او بیا د کندهار د مطبعی مدیرمقرر سوم .

د کندهار په مجله کی د خپل وخت برابر زما زیات انقلابی ، علمی او ادبی مضامين چاپ شوی دی چی د کندهار د صحافت په تاريخ کی ځانګړی ځای لری .

د ويښ زلمیانو د سیاسی غورځنګ په وخت کی د کندهار د زلمیو د حزب منشی وم . په دی دوران کی په وار وار فراره شوی یم څو د ويښ زلمیانو په عمومی بندیګری کښی څلور کاله د کندهار په عسکری چوڼئ کښی بندی وم .

په ۱۹۶۵ ع کښی ولسی جرګی ته کاندید شوم . خو د مرکزی حکومت په نمایندګی زابلی صاحب کندهار ته راغی او زه يی د روشنفکری په ګناه محکوم کړم . د کندهار د بلديی خانان او مشایخ يی زما په مقابل کی راوپارول او زه د ولسی جرګی په ټاکنو کښی ناکامه شوم ، زما ملګری د وخت روشنفکران وه . زابلی صاحب د پیسو او د ماموریت د رتبو راکولو ډیر وړاندیزونه راته وکړه ، خو ما ملی چوپړ ته ترجيح ورکړه ، هغه وړاندیزونه می ونه منل او سلطنتی قدرت ته می سر ټیټ نه کړ .

په ۱۹۷۲ع کی زه ، ښاغلی پوهاند حبیبی صاحب او عبدالصمد ويسا صاحب په یوه مکتوب د موسی شفیق صدراعظم په وخت کی نا مطلوبه کسان و بلل شوو او تقاعد مو وکړ .

په ۱۹۸۰ ع کال کی چی کمونستی دوره پیل شوه ما له وطنه هجرت وکړ .

کوم کتابونه چی ما لیکلی او چاپ شویدی دادی :

۱ – روسی یر غل پر افغانستان باندی
۲ – افغانستان می حکمران پارټی (په اردو ژبه)
۳– تاج (درابندرنات ټاګور ليکلی کتاب »مکټ« په پښتو ترجمه)
۴– د خان محمد ایوب خان ژوند لیک (پښتو)
۵– طلسم عمل (پښتو ترجمه چی په طلوع افغان کی په چاپ ورسیده )
۶– د هګل فلسفه (پښتو ترجمه چی په طلوع افغان کی چاپ سو)

۷– د کندهار په مجله کی مختلفی مقالی او مضلمین

»ټول افغانستان«

Tags: Bazarki, Bazarky, Mohammad Alam Bazarki, Mohammad Alam Bazarky