عبدالحئ حبيبی
Alama Abdul Hai Habibi

عبدالحی حبيبی په کال ۱۹۱۰ په کندهارکی زيږيدلی او په خټه کاکړ وو . پلار يی هغه وخت وفات وکړ چه عبدالحی لا وړوکی وو . د ژوند په اولو کلونو کی يی د کندهار په مسجدونو کی دينی تعليم واخست . په کال ۱۹۲۰ کی د کندهار د شاليمار په ښوونځۍ کی چی نن ورځ مشرقی ليسه نوميږی شامل شو . عبدالحی حبيبی د ۱۵ کالو په عمرپه کندهارکی د لمړنی ښوونځی معلم مقرر شو . په کال ۱۹۲۷ کی په کندهار کی دطلوع افغان د جريدی معاون و ټاکل سو . دری کاله وروسته د همدغه جريدی آمر مقرر شو .

عبدالحی حبيبی په کال ۱۹۵۰ کی هغه وخت چه شاه محمود خان دافغانستان صدراعظم وو د بعضی سياسی اختلافاتو له امله چه د شا محمود خان د حکومت سره يی درلوده مجبور شو چه خپل ابايی وطن پريږدی او پښور ته لاړ شی . په پيښور کی عبدالحی حبيبی يوه مجله د »آزاد افغانستان« تر نامه لاندی خپره کړه . په کال ۱۹۶۱ اجازه ورکړه شوه چه افغانستان را ستون شی . په همدی کال کی کوم وخت چه عبدالحی حبيبی له پاکستانه را ستون شو ، د کابل پوهنتون د اقتصاد په فاکولته کی د استاد په حيث مقرر شو . څو موده وروسته په همدغه پوهنتون کی د پروفيسور درجه ورکړه شو.

ښاغلی پروفيسور عبدالحی حبيبی په کال ۱۹۶۶ کی د تاريخ د انجمن د ريس په توګه وټاکل شو چه ده هلته د افغانستان پر تاريخ باندی زيات کتابونه خپاره کړه . پروفيسور حبيبی د افغانستان د تاريخ لپاره نه ستړي کيدونکی کارونه کړيدی او هميشه به په کار مشغول وو . دده هميشګی هلی ځلی دافغانستان د تاريخ پلټنه اود هغه د روښانه کولو په اړوند وی . ده په خپل ژوند کی اضافه تر۱۱۵ کتابونه او ۵۰۰ مقالی د افغانستان د تاريخ ، فلسفی ، ژبی ، شاعری او کلتور په اړوند ليلی دی .

د پرو فيسور حبيبی لپاره دا فغانستان اوسيدونکی او د هغوی تاريخی کلتور ډیر زيات اهميت درلود . د ده ليکنه فقط د افغانستان پر تاريخ باندی وه . د پروفيسور حبيبی کتابونه په انګريزی ، عربی ، اردو او فارسی تر جمه شويدی .

ښاغلی حبيبی په کال ۱۹۸۴ د مي د مياشتی په ۹ نيټه د ۷۴ کالو په عمر په کابل کی د د نيا نه سترګی پټی کړی .

د ښاغلی پروفيسور حبيبی لنډه بيوګرافی :

۱۹۲۵ تر ۱۹۲۷ »» په کندهار کی د لمړنی ښوونځی معلم
۱۹۲۷ تر ۱۹۳۱ »» په کندهار کی دطلوع افغان دجريدی معاون
۱۹۳۱ تر ۱۹۴۰ »» په کندهار کی د طلوع افغان آمر
۱۹۴۰ تر ۱۹۴۱ »» په کابل کی د پښتو اکادمی (پښتو ټوله) ريس
۱۹۴۱ تر ۱۹۴۴ »» په کابل کی د معارف وزارت مشاور
۱۹۴۴ تر ۱۹۴۶ »» په کابل کی د ادبياتو د فاکولتی استاد
۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ »» په کندهار کی د معارف ريس
۱۹۴۷ د پاکستان په کوئټه کی اقصادی اتاشه
۱۹۴۸ تر ۱۹۵۱ »» د افغانستان د پارلمان غړی
۱۹۶۵ په کابل کی د کابل د پوهنتون له خوا د پروفيسور په حيث و پيژندل شو
۱۹۶۶ تر ۱۹۷۱ »» په کابل کی د تاريخ د انجمن ريس
۱۹۷۲ تر ۱۹۷۳ »» په کابل کی د صدر اعظم کلتوری مشاور
۱۹۷۴ تر ۱۹۷۷ »» د کابل پوهنتون ادبياتو په فاکولته کی د پروفيسور په توګه
۱۹۷۸ تر ۱۹۸۲ »» په کابل کی اطلاعات او کلتور وزير مشاور



Alama Abdul Hai Habibi, Abdul Hai Habibi, Habibi, tolafghanistan