عبدالرحمن پژواک
Abdul Rahman Pazhwak

عبدالرحمن پژواک په ۷ د مارچ ۱۹۱۹ په غزنی کی زيږیدلی او عمر یی د ننګرهار په سرخرود تیرکړی  دی. لمړنی تعليمات يی په افغانستان کی تر سره کړه . دولسم صنف يی په امانی لیسه کی پای ته ورساوه . د مکتب تر فارغيدو وروسته پژواک په خارجه وزارت کی په مطبوعاتی دنده و ګومارل شو . عبدالرحمن پژواک اول داصلاح ورځپاڼی مسئول مدير وو بیا وروسته په باختر اژانس کی د خبرونو مسئول وټاکل شو. تر دی دندی وروسته پژواک د افغانستان د اطلاعات او کلتور عمومی مدیر او بيا د پښتو ټولنی ریس و ټاکل شو .

د عبدالرحمن پژواک مهمی دندي :

۱۹۴۶ تر ۱۹۵۱ په واشنګټن کی د افغانستا ن د لوی سفارت کلتوری اتاشه
۱۹۵۱ تر ۱۹۵۷ د افغانستان په خارجه وزارت کی د ملل متحد د دفتر آمر
۱۹۵۸ د افغانستان دائمی نماينده په ملل متحد کی
۱۹۶۱ تر ۱۹۶۳ په ملل متحد کی د بشری حقوقو د کميسيون ريس
۱۹۶۳ د ملل متحد خاص نماينده په ويتنام کی د ویتنام دحکومت او بودايی اجتماع تر منځ روابط سمول
۱۹۶۶ په ملل متحد کی د یوويشتمی عمومی اسامبلی ريس
۱۹۶۷ په ملل متحد کی دخاصی ټولنی ريس

ښاغلی پژواک لمړی د ادبیاتو د اکاډيمی ريس وو او وروسته تر هغه د همدغی اکاډيمی افتخاری غړی وو . په عین وخت کی پژواک دتاريخ د ټولنی غړی وو.

عبدالرحمن پژواک د ۱۹۷۸ تر ۱۹۸۲ د افغانستان د لوی سفيرحيث په بن ، لندن او نوی ډيلی کی دنده تر سره کړيده . کوم وخت چه په افغانستان کی کمونستی رژيم قدرت په لاس کی واخست ، عبدالرحمن پژواک وطن ته راستون شو . په افغانستان کی پژواک لمړی دکمونست رژيم له خوا په خپل کورکی بندی شو او بیا اجازه ورکړه شوه چه د تداوی لپاره خارج ته ولاړ شی . پژواک په ۱۹۸۲ کی امريکا ته ولاړ او هلته يی سیاسی پناه واخيستله . په ۱۹۹۱ کی پژواک له امريکا نه پيښور ته راغی او هلته په ۸ دجون ۱۹۹۵ د ۷۶ کالو په عمر وفات شو .

»ټول افغانستان«

 
 
 

Abdul Rahman Pazhwak, Pazhwak, Abdul Rahman