ډاکتر عبدالظاهر
Dr. Abdul Zahir

 د نور احمد اعتمادی تر استعفأ وروسته ظاهر شاه ډاکتر عبدالظاهر و ګومارلی چی د افغانستان د صدر اعظم په توګه کابینه جوړه کړی . ډاکتر عبدالظاهر په لغمان کی زیږیدلی وو او په کابل کی يی د حبیبیی لیسه ویلی وه . تر هغه وروسته د یوه بورس په استفاده امریکا تللی او هلته یی ډاکتری ويلی وه . ډاکتر عبدالظاهر يوه لنډه موده په کابل کی د ډاکتر په توګه دنده اجرأ کړه بیا يي و سیاست ته مخ کی . د ۱۹۶۴ نه تر ۱۹۶۵ پوری په اسلام اباد کی د افغانستان لوی سفیر وو ، تر هغه وروسته د عامی روغتیا وزیر شو . ډاکتر عبدالظاهر د افغانستان د لوی جرګی په بهیرکی د هغی ریاست او دولسی جرګی ریاست پر غاړه درلود . لکه څنګه چی په افغانستان کی همیشه دوی ژبی پښتو او دری رسميت لری ، همدارنګه باید په ولسی جرګه کی همدغسی وای . ليکین څنګه چی په ولسی جرګه کی هغه کسانو چی په دری ژبی خبری کولی په اقلیت کښی واقع وه ، نو پښتو ژبو استازو ټینګار وکړ چی په ولسی جرګه کی باید يواځی په پښتو ژبه خبری وشی . دا فکر په ولسی جرګه کی ستونزی را منځ ته کړی . ډاکتر عبدالظاهر څنګه چی په لغمان کی زیږیدلی وو ، پر دواړو ژبو يي پوره مهارت درلود . ده کوښښ وکړ چی دا ستونزه په ولسی جرګه کی له منځه یوسی ، خو موفق نه شو . دا د ولسی جرګی ژبنی اختلافاتو و ورځپاڼو ته سرایت وکړ او هلته به هره ورځ پر دی موضوع باندی ضد او تضاد لیکنی لیدل کیدلی . هغه وو چی ډاکتر عبدالظاهر د افغانستان د صدراعظم په توګه مداخله وکړه او دا شان مقالی يی منع کړی .

له بلی خوا د ډاکتر عبدالظاهر د صدارت په دوره کی پر افغانستان په ۱۹۷۱ ۱و ۱۹۷۲ کی لویه لوږه راغله چی تقريباً ۵۰۰۰۰۰ کسان چی زیات يی ماشومان وه له لوږی مړه شوه . امريکا ۲۰۰۰۰۰ ټنه غنم و افغانستان ته را واستول . څنګه چی په هغه ورځو کښی د پاکستان او هندوستان مناسبات ډیر خراب وه ، د غنمو کښتی په کراچی کی زیات وخت و ځنډیدلی . بیا چی غنم له کښتی نه کښته شوه ، په کراچی کی زیات وخت پاته شوه . کوم وخت چی غنم افغانستان ته راورسیده ، خلک وختی له لوږی مړه شوی وه . د ډاکتر ظاهر بيروکراسی ونه شوا کولای چی ولس له لوږی نه وژغوری . د ۱۹۷۲ کال په جنوری کی د پاکستان صدراعظم ذولفقار علی بوټو افغانستان ته راغی ، د پاچا او ډاکتر ظاهر سره يی راساً خبری وکړی . دا خبرو د افغانستان مناسبات د پاکستان او غربی نړی سره مخ پر ښه کیدو کړه .

په دغه ورځو کی د کابل په پوهنتون کی د کمونست خواهانو او اسلامیستانو تر منځ شخړو اور واخیست چی په بهیر کی يی زیات محصلین ټپیان شوه . د اسلام خواهانو مشر غلام محمد نيازی وو چی د الاظهر پوهنتون يی په قاهره ویلی وو. په شخړو کی ګلبدین حکمتیار چی د اخوالمسلمین پر طرف جنګیده ، هم ښکیل وو. ګلبدین د شخړو په بهير کی يو محصل چی نوم یی سیدال وو ، ووژی . کوم وخت چی ګلبدین حکمتیار د څرخی پله په بندیخانه کی بندی شو ، غلام محمد نيازی په پوهنتون کی د ځان د ساتنی لپاره یومذهبی مرکزی ګروپ تشکيل کړ چی ریاست يی برهان الدین ربانی پر غاړه واخيست او معاون يی عبدالرسول سياف وو . دوی دواړه د الاظهر د پوهنتون فارغین وه .

کوم وخت چی ډاکتر عبدالظاهر په ۱۹۷۱ کی د افغانستان د شمالی او شمال غربی ولایاتو نه لیدنه کوله ، هلته دی په ډبرو وویشتل شو . دا ځکه چی ولس دا فکر کاوه چی د بهرنیوهیوادونو پر کومک سربیره د افغانستان حکومت د لوږی ځپلو سره هيڅ زړه خوالی نه ښکاره کوی . په سپتامبر ۱۹۷۲ کی ډاکتر ظاهر و شوروی ته سفر وکړ چی نور غنم هيواد ته راوړی . خو دا کار دده لپاره هيڅ ګټه ونه کړه او په افغانستان کی حالت نورمال نه شو. ډاکتر ظاهر مجبوره شو چی په سبتامبر ۱۹۷۲ کی د صدراعظم له دندی نه استعفأ وکړی .
»ټول افغانستان«

Tags: Dr. Abdul Zahi, Abdul Zahir, tolafghanistan