ډاکتر محمد يوسف
Dr. Mohammad Yousuf

ډاکتر محمد يو سف په ۱۴ د اکتوبر ۱۹۶۵ دافغانستان صدراعظم مقرر شو . که څه هم په افغانستان کی تازه ولسی جرګی او مشرانو جرګی په کار شروع کړی وه او د افغانستان اساسی قانون تازه پاس شوی وو ، صدر اعظم د پاچا له خوا تعين شو دا ځکه چه د افغانستان ديموکراسی نوی وه او د پارلمان غړو تجريبه نه در لوده .

ډاکتر يوسف که څه هم ښه کار کاوه اما دده مقرری د صدراعظم په توګه په پارلملن کی ناراضی را منځ ته کړه داځکه چه ډاکتر يوسف د محمد داود خان د کابينی غړی وو . پارلمان غوښته چه یو سړی صدر اعظم شی چی هغه په هيڅ کابينه کی کار نه وی کړی حتی یو سړی وی چه هغه د حکومت په کارو کی هيڅ تجريبه ونلری . ببرک کارمل او اناهیتا راتب زاد په هغه وخت کی د پارلمان غړی وه . دوی تر ټولو زياد پر داکتر يوسف نيوکی کولی چی داسړی د صدراعظمی لپاره لياقت نه لری او نه شی کولای چی مملکت اداره کړی .

د پارلمان غړی بی تجريبی خلک وه ، د پارلمان په مجلس کی به يی یو و بل ته بد ویل او ښکنځل به يی کول . له همدی کبله پارلمانی کارونه مخ ته نه تله . د پارلمان په یوه مجلس کی چه ډیر محصلين هم حاضر وه ، ناڅاپه ډاکتر یوسف پارلمان ته ور ننوتی اوپه یوه ډیره غضب ناکه وينا يی شروع وکړه ، ډاکتر يوسف وويل :

زه ستاسی مخی ته د پوښتنو او جوابونو لپاره ولاړ یم ، تاسی زه دوزير په ټوګه پیژندلی یم . په هغه وخت کی تاسو زما خبری خوښولی او چک چکی مو کولی . اوس چه تاسی ما د صدر اعظم په توګه ردوی ، بایه یو دلیل ولری . راسی ، اوخپل دلايل ارائه کړی چه موږ ټوله خبری پر وکړو ، زموږ نور مهم کارونه په مخ کی دی .

دډاکتر يوسف دا خبری د ټولو خوښی شوی اوهيڅ چا څه ونه ويل . هغه چپيان لکه ببرک کارمل او اناهيتا راتب زاد چپ پاته شول او دلائل یی بي ځایه وبلل شول . يواځنی سړی چه د ډاکتر يوسف په مقابل کی ودريدی او جواب يی ووایه ، هغه د پاچا مشاور خليل الله خليل وو ، ده وويل :

زموږ نظر دادی چه ته مريض يی او ځان ته بایه استراحت ورکړی . دصدراعظمی کار پر تا ډیر زياد دی او تا نور هم پسی مريض کوی . د ښاغلی خليل ودی بي معنا خبرو ته ټول حیران شول . ډاکتر يوسف په جواب کی ورته وویل : زه روغ او جوړ یم ، فقط زما ډاکتر کولای شی ماته ووايی چه زه استراحت ته ضرورت لرم که نه . زه ستا محترم ښاغلی خليل څخه خواهش کوم چه د غلطو معلوماتونو او بی ځایه اطلاعاتو د خپرولو څخه ځان وساتی .

تر لنډی مباحثی وروسته ډاکتر يوسف دافغانستان د صدراعظم په توګه د پارلمان له خوا تصديق شو . په دغه ورځ کوم وخت چه د شورا وکيلان د پارلمان د تالار نه دوتلو په حال کی وه ، ببرک کارمل بيله اجازی مکروفو په لاس کښی واخست او د هغه محصلينو څخه چه پارلمان ته د اوريدونکو په حيث راغلی وه ، تشکر وکړ چه دوی د پارلمان و مباحثو ته غوږ نيولی وو . ببرک وويل : د ټولو محلينو نه خواهش کوم چه هر وخت و پارلمان ته راشی او دلته په ناسته کی ګډون وکړی . په راتلونکو ورځو کی دومره زیات محصلین و پارلمان ته راتله چه حتي د پارلامان د وکیلانو پر چوکیو به ناست وه او وکيلانو ته به يی د هغو چوکی نه ور پریښودلی . محصلينو به په لوړ اواز چيغی وهلی او ویل به يی چه موږ دا چوکی تر هغه وخته نه پريږدو تر څو زموږ غوښتنی پوره نه نشی . هيڅ چا ته معلومه نه وه چه محصلين څه غواړی . په دا بله ورځ کوم وخت چی د پارلمان وکيلانو د سحار پر ۷ بجی و غوښته و پارلمان ته ننوزی ، محصلينو ټولی لاری بندی کړی وی . په دغه ورځ د پارلمان ناسته سبا ته وځنډول شوه . په دا سبا ورځ د پارلمان وکيلانو د پارلمان له ريس نه چی ډاکتر ظاهر وو ، وغوښته چی د پارلمان دروازی د محصلينو پر مخ بندی کړی .

په ۲۵ د اکتوبر ۱۹۶۵ سحار پر ۹ بجی کوم وخت چی دافغانستان صدر اعظم ډاکتر يوسف و غوښته و پارلملن ته ورننوزی ، محصلينو لاری پر بندی کړی . ډاکتر يوسف له محصلينو نه وغوښته چه خپل نماينده ګان و صدارت ته ور واستوی تر څو دی هلته له هغوی سره ددوی پر غښتنو خبری وکړی . ددی وينا په اوریدو سره محصلينو د پارلمان لاری خلاصی کړی . د تګ په وخت څو محصلينو د حبيبیی ليسی کړکی په ډبرو وویشتلی . د کړکیو ټولی هنداری ماتی شوی . تر دی عمل وروسته عسکری ځواکونه راورسیدل او خطا ټکان يی وکړه . پدی خطا ټکانو کی يو محصل او دوه نور عادی کسان مړه او یو څو محصلين زخمی شول. مظاهری فوراً پای ته ورسیدی او مظاهره چیان تیت او پرک شول . له دی حالت نه چپی کمونستانو استفاده وکړه او پارلمان ته يی خبر ور سوی چی د عسکرو په ټکانو کی ۲۰۰ نفره ووژل شوه او پر سړکانو د وينو ویالی بهيږی . ددی مرګ ژوبلی ټول مسئوليت کمونستانو پر پارلمان او ډاکتر يوسف ور واړول . کوم وخت چه ډاکتر يوسف وليدل چی حتي مرګ ژوبلی يی پوری وتړلی ، د صدراعظمی نه يی استعفا وکړه . په ۲۵ اکتوبر ۱۹۶۵ د ډاکتر يوسف صدراعظمی تر ۱۱ ورځو وروسته پای ته ورسیده او ببرک کارمل ، اناهيتا راتب زاد او خليل الله خلیل په خپلو هدفونو کی کامیاب شول .
»ټول افغانستان«

 

Dr. Mohammad Yousuf, Dr. Mohammad Yosuf, tolafghanistan