عبدالروُف
بينوا
Abdul Rauf Benawa
استاد عبدالرووف بېنوا د مفتي عبدالله چي په کندهار کي په د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چي په کندهار کي ئې استاد کُل باله لمسئ دی ، دوی له آره دکندهار دمعروف له عليزو څخه دي چي بيا ددوی لوی نيکه ملاګلاب اخند دهلمندولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کي چي اوس ډير خلګ ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وائې ، مړ او ښخ دی . خو د ملاګلاب اخند لمسی مولوي عبالحق اخندزاده شل کلن و چي له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغلی او دکندهار ښار له خرقې شريفي سره نژدې ئې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه و چي فاضل استاد بېنوا هم په کال ١٢٩٢ لمريزکي د وږي پر لومړۍ نېټه چي د١٣٣٢ سپوږميز او ١٩١٣ مېلادي د اګست د ٢٣ مي سره سمون لري په همدغه سيد حسن خان کوڅه کي په دغه منوره او عالمه کورنۍ کي وزېږېدی او همدلته لوی شو
لکه چي وړاندي مو وويل چي ددوی يو عالمه کورنۍ وه نو ځکه ئې مشرانو غوښتل چي استاد بېنوا هم ديني زده کړي وکړي ، همدغه د کورنۍ غوښتنه وه چي فاضل استاد بېنوا د قران کريم تر زده کړي ورسته د افغانستان د لوی عالم او خپل ورور مولوي عبدالکريم حقاني تر استادۍ لاندي خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي صرف او نحو يې تر اعلی درجې پوري زده کړل بيا ېې فقه ولوستل چي مولوي ترې جوړ سو، تر دغو زده کړو وروسته ئې ادبي ډګر ته را ودانګل او په شعر ليکلو يې پېل وکړ چي لومړني شعرونه ئې د کندهار په طلوع افغان کي خپريدل ، بيا په همدغه تانده ځواني کي کابل ته ولاړ ی او د خپل ورور مولوي حقاني کره اوسېدی ، په همدغه وخت کي يې خپلو نور زده کړو ته دوام ورکړ او عربي ادبيات يې په شخصي توګه زده کړل ، بديع ،بيان او ګرامر يې په داسي توګه زده کړل چي بيا يې څو کاله وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځۍ کي همدغه د ژبپوهني څانګه وټاکل او ددرسي نوټونو يوه علمي پانګه ( ادبي فنون ) يې دابياتو زده کونکوته په ميرات پرېښوول ، په دغه وخت کي يې پاړسي ژبه هم زده کړې وه او اردو ژبه يې هم د ليکلو او لوستلو تر ټکه رسولې وه . بيا يې انګريزي ته ملا وتړل چي وروسته ئې ډيري ژباړي له دغي ژبي څخه کړيدي .
دلته موږ د استاد بېنوا استعداد او ځيراکت ښه ترا معلوميږي چي په ډيره نوې ځواني کي يې عربي ، اردو ، پاړسي او انګريزي ژبي زده کړي وې او په هغو کي د پوره مطالعې څښتن و.
رسمي دندي:
استاد بېنوا د ادبي يون تر څنګ په دولتي اورګانو کي هم ډيري مهمي رسمي دندي اجرا کړي دي ، چي ارواښاد يې په خپل قلم داسي بيانوي :
ـ د کابل د ادبي انجمن غړی ١٩٣٩ م
ـ د کابل د ادبي انجمن د نشراتو مرستيال ١٩٤٠ م
ـ د پښتو ټولني د صحافت مدير ١٩٤٠ م
ـ دکابل مجلې مدير ١٩٤١ م
ـ د مطبوعاتو د رياست د نشراتو مرستيال ١٩٤١ م
ـ د پښتو ټولني مرستيال ١٩٤٤م
ـ د پښتو ټولني عمومي مدير ١٩٤٦ م
ـ د تاريخ د انجمن غړی ١٩٥١
ـ د مطبوعاتو د رياست د داخلي نشراتو عمومي مدير ١٩٥٢ م
ـ په ډهلي کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٩٥٣ م
ـ دکابل راډيو ريس ١٩٥٦ م
ـ د افغانستان او هند د دوستی دانجمن غړی ١٩٥٨ م
ـ د افغانستان او شوروي د دوستی د انجمن غړی ١٩٦٠ م
ـ په قاهره کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٩٦٣ م
ـ د افغانستان راډيو ريس ١٩٦٥ م
ـ د قبايلو د مستقل رياست مرستيال ١٩٦٦ م
ـ د اطلاعاتو او کلتور وزير ١٩٦٧ م
ـ د اولسي جرګې وکيل ١٩٦٩ م
ـ د پښتو د بين المللي تحقيقاتو د مرکز اجير غړی ١٩٧٨ م
ـ د افغانستان اکاډمۍ اچير غړی ١٩٧٩ م
ـ دصدارت مشاور د فوق رتبه په حېث ١٩٨٠م
په ليبيا کي د افغانستان سفارت ١٩٨٠م
استاد بېنوا په همدې کال تقاعد شو ـ چي وروسته ئې په ١٣٦٢ لمريز = ١٩٨٤ م کال کي د امريکا په متحده ايالاتو کي سياسي پناه واخيستل ، او يو کال وروسته يعني په ١٣٦٣ لمريز کال د جدي پر ٢١ مه نېټه چي د ١٩٨٥ ميلادي کال د جنوري د ١١ مي نېټې سره سمون خوري د جمعي په مبارکه ورځ د هغي ناروغي څخه چي ورپېښه وه له دې فاني دنيا څخه مخه ښه وکړه او خپل ابدي ژوندون ته ستون شو
»ټول افغانستان«
Abdul Rauf Benawa, tolafghanistan