Afghanische Witze

مات سر :
د یوه سړی سر مات وو او وینی ځینی بهیدلی . بل سړی پوښتنه ځینی وکړه چی دا سر دی ولی مات دی؟ ده ورته ویل میرمنی په ګل وویشتم . هغه ویل په ګل خو سر نه ماتیږی . ده ورته ویل ‍ هو چی ګل په ګلدانی کښی نه وی .

په راکټ یی ووله :
يوی ښځی او میړه يی شفر سره ايښی وو چی که هر وخت د هر یوه و مينی ته اشتها راغله بیا به هغه بل ته وايی په راکټ یی ووله او هغه به ځی بستر ته او دا بل به پسی ورځی . خو څو ځله داسی پیښه شوه چی هر ځل به ښځی ورته وویل په راکټ يی ووله اوميړه به يی بستر ته ولاړ ښځه به پسی ورغله . یوه ورځ یی دا ميړه ډیر ستړی وو ، ماښام چی بستر ته ولاړ ښځی ته يی شا ور وګرځوله ، ښځی پوښتنه ځینی وکړه چی نن يی لکه چی په راکټ نه ولی؟ میړه ورته ویل نه ، نن يی په توپ ولم .

ملا چرګک :
یوه اروپایی ځوان سړی د سر ويښتان جګ درولی او څو قسمه يی رنګ کړی وه ، په اصطلاح یو پنکروو. دا سړی په یوه پارک کی د یوه سپین ږیری افغان وڅنګ ته پر چوکی کښیناست . داسپین ږيری افغان د داسړی و سر او ویښتانو ته حیران پاته وو او هغه ته يی ډیر ډیر کتل . دا ځوان سړی پوښتنه تری وکړه چی ولی دومره ډیر ډیر راته ګوری ؟ تا په خپله ځوانی کی داسی عيشونه نه دی کړی؟ دا سپین ږيری افغان ورته وویل چی زه یو وخت په خپل هیواد کی پر ملاچرګک عاشق شوم . ممکن ته به زما زوی یی .

کلیوال سړی :
یو سړی د یوه ملګری سره ښار ته ولاړ . په ښارکی یوه ښایسته ښځه چی ښه کالی یی اغوستی او ښه عطرونه يی پر ځان وهلی وه ، ددوی وڅنګ ته تیره شوه او پر دوی یی ډیر ښه بوی ولګید او ښه خوند یی ورکړ. دا یوه ملګری و دابل ملګری ته وویل: دا ښاری ښځی چی پُسکۍ واچوی څنګه ښه بوی یی ځی.

غلته ترجمه :
یوه سړی یو خارجی سړی ولیدی او ډیر يی خوښ شو . هغه يی کوټی ته بوت غوښته يی چه دا بله معامله ورسره وکړی . څو دقیقی وروسته يی ملګری کوټی ته ورغی که ګوری خارجی پر سپور دی . ملګری يی ورته ویل دا څه کوی ما خو فکر کاوه چی ته به پر سپور يی . ده ورته ويل په ترجمه کی سره غلط سوو.

خواښی :
یو سړی په بندیخانه کښی بندی وو . یوه ورځ د محبس مدیر ورته وويل چی راسه یو څوک دی لیدنی ته راغلی دی . ده پوښتنه تری وکړه چی څوک دی ؟ د محبس مدیر ورته ویل خواښی دی راغلی ده . بندی و مدیر ته ویل ورسه ورته ووایه چی هغه يی پرون اعدام کړ .

د پلار سکرتره :
مور وخپل زوی ته وویل : زویه د پلار دفتر ته ورغلی؟ زوی يی ویل ّو موری ورغلم. مور پوښتنه ځينی وکړه ویل د پلار سکرتره دی ښايسته ده ؟ زوی يی ویل نه موری داسی ده لکه ته .

د عسلو خورک :
یو سړی د بل سړی کره د میلمه په توګه ورغی . کوربه یعنی د کور خاوند عسل ور ته راوړه . میلمه چی عسل یی ډیر خوښ وه چابک چابک یی په ګوتو څټل . د کورخاوند وارخطا سو چی عسل یی ټوله وخوړه . و میلمه ته یی ویل چی ډیر عسل د زړه درد پیدا کوی . میلمه ورته ویل : خدای پوهیږی چي عسل څوک خوری او زړه د چا درد کوی؟

فقر کول :
یو فقیر په لار کی ولاړ وو او فقر یی کاوه او د یوی ښځی څخه یی فقر وغوښت . ښځی ورته وویل چی لیری شه ، په لار کښی ولاړ یی او فقر کوی . فقیر ورته وويل چی د فقر دپاره خو به دفتر نه خلاصوم .

د ګارګه (کارغه) خرڅول :
یو سړی چی په رنګ ډیر تور وو، یو تور ګارګه یی پر لاس اخيستی وو په بازار کی يی خرڅاوه . یوه ټوکی سړی پوښتنه تری وکړه چی دا تور خر په څو دی؟ کارګه خرڅونکی ورته وویل چی دا خر نه دی بلکه کارګه دی . ټوکی ورته وویل چی بخښنه غواړم ما دکارګه څخه پوښتنه وکړه نه ستا څخه .

زما آس :
یوی ډیری بی رنګه ښځی و خپل میړه ته ویل زما آس د هيچا څخه نه بیریږی . میړه یی ورته ویل هو هغه اوس ستا په زیاتو لیدو اموخته شوی دی .

جادوګری :
یوجادوګر په بازار کښی ولاړ وو او قسم قسم جادوګری یی ښکاره کول . وروسته تر یو څو چالونو یی مخ و تماشاچیانو ته راواړاوه او ویی ویل : اوس نو ستاسی له ډلی څخه دی یوه ښځه راشی چی زه يی ورکه یعنی غیبه کړم . یوه تماشا چی ږغ ور وکړ چی یو څو دقیقی صبر وکړه زه به خپل خواښی در ته راولم.

عسکر :
یو سړی چه په عسکری تللی وو کورته یی خپلی ښځی ته ولیکل : زه د سګریټو او داسی نوروشیانو لپاره پيسو ته ضرورت لرم . دری سوه افغانی کفایت کوی . ښځی یی په جواب کښی ورته ولیکل دادی دیرش افغانی می د سګریټو لپاره در واستولی ، بل شی دلته په کور کی مفت ستا په انتظار کښی دی .

بد رنګه زوی :
یوه ښځه د خپل زوی سره بس ته پورته سوه . بس چلونکی چی و هلک ته وکتل مور ته یی وویل : داڅنګه بد رنګه زوی لری ؟ ښځه په قهر شوه او زوی یی د یو زړی ښځی څنګ ته په چوکی کی کښیناوه . څو دقیقی وروسته د هلک مور و زړی ښځی ته وویل : زه پر دا بس چلونکی ډیر په قهر یم . زړی ښځی ورته وویل : موټروان ته نژدی ورسه او ښه سپک ورته ووایه چی زړه دی یخ شی ، زه به دا ستا پر بیزو پام کوم

دوام لری

     بیرته شاته 

Afghanische Witze, Afghanistan Witze, Witze und Afghanen