Afghanische Witze

اغزی لرونکی سیمونه :
د پا کستان حکومت پیشنهاد وکړ چی خپله پوله (سرحد) د افغانستان سره په اغزی لرونکی سیمونو (خارداره سيم) د ترهګرو پر مخ بنده کړی . په دی وړاندیز د پاکستان اوسپنه خرڅونکی زیات خوشحاله شوه. دا ځکه چی یوه اونی وروسته به دا ټوله اغزی لرونکی سیمونه د پاکستان په بازارونو کی پراته وی .

خاله مچ کړه :
یوی ښځی و خپل کوچنی زوی ته وویل چي نن دی خاله راځی . هغه چی دروازی ته راورسیده ، ته به و مخی ته ورسی ، سلام به وکی اوخاله به پر مخ مچ کړی . هلک په ژړا سو او ویی ویل : زه خاله نه مچوم .
مور يی پوښتنه تری وکړه چی ولی يی نه مچوی ؟ هلک ویل هغه بله ورځ می پلار خاله مچول خاله پر مخ چپلاخه ورکړه .

هنداره :
یوی ښځی په هنداره کی وکتل او ويی ژړل . میړه يی پوښتنه ځینی وکړه چی ولی ژاړی ؟ ښځی ورته وویل : ځان چی می په هندار کښی ولیدی نو ژړا راغله . میړه يی ورته وویل تا ځان نن په هنداره کی ولید ژړا درغله ، زه چی تا هره ورځ وینم زما به څه حال وی .

دری لوڼی :
یوه سړی خپل ملګری ته وویل چی ښځی می دری لوڼی زیږولی دی دا په دی چه موږ په کابل کی د خیرخانی په دریمه برخه کی اوسیږو . ملګری يی ورته وویل : ښه دی چه د کابل په شش درک کی نه اوسيږی .

د وبا مریضی :
ميړه د خپلی ښځی څخه پوښتنه وکړه ویل : ستا مور هندوستان ته تللی ده ؟ ښځی ویل نه څنګه دی پوښتنه وکړه ؟ ميړه يی ویل : په ورځپاڼو کښی لیکلی دی چی په هند کی وبا راغلی ده .

اری :
یو سړی ایران ته سفر وکړ . هلته چی به هر چا خبری ورسره کولی ده به په جواب کی »بلی« ورته ویل . یوه ایرانی ورته وویل چی په ایران کی بلی څوک نه وایی ، دلته د بلی پر ځای »اری« ویل کیږی . دا سړی چی وطن ته راستون شو ، په مجلس کی یوه سړی پوښتنه تری وکړ چی د ایران څخه دی یو څه راوړی دی؟ ده په جواب کی ورته وویل : اری – هغه ورته ويل څشی دی راوړی دی ؟ بل سړی ور ږغ کړه ويل : خو اوس يی درته وویل چی اری يی راوړی دی.

ژر دی پلار راوله :
یوی ښځی چی ليفت یی نه وو لیدلی ، یوی مغازی ته د زوی سره ور ننوتله او هلته يی په ديوال کی دروازه ولیدله چی خلاصه شی ، سړئ ځینی راوزی ، بل سړئ ور ننوزی ، دروازه بنده شی او هغه سړی ورک شی . ښځی کتل چی یو سپین ږیری سړی په ليفت ننوتئ ، دليفت دروازه بنده شوه ، څو دقیقی وروسته دروازه خلاصه شوه او یو ځوان سړی ځینی راووت . ښځی وزوی ته ورږغ کړه ويل چابک ولاړ شه کورته او پلاردی راوله چی دلته ځوان شی .

د خره واده :
یوه سړی خپل خر لمباوه ، بل سړی پوښتنه ځینی وکړه چی دا خر ولی لمبوی؟ هغه ورته ویل واده يی دی . دا بل سړی پوښتنه تری وکړه ويل دده په واده کی به موږ څه شی خورو؟ ده ورته ویل تازه شوتل (شفتل).

مصنوعی غاښونه :
یوه سړی په هوټل کی ډوډی فرمايش کړه . هوټلی چی ډوډی ورته راوړه و میلمه ته يی وویل : ډوډی په احتياط خوره ، زموږ د آشپز مصنوعی غاښونه ورک سوی دی .

انګور :
یوه امریکايی د یوه میوه خرڅونکی دکان ته ودرید ، يوه هندوانه يی را پورته کړه او دوکاندار ته يی وويل : ایا ستاسی په هيواد کی تر دغه غټ سيب نه شته ؟ دکاندار ورته وویل : په لاس کی دی انګوردی او پوښتنه د سیب کوی. 

چپک :
یوه سړی ددکاندار څخه پوښتنه وکړه ویل تا ولی چپک سړی په دکان کی مزدور کړی دی؟ هغه ورته وويل : زما په دکان کی اوس څوک غلا نه شی کولای ځکه هر یو فکر کوی چی چپک وهغه ته ګوری.

شپشتی :
یو چرسی سړی ناست وو شپشتی یی خوړلی . بل چرسی پوښتنه تری وکړه ويل شپشتی ولی خوری؟ هغه ورته ویل شپشتی د سترګو دید زیاتوی. دا بل چرسی ورته وویل رشتیا هم ما هيڅ خر نه دی لیدلی چی عینکی يی ايښی وی .

پلار او پردئ سړئ :
پلار د زوی څخه پوښتنه وکړه ویل زویه زما او دپردی سړی پر تا باندی څه فرق کيږی؟ زوی يی جواب ورکړ ویل : پلاره ته ماښام دمور سره جنګ کوی اوپردی سړی می مورد ورځی مچوی .

دوام لری

Tags: Afghanische Witze, Witze, afghanische witze