Afghanische Witze
احمد ژاړی :
ښځه و خپل ميړه ته وايی و ګوره احمد ژاړی وايی ما پر خره سپور که . ميړه يی وايی و دی ژاړی نو زه څه وکړم ؟ ښځی يی ورته وویل: يو د قيقی يی پر خپله شا سپور کړه
.
مستی راوړه :
یو سړی چی ډیر وږی وو . زوی ته يی پیسی ورکړی چی له بازاره مستی راوړی . زوی چی يی له خونی ووت ، پلار يی له ځانه سره فکر کاوه چی هغه دی زوی می بوټونه په پښو کړه
، له کوره ووت ، بازارته ورسید ، له مستی والا څخه يی مستی رانیولی ، د کور پر لور رارهی شو، د کور دروازی ته راورسیدی ، دادی اوس نو خونی ته راننوزی . پلار يی زوی ته ږغ ور وکړ ويل زويه راورسیدی او مستی
دی راوړی ؟ زوی يی ږغ وکړ : بابا زه اوس بوټونه په پښو کوم او په مستو پسی ځم .
د غوايی غوښی :
یوه لیونی بل لیونی ته وويل : زه دا ډیر وخت کيږی د غوايی غوښی خورم ، اوس داسی غښتلی یم لکه نر غو يی . هغه بل ورته وويل : عجيبه خبره داده چی زه دا شل کاله کیږی
د ماهی غوښی خورم اما تر اوسه می لامبو (آببازي) نه ده زده ؟
د ښځی حقوق :
له ښار نه د باندی په یوه کلی کی د ملګرو ملتونو د حقوقو د څانګی موټر روان دی ، چی ګوری يوه ښځه د مخه او میړه يی شاته پسی روان دی . د ملګرو ملتونو نماینده ګان
له موټره راکښته شوه او سړی ته لاس ورکړ او تبريک يی ورته ووایه چی په افغانستان داسی سړی پیدا شو چی د ښځی حقوق يی مراعات کړه او ښځی ته يی په لاره کی حق ورکړ چی د مخه روانه شی . سړی ورته وويل : زه نور
په هيڅ نه پوهیږم خو دومره می اوریدلی دی چی په لار کی زیات ماینونه ښخ دی ، نوځکه می ښځه د مخه کړیده .
اود س می مات سو :
په یوه ونه کی چرګان ناست وه . ګيدړه راغله ، تر ونی لاندی و دریده او چرګانو ته يی ږغ ور وکړ ویل : راکښته شی چی لمانځه ته ولاړ شو . پدی وخت کی د سپی غپا سوه .
ګیدړه وارخطا رهی سوه . چرګانو ږغ ور پسی وکړ چی و دریږه موږ در کښته کيږو . ګیدړی ویل : اوس زما اودس مات سو ځم چی اودس وکړم .
دوږخ :
یوه میړه و خپلی ښځی ته وویل چی زما اوس پر دین عقیده راغله ، دا پدی چی ما ستا سره د واده دمخه نه منل چی دوږخ شته .
د ږیری سره ټکر :
ملا نصرالدین پر بایسکل سپور وو او د ښځی سره یی ټکر وکړ . ښځه ور ته په غصه شوه او ملا ته یی وويل : نه شرمیږی چی دا لوی ږیری سره ټکر کوی ؟ ملا ورته وويل : ما د
ږیری سره ټکر نه دی کړی بلکه ستا سره می وکړ .
سړی نه یم :
غلام جان له کندهاره وردګو ته ولاړ او غوښته یی چی هلته د خپل دوست کورته چی عالم جان نومیدی ورسی . څنګه چی غلام جان په وردګو کښی نابلده وو ، نو يی د یوه سړی نه
پوښتنه وکړه ویل: آ سړیه تاته به د عالم جان کور معلوم نه وی ؟ سړی پر غلام په غصه شو او ویی ویل : ماته سړی مه وايه ، زه سړی نه یم وردګ یم .
لامبو :
یو وردګ چی په نیويارک کی اوسیدی ، لامبو (آب بازی) ته ولاړ . د لامبو په ځای کی د یو لږ لوړ ځايه حوض ته ور ورلویدی ، راسته لاس يی مات شو. سبا ورځ بیا لامبو ته
ولاړ ، د ډیر لوړ ځایه حوض ته ور ولویدی ، چپه لاس يی مات شو . دریمه ورځ چی يی بیا غوښته لامبو ته ولاړ شی ، ښځی يی ورته وویل ، اوس نو هلته څه کوی ، دواړه لاسونه دی مات دی ، لامبو څنګه کوي ؟ ورګ ورته
وويل : نن باید زه لامبو ته ولاړ شم ، دا پدی چی نن و حوض ته اوبه ور ایله کوی .
څلور خره :
یوه سړی دری خره در لوده ، پر یوه سپور وو او دوه يی مخ ته روان وه . سړی چی دوو خرو ته وکتل ګمان يی و کی چی يو خريی ورک کړی دی . بل سړی چی پر لاره تیریدی د خرو
خاوند پوښته ځينی وکړه ویل : وروره ما دری خره درلوده ، اما اوس دوه وينم ، ګمان کوم يو خر می ورک کړی دی . ته څو خره وينی ؟ د لاری سړی ورته وويل : زه څلور خره وينم .
شوخ زامن :
یوی ښځی بلی ښځی ته ویل : زما زوی دومره شوخ دی چی د ورځی څوځله کالی خیرنوی او زه يی وربد لوم . دا بلی ښځی ویل زما زوی دومره شوخ دی چی دی په کوڅه کی وی او زه
کورته را ولم ، لمړی باید زه د لسو هلکانو مخونه و مينځم تر څو خپل زوی پکښی پیدا کړم .
د خرو ګنج :
وایی مخلص د څو نفرو سره په لار کی ولاړ وو او مجلس يی کاوه . یو سړی تیریدی د مخلص څخه يی پوښتنه وکړه ویل : آ وروره زه غواړم یو خر رانیسم ، اوس د خرو په ګنج
پسی ګرځم پیدا کولای يی نه شم. کولای شی را ته ووايی چی د خرو ګنج چیری دی ؟ مخلص و خپلو رفیقانو ته وکتل او سړی ته یی وویل : وروه ته اوس دستی دخرو په ګنج کی ولاړ يی .
سرباز او چریکی :
یوی ښځی د بلی ښځی څخه پوښتنه وکړه چی د سرباز او چریکی تر منځ څه فرق دی؟ هغی ورته ویل چی عسکر مخامخ جنګیږی او چريکی د شا له خوا برید کوی . دا بلی ښځی ورته
وويل ښه نو زما میړه دا شل کاله کيږی چی زما په مقابل کی چریکی دی .
ګرانی ده :
یوه سړی یوه فقیر ته وویل شرم وکړه ، پخوا دی ده ورځی فقر کاوه ، اوس يی د شپي هم کوی؟ فقیر ورته ویل څه وکړم ګرانی ده .
د سپی کاسه :
میلمه و کوربه (د کور خاوند) ته وویل : زه چه هر وخت ستاسی کره راسم دا ستا سپۍ ماته غاپی ؟ کوربه ورته وويل : دا زما ګناه نه ده ، سپۍ خپله کاسه بيژنی
.
د شیطان لیدل :
یوه بد شکله سړی د ملا نصرالدین څخه پوښتنه وکړه چی شیطان به څنګه ووینم ؟ ملا ورته وویل : په اوبو کی وګوره شیطان به ووینی .
د فطر صد قه :
وايی د فطر صدقه د هری بلا مخ نیسی ، اما د هغی بلا نه له کومی سره چی ستا نکاح سوی وی .
خر :
یو سړی ته په کوڅه کی همیشه خلکو خر وایه . دئ له دی نوم څخه ډیر په تنګ شو. نو يی په مسجد کی خلک راټول کړه او هيله يی ځینی وکړه چه پر ده باندی بل نوم
کښيږدی . هغو وروسته تر ډیرو مشورو وده ته وویل چه ښه ، ستا چی د خره نوم خوښ ندی ، موږ تاته سر له نن څخه کوټرکی وایو. داسړی ډیر خوشحاله سو او کورته ولاړ ، هلته يی و میرمنی ته دا قصه وکړه . میرمنی يی پر
سر چپلاخه ور کړه ویل خدای دی خوار کړه ، يو کال وروسته چی لوی شی بیرته خر يی .
د اوبو سپئ :
یوه سړی وویل چي ماددریاب په اوبو کی د اوبو سپئ و لیده . بل سړی ورته وویل : ممکن د دریاب اوبه به روڼی وی او تابه خپل ځان پکښی لیدلی وی .
د واده دوری :
خلک وايی واده دری دوری لری . په لمړی کال کی ميړه وايی او ښځه يی اوری . په دوهم کال کی ښځه وايی او میړه يی اوری او په دریم کال کی دوی دواړه وايی او ګاونډیان
يی اوری .
اوزګړی :
یو سړی په بازار کی تیریدی او یو اوزګړی يی تناو کړی وو . دا اوزګړی ډیری ناری وهلی . یوه د کاندار ور غږ کړه ویل دا اوزګړی بیايی او حلالوی يی ؟ دا سړی ورته ويل
دغه هم په غوږ کښی ورکړه نو به ښه راسره ولاړ شی .
Tags: Afghanische Witze, Witze, Afghanistan Witze