پښتانه څوک دی ؟
پښتانه يو لوی قوم دی چه په جنوبي او مرکزي اسیا کي ژوند کوي . جمله شمير یي پنځه څلوېښت میلیونه ته رسیږي چي له هغې جملې نه یې ۱۶ میلیونه په افغانستان کي ژوند کوي . دافغانستان د نفوسو په پرتله یي شمېر له ۵۰ نه تر ۶۰ سلنه پوري رسیږي . (دقیقه احصائیه مالومه نه ده .)
د پښتنو د استوګني سیمي :
د پښتنو زيات شمیر تقريباً ۲۶ ميليونه د پاکستان په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کي ژوند کوي . د پښتنو کلتوري او ژبني شريکي سیمي »پښتونخوا« په۱۸۹۳کی د انګريز دمستعمرې د سياست له مخي ویشل شوي چه دغه د وېش ليکی ته د »ډورند کرښه« وايي . يو لږ شمير پښتانه په استرالیا ، افريقا او جنوبی امريکا کي ژوند کوي . په تيرو درې لسیزو کي د
افغانستان د کورنۍ جګړو له امله زیات افغانان اروپا ، امريکا او استرالیا ته مهاجر شول . اوس په انګلستان کی۸۸۰۰۰کورنۍ ، په المان کي۱۰۰۰۰۰کورنۍ اوپه فرانسه کي۵۰۰۰۰کورنۍ ژوند کوي .
د پښتون نوم :
د افغان نوم نن ورځ د پښتون لپاره ډير کم کارول کیږي . دا ځکه چه د افغانستان ټولواتباعو ته افغان ويل کيږي . له همدې کبله د افغان کليمه د پښتون پر قوم دلالت نه کوي ، او هم پښتانه پخپله
د قوم په اړه د افغان نوم نه خوښوي او غواړي چي پښتون وبلل شي . په هندوستان او د پاکستان د پنجاب په برخو کي پښتون ته پټان وایي ،چي دا نوم هم پښتانه نه خوښوي . د پښتون نوم د پکتيان له لغات نه سرچینه
اخلي چي په نني پکتیا او پکتيکا پوري تړاو ور کول کيږي . د پښتون نوم د لمړي ځل لپاره په اراکوزیا کي چه نن ورځ کندهار نوميږي منځ ته راغلی دی .
د پښتنو سر چينه :
د پښتنو سرچينه مالومه نده . داسي یو کتبي یا لیکل شوې سر چينه شتون نلري چي دهغه له مخي د پښتون سر چینه ثبوت شي . د پښتنو په اړه زیاتي پلټني شوي دي . داسي اټکل کيږي چي پښتانه له
يفتليانو نه سر چینه اخلي . يفتلیانو په خپله زمانه کي د ايران ختيځ خواوي اود هندوستان لمړۍ نيمايي د افغانستان په ګډون تر ولکې لاندي راوستلي وه . د یوه روسي پلټونکي »ګانکوسکي« د پلټنو له مخي دابدالي
قوم د »يفتالي« کليمې نه سرچینه اخلي .
کوم وخت چي یفتليانو ته د ساسانیانو مشر خسرو په بخارا اوهندوکش کي ماته ورکړه
له دغه نېټې نه د یفتلیانو او همدا شان دپښتنو تاريخ ورک شوی دی . نو ځکه د پښتنو نوم په یفتلیانو پوری تړاو ور کول کیږی .
بعضی پښتانه ادعا کوي چي دوی داسرا ئيلو په هغه لسمه خټه پوري تړاو نيسي کومه چي ورکه شوې ده . بارکزي ، اسماعيل خيل او يوسفزي خپل خټین نومونه په عبرياني ژبه کي (دیهودیانو ژبه) په بارک ، اسماعیل او يوسف پوري تړي . دپښتنو سرچينه د اسرائیلو په اړه په »مخزن افغاني« کي دقيق تشريح شوي دي .
د پښتنو کلتور:
د پښتنو زیاته برخه سني مذهبه دي او ټولنیز ژوند يي پر قومونو او پښتونولي ولاړ دی . پښتانه په عام ولس پوري ځان تړل نه غواړي او قومونو ته زيات اهميت ورکوي . هر پښتون د خپل قوم پر اړخ
ولاړ دی او نور قومونه پردي بولي . له همدې کبله د نولسمي پيړۍ تر پایه دراني او غلجي يو له بله دښمنان وه . ددوی پخلاینه د شلمي پیړۍ په پیل کي منځ ته راغله .
د پښتنو خویونه :
پښتانه لکه څنګه چي په نړۍ کي ځانګړي قوم دي ، په همدي ترتیب یې خویونه او رواجونه هم ځانګړي دي . دپښتنو خویونو،عاداتو او رواجونو ته پښتونولي ویل کیږي .
پښتونولي :
پښتونولي د پښتنو د خویونو ،عاداتو او رواجونو نه یوه مجموعه ده چه پښتانه زيات اهميت ورکوي . پښتونولي نه يواځي په پښتنو کي بلکه په ټوله نړۍ کي د پښتنو د سپیڅلو رواجونه په نامه شهرت
لري . په پښتونولي کي دا لاندي رواجونه شامل دي :
»» بدل ( دهر بد کار په بدل کی جرمانه ورکول )
»» ميلمستیا (ميلمه پالنه که څه هم ميلمه لوی دښمن وی )
»» کورنۍ ( د ژوند په هر پړاو کي د کورنۍ او ښځي ساتل)
»» ننواتی ( پښتون باید ددښمن ننواتي ومني اوهغه ته د ژوند په هر پړاو کي پنا ورکړي)
»» جرګه ( د پښتنو یوه ټولنه ده چي د یوې خاصي موخي لپاره راټولیږي )
»» غیرتمند ( هغه څوک دی چي زړه ور وي ،ښه خویونه ولري ، سخاوت او مېړانه ولري )
»» ننګ ( هغه افتخار ، غیرت او مېړاني ته ویل کیږي چي د کورنۍ سر په لوړ وي )
»» شرم ( څوک چي حیا ولري ،سپکو سپورو نه ځان ژغوري او ښه اخلاق ثابت کړي )
»» ناموس (هغه څه دي چي خپله میرمن له هرو ناخوالو نه وساتي او د هغې هیڅ سر ښندني نه دریغ ونه کړي ) په ساتنه کي
د پښتنو ژبه:
د پښتنو ژبي ته پښتو ویل کیږي . د ا ژبه دختيځ ايران د ژبونه يوه ژبه ده چي داوسني ايراني ژبي نه توپیر لري . دتاريخ په بهير کي په پښتوژبه کي زیات بدلونونه راغلي دي . څنګه چی پښتو یواځی
د پښتنو ژبه ده او نور قومونه پدي ژبه خبري نه کوي نو ځکه دا ژبه په پښتنو پوري تړاو لري او دايران د ژبنی کلتور نه پرې کړې تلقي کيږي . که څه هم پښتو ژبه له تاريخي اړخ نه په ایراني ژبي پوري تړل کيږي ، خو
زيات تړاو يي په هندوستاني او اردو ژبه کي ليدل کيږي . ددې ما نا داده چه پښتو ژبه زیات په هندوستاني ژبو پوري ارتباط نيسي .
د پښتنو قومونه :
پښتانه په عمومي ډول پر زیاتو ښاخونو ویشل کیږي چي هر ښاخ یې په زړه پوري کیسې لري چي دلته د ټولو کیسو لیکل ممکن نه دی ، خو »ټول افغانستان« وېبپاڼه زیار باسي ،ټوله قومونه یاد کړي او د هر قوم په اړه لنډ مالومات وړاندي کړي . که کوم محترم لوستونکئ د کوم ځانګړي قوم په اړه پوره مالومات وغواړي ، هیله کیږي چي د »ټول افغانستان« وېبپاڼی سره په برېښنا لیک کي اړیکي ونیسي او خپل د خوښي قوم یاد کړي . ددې وېبپاڼي پښتو څانګه به هرو مرو هغوی ته پوره مالومات ولیږي .
د پښتنو قومونه دادي :
طوطاخیل |
۱۰۷ |
دو تاني |
۷۱ |
پوپلزي |
۳۶ |
ابدالي |
۱ |
علي خیل |
۱۰۸ |
دوړ |
۷۲ |
ترکاڼي |
۳۷ |
ابراهیم خیل |
۲ |
عمر خیل |
۱۰۹ |
دولت خیل |
۷۳ |
تره خیل |
۳۸ |
اپریدي |
۳ |
عیسي خیل |
۱۱۰ |
دولت زي |
۷۴ |
ترکي |
۳۹ |
اتمانخیل |
۴ |
غلجي |
۱۱۱ |
دینار خیل |
۷۵ |
ترین |
۴۰ |
اتمانزی |
۵ |
غرغښت |
۱۱۲ |
رتن زي |
۷۶ |
تڼي |
۴۱ |
اټوال |
۶ |
غرشین |
۱۱۳ |
رڅړ |
۷۷ |
توخي |
۴۲ |
احمدزي |
۷ |
غوریا خیل |
۱۱۴ |
زاخیل |
۷۸ |
توري |
۴۳ |
اڅکزي |
۸ |
کاسي |
۱۱۵ |
زمښت |
۷۹ |
جبارخیل |
۴۴ |
ادریمزي |
۹ |
کاکازي |
۱۱۶ |
زیرک |
۸۰ |
جدون |
۴۵ |
ادوزي |
۱۰ |
کاکړ |
۱۱۷ |
زیرماني |
۸۱ |
جلال زي |
۴۶ |
ادین خیل |
۱۱ |
قلندرخیل |
۱۱۸ |
زیړاني |
۸۲ |
جلواڼي |
۴۷ |
اسماعیل خیل |
۱۲ |
قوال خیل |
۱۱۹ |
ساپي |
۸۳ |
جمړیاني |
۴۸ |
اسحق زي |
۱۳ |
کړوخیل |
۱۲۰ |
سالار زي |
۸۴ |
ځاځي |
۴۹ |
اکاخيل |
۱۴ |
کرلاڼي |
۱۲۱ |
سهاک |
۸۵ |
ځدراڼ |
۵۰ |
الیاس خیل |
۱۵ |
کسایي |
۱۲۲ |
ستانکزي |
۸۶ |
څولیزي |
۵۱ |
امرخیل |
۱۶ |
کوټي |
۱۲۳ |
ستانيزي |
۸۷ |
څينزي |
۵۲ |
اوریا خیل |
۱۷ |
کورم خیل |
۱۲۴ |
ستوریاني |
۸۹ |
حسین خیل |
۵۳ |
الکوزي |
۱۸ |
ګاړي |
۱۲۵ |
سدوزي |
۹۰ |
خاښي خیل |
۵۴ |
علي زي |
۱۹ |
ګبري |
۱۲۶ |
سرکاڼي |
۹۱ |
خاکواني |
۵۵ |
اندړ |
۲۰ |
ګګیاڼي |
۱۲۷ |
شیرواڼي |
۹۲ |
خټک |
۵۶ |
اورکزي |
۲۱ |
ګنډه پور |
۱۲۸ |
سريپال |
۹۳ |
خدوزي |
۵۷ |
اورمړ |
۲۲ |
ګوربز |
۱۲۹ |
سر بڼي |
۹۴ |
خرڅین |
۵۸ |
بابړ |
۲۳ |
لالي وزیر |
۱۳۰ |
سلطانخیل(غلځي) |
۹۵ |
خروټي |
۵۹ |
بابیان (بابي) |
۲۴ |
لواڼي |
۱۳۱ |
سلطانخیل(نیازي) |
۹۶ |
خلیل |
۶۰ |
بړیڅ |
۲۵ |
لودي |
۱۳۲ |
سلیمانخیل |
۹۷ |
خوږیاني |
۶۱ |
بنګښ |
۲۶ |
لودین |
۱۳۳ |
سنټیا |
۹۸ |
خوندي |
۶۲ |
بنوڅي |
۲۷ |
ماکو |
۱۳۴ |
سنځر خیل |
۹۹ |
خیسوري |
۶۳ |
بېټني |
۲۸ |
مومند |
۱۳۵ |
سوري |
۱۰۰ |
خیشکي |
۶۴ |
بابکر خیل |
۲۹ |
هوتک |
۱۳۶ |
سادات (سیدان) |
۱۰۱ |
داودزي |
۶۵ |
بختیار |
۳۰ |
نورزي |
۱۳۷ |
شلماني |
۱۰۲ |
داوي |
۶۶ |
څمکني |
۳۱ |
محمد زي |
۱۳۸ |
شملزي |
۱۰۳ |
درمان |
۶۷ |
فرملي |
۳۲ |
نیازي |
۱۳۹ |
شیتک |
۱۰۴ |
دري کوټي |
۶۸ |
پړبه |
۳۳ |
وزیر |
۱۴۰ |
شیراڼي |
۱۰۵ |
دله زاک |
۶۹ |
پړانګیان |
۳۴ |
سواتي |
۱۴۱ |
شینواري |
۱۰۶ |
دستو خیل |
۷۰ |
پڼي |
۳۵ |
د ټولو پښتنو قومونو په اړه پوره مالومات دلته په پی ډي ایف کي کتلای شي :
ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .
Your comment will be published after review by Directorate
Kommentare
-
پښتو ژبه په فارسي او يا په کومه بله ژبي جز ندۍ بلکې دفارسي ژبې په ګروپ کي راځې چه پدې ګروپ کې دهند دژبې هم دې.
-
سلام علیکم سلام نه بد عرض ده دی چه مه حو په دب پیج کی دی محسود قوم سجره نه کړه پیدا
-
په لیست کی مو بارکزی چه یولوی قوم دی نه سته؟
-
دآکاخیلو قوم ّپه اره پوره معلومات رکری مننه
-
د پختو لوی قوم ناصریانو نوم ولی نشته؟
-
من متعلق به قوم یا فامیل میاخیل هستم اما در لست اقوام پشتون دیده نمیشود ، لطفآ برایم وضاحت دهید.
-
زما سوال دی چې ستاسو په دي قونونو کې محسود قوم ولې نشته او که محسود قوم پښتون نه دی